پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

دوست دارم این وطن را !

امروز زمان آن فرارسیده است که مردم افغانستان یک‌صدا بگویند…

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

ليکنه: حميدالله بسيا په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower…

افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

«
»

بيعقلان د صلحي ګدايي کوي ؟؟

ساده ګان ، صلحه د عربو ، امريکا ، جرمني ، روس او چين ، حتي د ازبکستان او اندونيزيا په هيوادو کي لټوي
۱۸ کلن مجاهدين او طالبان چي د دوو نيمو مليونو افغانانو ويني يي تويي کړي ، او په خاورو يي ومنډلي ، او ۵۰۰۰۰۰ يي معلول او معيوب او يومليون کونډي او ۲ مليونه ماشوم يي يتيمان پريښي ( مجاهدين او طالبان )، نن د پورتنيو هيوادو په غولي ناستي تر سره کوي او د سولي ( صلحي )، ګدايي کوي ، په داسي حال کي چي که د ( ملا – طالب – مجاهدينو د رهبرانو او مشرانو په فکر او مغزو کي يوه زره عقل ، پوهه ، تلخه ، غرور او ميړانه وي چي نه وه او نشته او همدا علت دي چي موږ خارجيان ، بيګانه ګان او توطيه ګر او اسعمارګران، تروريست زبښاک ګران په خپلو خلکو باداران او فرمان روايان قبول او ټاکلي دي او قصدا مو د شمال ټلوالي په لاس اشغالګرانو ته د تجاوز او اشغال زمينه برابره کړه ، آيا افغانان (( نوشتګر – دانشمند – عالم – وطن دوست، او سياست مدار او ديپلومات او اقتصاد دان متخصيصين نه لري )) ؟؟؟؟؟؟
موږ په زرهاوو. مخترعين – دانشمندان – عالم – متخصيصين ،. دکتوران او فرو فيسران لرو ، خو بد بختانه چي اخواني او طالباني بنيادګرو مرتجع او مزدورو دين فروشانو زموږ وطن پرستانو ته مقام او څوکي ور نه کړه چي د طالب او د هغو د بادارانو سره مخامخ ناندري وهلي واي او خپلمځي افغاني ناخوالي او جنجالونه يي مخامخ حل کړي وي او ضرورت يوه توطيه ګر او بيګانه هيواد اجنټ ته نه وه ، که طالبان ، جهادي خودخواه او مزدوران طالبان د خپل حرص او آز نه تير شي او يو بل په غيږ کي ونيسي او يو دبل سره ګډه ژبه پيدا کړي هغه وخت ضرورت ځنډمنو او غير علمي خبرو ته نشته ؟؟؟
اشغالګران او مزدور پردي پرسته جهادي ډوزمار رهبران او طالبان مستقيما د ( آي اس آي او همدارنګه د ايران – روس – چين او ناتو په سر کي د آمريکا )، تر امر او فرمان لاندي نن دلته ، سبا هلته ، بله ورځ بل چيرته په ګردن پټي او سر خمي ځغلي او د صلحي ګدايي کوي ؟؟؟
په داسي حال کي چي جنګ د دوو وروڼو – دوو افغانانو – دوو مسلمانو – تر منځ دي چي ( زموږ دشمنان ورته په کمين کي دي او د هر طرف بيګانه مشاورين او بيګانه آمرين او فرمانروايان دوي لمسوي او ددوي تر منځ جنګ ته لمن وهي ، تحريکات کوي او پيسي ويشي او ډالر چي حيثيت د يوه غوښن هډوکي لري ددوو وروڼو په منځ کي اچولي او ورباندي زور آزمايي کوي ؟؟؟
طالبانو ، جهادي رهبرانو او د رهبري غړو ، حامد کرزيه او اشرف غنيه راشي خپل وجدان او خپل ګريبان ته سر ټيټ کړي (( پيسي ، کورونه ، زرهي موټران ، قصرونه ، بلند منزله بلډنګونه ،. دري او څلور ښځي ، نلغه د ليسو او پوهنتونو نجوني ، شراب او هره مياشت دتفريح له پاره دوبي ، تاشکند او تاجکستان ، صوات او منګوري ته تګ راتګ لري ، هلکان رقصوي ، رشوتونه خوري ، قاچاقبريکوي ، خلک تهديدوي او وژني ، دوسلو انبارونه لري ، خداي او رسول ته اصلا احترام نه لري ، دوه او دري حجونه مو کړي خو د پورتنيو ناوړه اعمالو او حرص او از نه توبه نه کوي ، چسپک مو په څوکيو وهلي چي بل څوک يي درنه وا نه خلي ))،؟؟
صلحه ډيره آسانه ، ډيره ساده ، بيدون له مصارفو ، په خپل وطن کي ډيره زر ممکنه ده ( نه د خليل زاد سره – نه په دوبي کي – نه په روسيه – نه په چين کي – نه په عربستان کي – نه په اندونيزيا کي – نه په تاشکند کي – نه په پاکستان کي ممکنه ده ، بلکه ډيره ممکنه په کابل جان يا ننګرهار يا قندهار – يا هرات – يا مزار کي ډيره آسانه ، ډيره ارزانه ، ډير په امن کي ، را تللي شي خو شرط يي ( پاکه ، صافه ، ريښتيني ، نارينه ، صادقانه ، اسلامي او افغاني اراده او انګيزه ده)، طالبانو هر څوک چي مشران ، صلاحيت لرونکي ، وطن پرستان ، دين او خداي ته تابع کسان ، مستقل او ناپيلي ملان ، طالبان راشي کابل ته او دلته بايد دولت ډير لکس او پاک کورونه در کړي او ټول ورځني مصارف در کړي ، د کانټيننټال – سيرينا په هوټلو کي په طول د يوي هفتي کي د ټولو موضوعاتو په هکله جروبحث وکړي او د خبرو د مخه سر تا سري اوربند اعلان کړي ، او د هفتي په اخر کي يوه دمنلو وړ چي نارينه وو او خاصتا ښځينه وو ته د منلو وړ وي فيصله ديوه پروتوکول په چوکات کي بيدون له خارجيانو امضا کړي ، که دا کار وکړي نو دواړه طرفونه وطن پرست افغانان ياست او.که دغه کار و نه کړي په رشتيا چي دواړه خواوي وطن فروشان دي ؟؟؟؟