زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

حق ته به حق وايو؛ په ديرشو ورځو کې د ولسمشرغني ديرش کارونه

که څه هم له ولس سره په يو شمېر کړو ژمنو کې د ملي يووالي حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر غني پاتې کيدلو؛ پر ملي يووالي حکومت د ولس د نيوکې زمينه برابره کړې، خو د ملي يووالي حکومت په تيرو دوو کلونو په ځانګړي توګه په تيرو ديرشو ورځو کې ولسمشر غني داسې کارونه ترسره کړي دي چې بايد سترګې پرې پټې نه شي. دلته يې يواځې د هغو ديرشو کارونو یادونه کوو چې په تيرو ديرشو ورځو کې يا شخصاً ولسمشر يا د ولسمشر په مستقيماً لارښوونه ترسره شوي دي.

  1. له اسلامي ګوند سره د سولې تر هوکړې وروسته، د ولسمشر غني په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليسته د اسلامي ګوند د امیر ګلبدين حکمتيار نوم ايستل. چې دغه کار د افغان سولې لپاره نيک اقدام او پر دغې پروسې د وسله والو طالبانو د باور لپاره اغېزمن واقع کيدلی شي.
  2. د لومړي ځل لپاره د افغانستان په معاصر تاريخ کې د هيواد ناامنه او تر ډيره له حکومتونو هېر ولايت (نورستان) برګمټال ولسوالۍ ته د افغانستان د ولسمشر په توګه سفر کول. دغه ولايت ته په سختو ورځو کې د ولسمشر غني سفر د نوموړي د ښې حکومتولۍ يوه بېلګه يادولی شو.
  3. په نړيواله کچه د پاکستان د منزوي کول چې دا په بهرني سياست او نړيوالو اړيکو کې د يو ښه رهبر په توګه د ولسمشر غني غوره ځانګړنه ده.
  4. د تاريخ پوه او تاريخ ليکونکي فېض محمد کاتب هزاره په نوم د مډال جوړولو طرحه او په خپلو شخصي امکاناتو يې د مقبرې جوړول. دا د هيواد د تاريخ او فرهنګ د پرمختګ او ژوندي ساتلو او همداراز د ولسونو د يووالي لپاره غوره اقدام دی.
  5. له هرات ولايت څخه تر چشت شريف پورې د سړک جوړولو قرارداد لاسليکول چې د هيواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د غني له پلانونو څخه يو يې حساب کړو.
  6. د لوګر، پکتيا او خوست ولايتونو ته د برښنا وېش شبکې د غځولو د قراردادونو لاسليکول چې دا هم د هيواد د اقتصادي پرمختګ يوه بېلګه ده.
  7. د کب نهمه چې د اعليحضرت آمان الله خان له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان له ورځې سره برابره ده؛ د ولسمشر غني لخوا د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په توګه تصويبول، چې د امنيتي ځواکونو له قربانۍ د ياد او اتلولۍ د لمانځنې لپاره غوره اقدام دی.
  8. د اداري فساد په برخه کې د روڼتيا نړيوال سازمان د فاسدو هيوادونو په نوملړ کې د افغانستان نوم ښکته تلل. چې په هيواد کې له فساد سره د ولسمشر د جدي مبارزې څرګندونه کوي.
  9. د ولسمشر لخوا د شهيد حفيظ الله بارکزي کورنۍ ته د نوموړي د زړورتيا، سرښندنې او ميړانې د تقديرولو او د هغه کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو په موخه نوموړي د شجاعت دولتي نښان ورکړه. چې دا پخپله د هيواد له خادمانو څخه د هغوی د قربانۍ په موخه د ولسمشر د درناوي يوه بېلګه ده.
  10. د شهيد محمد موسی شفيق د کارنامو د درناوي په مراسمو کې له ايران سره د افغانستان د اوبو پر سره د شوې هوکړې په عملي کولو ټينګار، چې دا د ولسمشر په توګه د هيواد د  ملي ارزښتونو ته د غني د ژمنتيا يوه بېلګه ده.
  11. د سمنګان ولايت له دره صوف څخه د باميانو ولايت تر يکاولنګ ولسوالۍ پورې د ۱۸۷ کيلومتره سړک جوړولو د قرارداد لاسليکول چې د هيواد د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین ګام دی.
  12. د هيواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د ملي تدارکاتو کميسيون لخوا د ۳۵۰ ميلونو افغانيو او همداراز د ديارلس نيم ميليارده افغانيو په ارزښت د لسګونو قراردادونو لاسليکول.
  13. د هيواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د مخکې جوړو شويو ودانيزو توکو فابريکې د طرحې، ډيزاين او فعالولو تړون لاسليکول.
  14. د فساد په تور لوی څارنوالۍ ته د کورنيو چارو وزارت د پخوانيو مرستيالانو پيژندل چې دا پخپله له فساد سره د ولسمشر غني په جدي مبارزې دلالت کوي.
  15. په مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت کې د پراخ فساد له امله د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټېكنالوژٰۍ د وزير عبدالرزاق وحیدي د دندې ځنډول چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر غني ستر اقدام دی.
  16. د فساد په تور د کابل ښار د ديارلسمې او اوومې حوضې د آمرينو نيول او څارنوالۍ ته معرفي کول چې په هيواد کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر غني بل اقدام يادولی شو.
  17. د فساد په تور د لوړپوړي نظامي جنرالانو محاکمه او په سزا رسول چې دا د مجازاتو په برخه کې د ولسمشر په قاطع ارادې دلالت کوي.
  18. له هيواد څخه د دفاع په برخه کې د افغان امنيتي ځواکونو شهيداتو ته د درناوي په موخه د هغوی له کورنيو سره خواخوږی او د ولسمشر په توګه د يو شهيد سرباز د مور د لاسونو مچي کول چې دا په خپله د هيواد او ولس د ساتلو په برخه کې د افغان امنيتي ځواکونو د هڅونې او د هغوی د قربانيو د درناوي ښه بېلګه ده.
  19. د هيواد د اقتصادي پرمختګ او ولس ته د آسانتياوو د برابرولو په برخه کې له څو کلونو وروسته په ننګرهار کې د بهسودو د نوي پل پرانيسته او ګټې اخيستنې ته سپارل.
  20. په بهرني سياست کې د فعالې ډيپلوماسۍ په برخه کې د امريکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د افغانستان د پرمختګ لپاره خبرې اترې. په داسې حال کې چې افغانستان د امريکا په ټاکنيزو مبارزو کې د هيڅ نوماندان په سياسي محور کې نه ګرځيدلو؛ د امريکا د نوي ولسمشر په توګه د ټرمپ له ادارې سره د افغانستان د اړيکو ساتلو په برخه کې ولسمشر غني په دې وتوانيد چې افغانستان يو ځل بيا د امريکا په سياسي محور کې شامل کړي.
  21. د افغانستان په باب د روسيې وروستيو اندېښنو ته د ځواب ويلو په موخه مسکو ته د افغانستان د بهرنيو چارو د سرپرست وزيز صلاح الدين رباني استول. چې دا د لویو قدرتونو تر منځ په اړيکو کې د انډول ساتلو لپاره د ولسمشر غني پر ځای اقدام دی.
  22. له سعودي عربستان سره د افغانستان د سياسي او ډيپلوماټيکو اړيکو د پراختيا لپاره په کندهار ولايت کې د نوموړي هيواد د ډيپلوماټانو په وژلو سره له نوموړي هيواد سره خواخوږي څرګندول چې دا په خپله د افغانستان او سعودي عربستان د اړيکو د ساتلو لپاره د ولسمشر ځانګړې هڅه بللی شو.
  23. د هيواد په بهرني سياست کې د انساني، اسلامي، اخلاقي او قانوني ارزښتونو د مراعاتولو او په نظر کې نيولو په خاطر د عربي او افغان ديپلوماتانو په وژل کيدلو د ملي ماتم اعلانول.
  24. ولس ته د طبيعې پيښو سره د مبارزې په برخه کې د مرستو رسولو بهير په چټکوالي د ولسمشر ټينګار. چې ښه بېلګه يې په تيرو واورو وريدلو په نتيجه کې د بندو شويو لارو په ۴۸ ساعتونو کې خلاصول، له لارو څخه د واورو پاکول او زيانمنو شويو کورنيو ته د بيړنيو مرستو رسول.
  25. د لومړي ځل لپاره په خوست ولايت کې د معياري او نړيوال کرکټ لوبغالي پرانيستل چې دا د هيوادوالو د خوښۍ او د ورزش د پرمختګ په برخه کې يو غوره اقدام دی.
  26. د لوړو پوړو دولتي چارواکو په مرسته او په خپله د ولسمشر لخوا په حرفوي او غير حرفوي توګه د هلمند ولايت د امنيتي او سياسي وضعيت څلور ځلي ارزونه، چې دا په اصلاحاتو راوستلو او ښې حکومتولۍ برخه کې د ولسمشر د اقداماتو يوه بېلګه يادولی شو.
  27. په دولتي ارګان کې د مکافاتو د دودولو په خاطر د بستونو او رتبو پر اساس د ولايتي کارکوونکو د تنخواګانو لوړول، چې دا کار له يوې خوا د دولتي کارکوونکو لپاره مکافات کيدلی شي او له بلې خوا د فساد په مخنيوي کې مهم رول لوبولی شي.
  28. د سالمې بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې د کندهار د پيښې په اړه د کميسيون ټاکل، بيا يې پايلې اعلانول او وروسته بيا عربستان ته قناعت ورکول چې په دغه پيښه کې د افغانستان ګاونډي هيوادونه لاس لري.
  29. په مسکو کې له وسله والو طالبانو سره درې اړخیزې ناستې کې د چین د استازو د ليدنو د سپيناوي په موخه په کابل کې د چين هيواد له ځانګړي استازي سره ليدل، چې دا په بهرنيو اړيکو کې د ولسمشر په سالمې ډيپلوماسۍ دلالت کوي.
  30. د فساد سره د ولسمشر غني قاطع ارادې درلودلو له امله له دغه پديدې سره د مبارزې په برخه کې د امريکا د متحده ايالاتو سرمفتش لخوا د ولسمشر د هڅو ستاینه.

 

لیکنه : خوشحال آصفي