ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

«
»

برښنايې تذکرې څه ګټې لري؟

له مياشتينې ځنډ وروسته بلاخره د برښنايې تذکرو وېش په رسمي او عملي توګه پيل او ولسمشر غني په ګډون د حکومت لوړپوړو چارواکو نوې برښنايې تذکرې واخيستلې. د ولسمشرغني او لومړۍ مېرمنې رولا غني تر څنګ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمي، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان، حنیف اتمر، قیام الدین کشاف او یو شمېر نورو چارواکو هم خپلې برښنايې تذکرې ترلاسه کړې.‌ خو بل لور ته بيا د حکومت اجرايه رياست يو ځل بيا له دغه بهير سره مخالفت وښود. اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د برښنايې تذکرو له وېش سره مخالفت وکړ او په اوسني حالت او بڼه د تذکرو وېش یې د ولس د تېرایستلو لپاره وباله. عبدالله ويلي د ولس د تېرایستلو او د انتخاباتي تبلیغاتو لپاره د وسیلې په توګه د برښنايې تذکرو وېش له پراخو اعتراضونو سره سره پیل شوی دی.

د برښنايې تذکرو له وېش سره د مخالفت خبره نوې نه ده، آن له هماغه لومړي سره چې کله د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مهال دغه طرحه وړاندې شوه نو ورسره جوخت د يو شمېر کړيو مخالفتونه هم مله ول. آن دا چې په ټول افغانستان کې يې مخالفانو او موافقانو لاريونونه ترسره کړل. نه يواځې د برښنايې تذکرو له وېش سره مخالفتونه کېدل بلکې د تذکرو په بڼه او په کې محتوياتو باندې يې هم د ولس او سياسيونو تر منځ جنجالونه تېر شول. خاصو کړيو هڅه کوله چې دغه بهير له خنډ سره مخ کړي ځکه دوی پوهېدل چې د برښنايې تذکرو په وېش سره به د حکومت دننه اصلاحات رامنځته شي او بيا به دوی ونه شي کولی چې دومره په آسانه غلاوې او چور ته ادامه ورکړي.

اوس چې د مياشتو مياشتو سياسي ناندريو وروسته بلاخره دغه ملي بهير پيل شولو نو په لويه کچه د ولس له هرکلي سره مخ شو. که څه هم اجرايه رياست يې د ولسمشر غني لخوا ټاکنيز کمپاين پیل بولي خو دلته د برښنايې تذکرو ځينو لويو ګټو ته اشاره کوو.

  1. د برښنايې تذکرو په ترلاسه کولو سره يو شخص نه شي کولی چې په يو ځان څو دانې تذکرې واخلي او يا يې د بل چا لپاره جعلې جوړې کړي چې په دې سره به په نړيواله کچه د افغانستان د پاسپورټونو ارزښت هم لوړ شي. ځکه په تېر کې د هر بل هيواد په ځانګړې توګه ايراني او پاکستاني هم کولی شول چې د تذکرو مامور ته د پيسو په مقابل کې افغاني تذکره ورکړي، خو اوس د دغو ټولو جعل کاريو مخه ونيول شوه.
  2. يو شخص د برښنايې تذکرې په ترلاسه کول سره نه شی کولی چې په يو وخت کې په څو دولتي پوسټونو کار ترسره کړي. دغه برښنايې تذکرې به د هغو بې کاره ځوانانو په حق کې عدالت تامين کړي چې دوی د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو سره سره بيا هم بېکاره او حق يې بل چا پايمال کړی و.
  3. د برښنايې تذکرو په ترلاسه کولو سره يو شخص نه شي کولی چې په يو وخت کې په ټاکنو کې څو څو ځلي رايه وکاروي. برښنايې تذکرې په روانو ټاکنو کې د شفافيت ضامن بلل کيږي.
  4. د برښنايې تذکرو په ترلاسه کولو سره د خيالي معلمانو، خيالي ښوونځيو، خيالي سربازانو، خيالي معلولانو او خيالي تشکيلاتو مخنيوی ترسره کیږي. د برښنايې تذکرو په ترلاسه کولو سره يو قوماندان نه شي کولی چې د څو سربازانو معاش خپل شخصي جيب ته واچوي.
  5. د برښنايې تذکرو وېش د برښنايې حکومتولۍ لپاره اړين ګام دی هغه څه چې په ټوله نړۍ کې د ښې حکومتولۍ اصل بلل کيږي. په اوسني وخت کې چې د ټکنالوژۍ عصر دی يو دولت کولی شي چې د حکومتي چارو په برښنايې کولو سره د هيواد چارې په سمه توګه او له فساده پرته ترسره کړي.
  6. د برښنايې تذکرو وېش کولی شي چې په ټول هيواد کې د ټولنيز عدالت د تامين سبب شي. ځکه د دغو تذکرو په ترلاسه کولو سره په هيواد کې د هر ميشت قوم دقيق شمېر معلوميدلی شي او بيا به هيڅ قوم په حکومت کې د خپل حق څخه اضافه دحق غوښتلو دعوه نه شي کولی. ځکه د تذکرو له مخې به د هر قوم سهميه معلومه وي او حکومت هم په اسانۍ کولی شي چې په ټول افغانستان کې خلکو ته په عادلانه توګه خدمات وړاندې کړي.
  7. برښنايې تذکرې کولی شي چې په هيواد کې د پرديو په خوښه د هويت پر سر راپورته شوی جنجال پايته ورسوي. په دغو برښنايې تذکرو کې د هيواد د لويو قومونو نومونه ذکر شوي دي چې هر څوک کولی شي خپل قوميت په کې معلوم کړي. د همدې له مخې کيدلی شي چې په هيواد کې د قومونو د اقليت او اکثريت ستونزه هواره شي.
  8. د برښنايې تذکرو په ترلاسه کولو سره به په ښارياتو کې د جنايې جرمونو کچه راټيټه شي. ځکه که هر څوک جرم کوي نو د تذکرې له مخې به معلوميږي چې څوک او د چا زوی او د کومې سيمې اوسيدونکی دی.

لیکنه : خوشحال آصفي