قسمتونه په تدبیربدلیږي نه
په تدبیرد چا تقدیربدلیږي نه
له ازله چی غلام وي پیداشوی
له غلامه په امیربدلیږي نه
که ېې ټول عمرھرڅوک ستاینه وکړي
په ستاینه ھیڅ خنځیربدلیږي نه
په ظاھربه په ټګیوځان بدل کړي
په تزویرد چا ضمیربدلیږي نه
زه د حق په لاره ځم وړاندې روان یم
د مزل مې ھیڅ مسیربدلیږي نه
که د ھرشاعرد خولې تقریربدل شي
خوزما د خولې تقریربدلیږي نه
زه قیام پخپل قلم حقیقت لیکم
د قلم مې ھیڅ تحریربدلیږي نه
الحاج الھام الدین قیام
10/11/15