به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

       دافغانستان داوسنئ لانجی دسیاسی حل د میکانیزم وړاند یز: 

انجنیر سید عبدالقا در               ۱۷-   ۱ -۲۰۱۶                                                                                               مقد مه :که د افغانستان اوسنيو بدو امنيتي ګواښونو ، سختو اقتصادي ستونځو ، داداري فساد لوړي کچي او پرولس باندي په ښارونو او محلاتو کي ديرغلي ځواکونو ، جنګ سالارانو او دغربي نړي څخه راغلي تيکنوکراتانو روحي اوفيزيکي فشارونو او هم ددوي دجوړ کړي قانون دحاکميت په مقابل کي ددوي مقاومتونواوسر لغړونو  اود بله طرفه دچوکي ، مادي امتيازونو او هم  دملي شتمنيو دتقسيم  پر سر باندي ددوي تر منځ شخړو او جنګونو ته دملي ګټو په نظر کي نيولو سره په لږ دقت نظر واچوو  ، په واقعيت کي دهر هغه افغان چه دوطن سره مينه او هغه خپل افغاني تاټوبي بولي ، وجدان ته يي داسي يو تکان ورکوي چه په غبرګون کي يي دفعتأ په ذهن کي داسي سوال ځاي نيسي چه :

 دا نا معلومه جګړه چه دبهرنيو کړيوله خواه زموږ پر جنګ ځپلي  ولس باندي تحميل سوي ده ، چه ادامه يي نه يوازي دافغان ولس دبشري تلفاتو ،اقتصادي بي سارو ورانيواو دملي شتمنيو تاراجولو سبب ګرځي ، بلکه دمنطقي امنيت يي هم دګواښونو سره مخا مخ کړي اونن و نړيوال امنيت ته ديو ستر ګواښ په څير ځان څرګندوي تر کومه به  ادامه ولري ؟

ځکه نود سالم سياسي تعقل خاوندان بايد دداسي يوي لويي فاجعي مخه ونيسي چه هغه نه يوازي دافغانستان دقومونو تر منځ بلکه دمنطقي دهيوادونو تر منځ هم ددښمنيو دروازي خلاصوي ،او داور لمبو ته يي ورپوري وهي  ۰ زه خپله ددې صلاحيت نه لرم چه دپورتني اساسي سوال په جواب کي دې په هر اړخيز ډول داسي دسياسي حل يو ميکانيزم وړاندی کړم ، چه دهغه په عملي کيدو سره دي  دافغانستان اوسني نا آرامو حالاتو ته دپاي ټکي کښيږدي ۰ ځکه نو دا وظيفه دافغان ملي ډموکراټيک ګوندونو ، ملي سياسي کار پوهانو او ټولو پر وطن مينو روشنفکرانو ده ،چه دافغانستان دلانجي دسياسي حل ميکانيزم  بيله ځنډه دوخت او ولس  دغوښتني  سره سم ديوه  اساسي هدف په توګه وخپل مخ ته کښيږدي ،اوخپل تر منځ دې په دې هکله ژر ترژره دتفاهم لړي شروع کړي ۰ ولي داملي ګوندونه او ملي شخصيتونه بايد هر ډول دنظر ليريوالې ددغه ستر حياتي مقدس هدف دپاره يوه طرف ته پريږدي ، او ژرتر ژره دي دسياسي حل دميکانيزم تر بيرغ لاندي سره يو موټي سي ۰ولي بايد ووايو چه  متاسفانه ديو شمير افغاني ګوندونو په رهبري کي داسي کسانو ځاي نيولي دي چه شخصي  ګټي يي داشغال دپروسي او د لا س پو څي  حاکميت سره نغښتي دي ۰ شايد په دې مقدسه لاره کي داسي ګوندونه ددې بهير څخه ځانونه ليري او يا  په يوه او بله بڼه ‍‍خنډونه هم جوړ کړي ،  چه دابه په واقعيت کي دافغانستان دملي ګټو په وړاندي ددوي  يو ښکاره دريځ وي  ۰ ځکه نو بايد په ډير جديت سعيه او تلاښ وسي چه په دې هکله دهر نوع منفي نظر ياتو مخه ونيول سي کوم چه ددې مقدسي پروسي دځنډ سبب ګرځي ۰  بايد ووايو چه په اوس مهال کي دنړي دسياسي او اقتصادي شرايطو څخه هم  داسي معلوميږي ، چه که  هر څونه ژر ددې حياتي هدف له پاره سعيه اوتلاښ وکړل سی  په هغه اندازه به  په افغانستان او منطقه کښي بشري ناورين ته دپاي ټکي ايښول سوي ، دافغان ولس ګټي به  خوندي ساتل سوی  او د ريښتيني  ولس واکي له پاره به هم پراخه  زمينه رامنځ ته سوي وي ۰ ځکه نو ضرور او لازمي ده چی ژر تر ژر ه په کابل کي يو بين الا ا فغاني کنفرانس جوړ چی په دې کنفرانس کي نه يوازي د سياسي حل د ميکانيزم  پر وړانديزباندي پريکړه وسي بلکه په دې کنفرانس کي  بايد يو کميسون هم وټاکل سي ۰ چی د هم دغه  منتخب کميسون په زريعه دميکانيزم وړانديز  ملګرو ملتونو ، دامريکا تر رهبري لاندي نړيوالي ټولني او دوسله وال افغاني مقاومت ورهبريو ته وسپارل سي ۰دمیکانیزم  دجوړیدواوتصویب کیدلودکنفرانس ابتکار بايد کوردننه ملی ډموکراټيک ګوندونه او ملی مستقل  سياسي کار پوهان په لاس کي واخلي ۰

دافغاني منتخب کميسون دوړانديز له مخي دي د ملګري ملتونواداره بايدپه دې حساسو شيبو کي  ودې ته وهڅول سي چی  دامريکا تررهبري لاندي نړيوال  ائتلافي ځواک ۰دافغانستان وسلوال پوځ او  ددولت په مقابل کي وسله وال مقاومت  بي له قيداوشرطه دنړیوال کنفرانس دجوړیدو نه یوه اونئ مخ کی اوربند اعلان کړی۰                                                                    دسياسي حل دميکانيزم له پاره ځيني اساسي ټکي :

۱ ــ ددې نړيوال کنفرانس افغاني  ګډون کوونکي بايد دافغانستان داوسني حاکميت اوددوي په مقابل کي د وسله وال مقاومت سربيره  يو تعداد آزاد پر وطن مين په داخل او بهر کښی سياسي مستقل کارپوهان ، دملي ډموکراټيکوګوندونواستازي اويو شمير  په ولس کي محبوب شخصيتونه وي۰

۲ ـــ  دا نړيوال کنفرانس بايددهيڅ يوه بهرني هيواد دنظامي ، سياسي اواقتصادي اغيزي لاندي نه وي۰

۳ ـــ  دبهرنيو قواوودوتلو زماني جدول دي داسي جوړکړل  سي ، چه هيڅ نوع بي امنيو ته مخه خلاصه نه کړي۰

۴ ـــ که د بهرنيو قواوو دوتلو پر سر اوزماني جدول باندي خبرو ځان ته مشکله بڼه اختيار کړل ، نوپه هغه صورت کي دي ددغه ټاکلي وخت دپاره دملګرو ملتونو دصلح ځواک راوغوښتل سی۰ ولي په هم دغه ټاکلي وقفه کي بايد په مملکت کښی ټولي غير قانوني سلاحوي دهر ګروپ   څخه چه وي راټولي دملي دفاع  او کورنيو چارو وزارت تهوسپارل سي۰

۵ ـــ  دا نړيوال کنفرانس بايددافغانستان دملي ګټو په نظرکي نيولو سره نوي لنډ مهاله اداره ددوکلنو دپاره جوړه اوترراتلونکي لويي جرګي ترجوړيدو پوريدي  دولتي چاري مخ ته بوزي۰

۶ ـــ  داکنفرانس بايد پر نړيوالي  ټولني باندي زور واچوي چه دراتلونکو پينځو کلونودپاره بي له قيده اوشرطه خپلو اقتصادي کومکونو یاکرید یټ ته ادامه ورکړي ۰ ولي دهرکال په اخر کښي بايد دپيسو دمصرف دقيق راپور واخيستل سي اودنوي کال اقتصادي کومک پيسي دې  ددولت په واک  کي کښيښول سي۰

 ۷ ـــ ملګري ملتونه بايد دامنيت شورا ته وظيفه ورکړي چه په راتلونکو وختونوکي دافغانستان په کورنيو چارو کي کوم بهرني هيواد مداخله ونه کړي ۰او په دې هکله دې دافغانستان نوي دولت ته نړيوال تضمين هم ورکول سي ۰

۸ ـــ  د افغانستان نوي  دولت  بايد دپخوا په څير خپله عنعنوي بيطرفي وساتي او خپلي ډيپلوماتيکي اړيکي دي نهيوازي  دهمسايه هيوادونو  سره بلکه دنړي دټولو هيوادونو سره دمتقابل احترام پر اصل باندي وساتي ۰تمت ب الخیر