تجربه میدان در غرب افغانستان — از ادرسکن تا شیندند

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer, Military & Security…

روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

«
»

تاند پاڼه، استاد سیاف او زما لیکنه

رسول سیاف با عبدالله عزام

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

 

د بیان د ازادۍ ‌له مخې د تاند پاڼې تګلارې ته زه شخصا درنښت لرم، دوی د پاڼې تګلاره د خپلو غوښتنو، موخو او خپلو مقاصدو ته د رسیدو له امله همداسي‌ ټاکلي ده.

ولي حق لرم چې ګیله وکړم چې د تاند چلوونکي دي د ژورنالیزم د اصولو په مراعت کولو کې تر نورو پاتې نه وي، ځکه ځینې لیکوال ورته لیکنې کوي. په دې کابل کې هم د ژېړ ژورنالیزم کمی نه شته چې اوس یو څو پر لیکه رسنۍ هم د غیرمعیاري تولید برخه شي.

 

د پګواش کانفرانس اړوند مې یوه لیکنه کړي وه چې سرلیک یې (د سولې له پاره د استاد سیاف د وژلو غوښتنه – پګواش  غونډ‌ه ) و.

 

د تاند پاڼې چلوونکو زما د فیسبوک په حواله زما د لیکنې ځينې برخې په ډیر لوی توپیر او ان متضاد تفسیر سره  د (طالبان وایي جنګي جنایتکارانو ته بخښنه کوي) تر سرلیک لاندي د راپور په ډول را اخیستي دي. دا به کوم ژورنالیستیک اصل وي چې د یوه خپلواک لیکنه او نظر دې په دې مقصد راواخیستل شي چې ګواکې پلانۍ ډله یا سیاسي جهت څه نظر لري.

د تاند پاڼې چلوونکي پرته له دي‌چې زما سره اړیکه ونیسي او یا زما څخه پوښتنه وکړي زما د فیسبوک او زما د نوم په حواله یې یو تحریف شوی راپور ترتیب کړی.

 

زه له تاسي‌ درنو لوستونکو سره زما د لیکنې  اصلي بڼه او د تاند پاڼې لخوا تحریف شوې برخې شریکوم بیا نو قضاوت تاسي ته پریږدم: 

 

مالیکلي:

«د ولسمشر اشرف غني تره قیوم کوچی د خپل وراره له ډیر صفت کولو وروسته او پر طالبانو له توندو نیوکو کولو سره سره یوه د زړه خبره هم وکړه،‌ هغه طالبانو ته وویل چې تاسي ظالمان یاست، بې ګناه خلک وژنئ، بې ځایه جګړه کوئ، ‌حکومت نه شئ نیولای، راشئ له حکومت سره یوځای شئ او زه په خپل وراره ویاړم چې په ډیر مهارت سره یې له ډاکټر عبدالله سره ګډ حکومت جوړ کړ.

ښاغلي کوچي وویل طالبان چې په کابل او نورو ځایونو کې بې ګناه عام افغانان وژني او غټ مجرمین نه وژني‌ دا زموږ له پاره د منلو وړ نه ده،‌ طالبان که رښتیا غواړي چې د افغانانو قاتلین او اصلي مجرمین ووژني نو مهرباني دي وکړي تر ټولو لومړی دي استاد سیاف او د هغه هم مثله ووژني. خينې ګډونوال وایې چې د استاد محقق نوم یې هم واخیست خو دغه نوم بیا نور ګډونوال نه تایدوي یواځي د استادسیاف د وژلو غوښتنه د کوچي له خوا تایدوي».

 

زما پورته لیکنه د تاند پاڼې چلوونکو په لاندي بڼه په خپل راپور کې تحریف کړې:

 

«په کابل کې د طالبانو د ډلې یوه پلوي نظرمحمد مطمئن خپله فیس بک پاڼه کې یاده کړې ده چې ښاغلي ستانکزي د پګواش په غونډه کې ویلي دي چې پخوانيوجهادي مشرانو ته چې افغانان یې په کورنیو جګړو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې، د لسګونو زره کابل ښاریانو د وژنې او د کابل ښار د ورانونې له امله جنګي جنایتکاران ګڼي، بخښنه کوي او وایي چې د هغوی هملاري دي».

 

داچې د تاند پاڼې چلوونکو زما اړوند د کومې ډلې د پلويتوب خبره کړي، بېله مسئله ده،‌ ځینې خلک په لوی لاس ازاد او خپلواک افغانان له هیواده وتلو ته مجبوروي، ولي‌ ډاډه اوسئ افغانستان زموږ کور او ټاټوبی دی، همدلته به یو،  د تړلو سیاستوالو او د هغوی د پلویانو تهمتونه او فشارونه موږ نه شي‌ مجبورولای چې هیواد پریږدو.

 

ښاغلي قیوم کوچي ته د طالبانو د هیئت له خوا د جواب اړوند زما لیکنه داسي‌ ده:

«د طالبانو د هيئت او قطر دفتر مشر ښاغلي‌ شیرمحمد عباس ستانکزي د ښاغلي قیوم کوچي د استاد سیاف د وژلو د غوښتنې اړوند ځواب کې ورته وویل چې: موږ ټولو هغو مجاهدینو کشرانو او مشرانو ته په درنه سترګه ګورو چې پخواني شوروي اتحاد سره یې په جهاد کې برخه اخستي او کمونیزم یې د نړۍ له مخې ورک کړ. استاد سیاف د جهاد د رهبرانو څخه دی هغه له کمونسټانو سره جهاد کړی، موږ به هغه څوک وژنو چې د شوروي د یرغل پر مهال دهغوی غلامان او دهغوی له پاره جنګیدل، په اوس مهال کې د امریکا غلامان او د امریکا د ګټو له پاره له افغان ولس سره جګړه کوي، موږ به د هغو سیکولر کسانو سره هم جګړه کو چې له لویدیځ څخه راغلي‌او په افغانستان کې د سیکولریزم له پاره مبارزه کوي. 

ښاغلی کوچی! موږ پوهیږو چې لویدیځ غواړي زموږ او مجاهدینو تر منځ اختلافات لا زیات کړي او غواړي موږ په مجاهدینو او د مجاهدینو مشران په موږ ووژني ، موږ به هیڅکله د مجاهدینو د مشرانو وژلو له پاره د لویدیخ د دغي سیسي ښکار نه شو».

 

تاسې وګورئ چې چیرته لیکل شوي چې طالبان به مسلکي او ازاد په هیواد مین هغه افغانان چې له لویدیځ څخه د افغانستان د پرمختګ او افغانانو ته د خدمت له پاره راځي هغه به ووژني. دا خبره خو طالبانو په ځلونو واضحه کړې هم ده. له لوېدیځ یا بل هر ځایه په پوهه او هنر سنبال افغان سره طالبان څه دښمني او ستونزه نه لري!

د تاند چلوونکو زما پورته لیکنه دا ډول تحریف کړي ده:

«د ستانکزي له خولې را نقل شوي دي چې هغوی به له غرب څخه راغلي مسلکي کسان چې ډېری افغانان یې د وطن د جوړونې په برخه کې یوه هیله ګڼي په دې پلمه ووژني چې ګویا هغوی سیکولران دي.»

 

د تاند چلوونکی د خپل راپور په وروستۍ برخه کې لیکي: 

«د سیاسي چارو پوهان پوښتنه کوي چې که چېرې طالبان د هغو کسانو پر ضد چې ولس یې جنګي جنایتکاران ګڼي او محاکمه یې غواړي څه ستونزې نه لري، دا خلک خو د طالبانو د نظام له نسکورېدلو څخه وروسته تر ننه پورې نه یوازې په واک کې دي بلکې له همدې لارې په مالي او میډیایي مافیاوو باندې واوښتل، بیا نو طالبان په کوم دلیل ملکي خلک، د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونه په نښه کوي او وژني یې».

 

اوس نو پوښتنه دا ده که د تاند چلوونکي په دي قناعت رسیدلي‌ وي چې په تیرو کلونو کې همدا خلک چې دوی یې یادونه کړي په واک کې و، نو بیا یې ولي خپله پاڼه د دوی په چوپړ کې ورکړي ده.

او زه پوښتنه کوم چې دوستم او ځینې نور کسان د همدې ډلې خلک دي‌که نه؟ آیا همدا نن ورځ‌ همدا خلک د حکومت برخه دي که نه؟ که ځواب هو وي نو بیا زموږ هغه درانه لیکوالان او پوهان چې له همدغسي خلکو سره د کار کولو مخالف دي‌ او د دوی محاکمه غواړي ولي‌ نن په ارګ کې یواځي د سلاکار په نوم خوشاله دي!

تاند پاڼه چې د مرحوم پسرلي صاحب د زامنو له خوا پر مخ وړل کیږي دوی ته خو په کار ده چې ناپېیلې او د هیواد ملي ارزښتونو ته ژمن وي، بیا خو په کار نه ده چې غضنفر صاحب دي‌ په دغسي حکومت کې دنده ومني‌ چې لومړی مرستیال یې لکه چې دوی ویلي د پښتنو قاتل رشید دوستم وي او د شمال ټلوالي مهمه څیره ډاکټر عبدالله عبدالله اجرایوي رئیس او دارنګه ډیر نور هغه کسان چې په کورني جګړه کې ښکېل او نن په واک کې دي.

 

که زما اړوند لیکوالو او د نظر لرونکو له خوا کومې څرګندونې او یا لیکنې په تیر وخت کې شوې ما یې ځکه جواب نه دی ویلي چې د هغوی حق یې ګڼم،‌ ولی د یوې داسي پاڼې له خوا چې چلوونکي یې لیکوال او ادیبان وي او په رډ ډول زما نظر په بدله بڼه خپروي نو اړینه مې وګڼله چې څه ولیکم، که بیا هم زما پر لیکنه د تاند پاڼې راپور جوړوونکي خپل نظر یا تبصره کړي وای ستونزه به نه وای.

 

امید دی چې يو پر بل تورونه ونه لګوو او دا ډول د ژورنالیزم اصولو ته درناوی ولرو.

 

زما بشپړه لیکنه http://www.spogmairadio.af/articals/6509-2016-02-02-13-29-15

تاند پاڼه کې خپور شوې راپور  http://www.taand.com/archives/62889