اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

«
»

ایا ریښتیا اجرایه ریاست د چا ډالۍ نه ده؟

په هېواد کې د ځینو تازه پرمختیاوو سره په تړاو، د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې د افغان حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله ویلي « د اجرائیه ریاست څوکۍ “خیالي او تشریفاتي نده” او نه هم د چا یا کومې ډلې لخوا ورته په ډالۍ ورکړل شوېده.»

اوس له ټولټاکنو نږدې یو کال او د ملي یووالي له حکومته چې عبدالله عبدالله يي اجرایوي رییس دی، څه دپاسه شپږ میاشتې تیریږي. په داسې وخت چې هېواد کې د سولې او امنیت چارې د حکومت په ورځنۍ سترې دندې بدلیږي او طالب سره د سولې خبرې اترې او بلخوا د نه پخلاکېدونکي وسلوال دوښمن، د القاعده د پاتېشونو او د راروان داعش سره جګړه نوی ابعاد نیسي، د عبدالله او د هغې ډلې له لوري، په حکومت کې د چوکیو پر سرلاهم ناندرۍ او له رسیدلي حکومتي پست څخه د ډالۍ تعبیر او له هغه خیالي او تشریفاتي انځور کښل، د هېواد د کومې ستونزې په حل کې مرسته کولای شي!

عبدالله عبدالله  چې اوس دا خبره د امریکا اشنا راډیو سره کوي چې اجراییوي پست ورته نه چا اویا کومې ډلې ډالۍ کړی، دا خبره به يي هغه مهال کړی وای چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري ترڅنګ ولاړ وو او جان کیری ورته وویل« غني د هیڅ قانون او یا مخکیني شرط پر بنسټ، د واک ویش او د ملي یووالي حکومت ته اړتیا نه درلوده، خو هغه ( اشرف غني) دا کار د افغانستان د لوړو ګټو لپاره وکړ او په دې اند وو چې د پرمختګ لپاره دا تر تولو غوره لار ده»

عبدالله هغه مهال نه یوازې دا چې د ډالۍ ، خیالي او تشریفاتي پست کلمې يي پر ژبه رانه وړي او د خوښۍ اوبشپېړې رضا په بڼه چوپ پاتې وو، بلکې هملته يي د ماښمنۍ ډوډۍ په وخت د ولسمشر اشرف غني او جان کیري ترڅنګ وویل« « ابتدا به تشکیل حکومت وحدت ملي باور نداشتم، اما اکنون در همکاري به رییس جمهور غني متعهد به خدمت در افغانستان میباشم»

جان کیری پخپلو نوموړو څرګندونو کې عبدالله او د هغې ډلې ته دا هم ور په یاد کړه چې ټاکنو کې بریالي ټیم تاسو په واک کې ځان سره شریک کړۍ ، که نه بریالي ټیم ځانته هم حکومت جوړولای شو او په هغه صورت کې به عبدالله او د هغه ډلې ته یوازې د اپوزیسیون لار پاتې وای!

داسې ښکاري، کله چې پر عبدالله د خپلې ډلې فشار نه وي او ځانته وي، یو څه وايي خو کله چې د ډلې په منځ کې وي بیا د خپلو کړو ژمنو او خبرو خلاف غږیږي. البته دا یو ځل نه دی، یوازې په تېر یوه کال کې په وار وار داسې لېدل شوي او ښايي دا لړۍ به نوره هم ادامه ولري!

امریکا غږ اشنا راډیو سره عبدالله خپله تازه مرکه کې، نه یوازې امریکا کې په سفر د خپلو څرګندونو او ژمنو پر خلاف دریځ نیولی، بلکې نوموړي اوس د خپلې دې خبرې« اما اکنون در همکاري به رییس جمهور غني متعهد به خدمت در افغانستان میباشم» پرځای، غواړي د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت ستنې ولړزوي او څونه چې کولای شي په افغان ټولنه کې حکومت ناکام او بدنام وروپېژني!

دا چې له نوموړې راډیو سره په مرکه کې عبدالله وايی “د ملي یو والي په حکومت کې موږ خپله خبره لرو، خپل غږ لرو او خپل ځای لرو او له دې ځای څخه د افغانستان د خلکود عزت لپاره، د حق لپاره، د کرامت لپاره، او د افغانستان د خلکو د ارمانونو د پوره کولو لپاره ګټه اخلو”.

البته دا په دې مانا نه ده چې عبدالله او ډله به يي په حکومت کې دننه بل حکومت جوړوي او له دې بل حکومت څخه به بیا  پخپله خوښه او زړه خبرې لري، غږ به لري او ځای به لري!

عبدالله به د ولسمشر غني په مشرۍ د واحد حکومت د اجراییوي چارو دنده مخې ته وړي، د ولسمشر غني په فرمان او لاسلیک دغه پست رامنځته شوي، ولسمشر ته په راپور ورکولو مکلف او مسول دی. بلخوا عبدالله به د اشرف غني په مشرۍ د واحد حکومت تګلار مخې ته وړي، په تګلار او دریځ کې عبدالله خپلواک نه دی او هغه د هغې تګلارې پابند ګڼل کیږي چې د اشرف غني په مشرۍ وړاندې کیږی!

عبدالله عبدالله د ملي یوالي د حکومت د پالیسۍ د یوې برخې ( هغه هم اجراییوي برخه) اجراکوونکی دی، نه پالیسي میکر!

له بده مرغه، له ټولټاکنو او د ملي یووالي د حکومت له جوړښته روسته په تېرو څو میاشتو کې عبدالله او ډله يی یوازې د ټاکنو کمیسیون د بدلولو او په حکومت کې د خپلو کسانو په ټومبلو بوخته ده. د هېواد امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو ته يي شا ده. بلخوا يي دولت هم په همدغو چارو بوخت ساتلی او د هېواد او ټولنې د بنسټېزو ستونزو په حل کې، دولت ګام اخیستلو ته نه پریږدي!

همداراز ټوله هڅه يي دا ده چې اغلې شکریه بارکزۍ د ټاکنو د سمون کمیسیون مشره نه شي او ارکانحرب محمد افضل لودین خو يي د ایران او پنجاب د خوښۍ لپاره، د ملي دفاع وزارت له نوماندۍ پښیمانه کړ!

داسې ښکاري چې د فرخندې په وژلو کې د عبدالرب  رسول سیاف او اسماعیل خان د معنادارې چوپتیا روسته د جهاد ټیکداري اجراییه رییس عبدالله عبدالله پخپله غاړه اخیستې وي. د عبدالله  ډله نظار شورا پخوا هم تل د جهاد او مقاومت په استازیتوب غږېده. نورو مجاهدینو ورته هم څه نه ویل او داسې ښکاریده چې پخپله چوپتیا کې یې یا رضا وه او یايي دې ډلې ته له ډاره څه نه شول ویلای!

نن هم ډیرکي پخواني بیوزلي مجهادین چاودلې پوندې او وچې شونډې ګرځي او په استازیتوب يي د نظارشورا څو تنه لنډه غر، سیاف خېل او اسماعیل خان د شیخانو په جوړ جنت، دوبۍ، ترکیه، هند او یوروپ کې چړچې او بدلمني کوي!

نن هم د دوی په اصطلاح د پخواني کمونیست حکومت هغه لوړپوړي پوځي چارواکي چې نظارشورا يي په ډولۍ کې، پخپلو اوږو له مزاره راپورته او په کابل يي واکمنه کړه، مجاهد کبیر او خالد بن ولید دي، خوهغوی چې بیا د نظارشورا د سیکټاریستي او سمتي ګټو خلاف دي، کمونیست او لویدیځ پال بلل کیږي!

افسوس د هغه ساده ګانو او بېړاګانو په حال چې اوس هم د دغو درواغجنو مجاهدینو لوبو او نخرو ته لاس تر زنې ناست دي او بیا بیا غولیږي او خرڅیږي!

د ۲۰۱۵ کال د اپریل ۸ مه

سرلوڅ مرادزی