مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

«
»

اوس به سياسي خبرې د افغانستان مساله حل کړي؟

ولسمشر غني د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په اتلسمه غونډه کې ويلي افغانستان کې له سیاسي لارې د جګړې درېدل غواړو. ولسمشر ويلي، افغان حکومت چمتو دی چې د جګړې د ختمېدو لپاره له وسله والو طالبانو سره سوله وکړي. غني ټينګار کړی چې دی چمتو دی چې له سیاسي حل لارې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د موقت اوربند څخه وروسته، له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو او د دايمي سولې لپاره د خلکو هيلې زياتې شوي دي. تېره ورځ د طالبانو د ملا محمد رسول اخوند ډلې هم تر نامعلومې مودې پورې اوربند اعلان کړ. د طالبانو لخوا د اوربند منلو يو ځل بيا دا هيلې ژوندۍ کړي چې ګويا وسله وال طالبان هم سياسي مبارزې ته مخه کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې رښتيا هم د افغانستان مساله له سياسي لارې حل کېدلی شي؟

لسيزې کيږي چې افغانستان د جګړو په داسې اور کې سوځي چې يواځې ايرې يې افغانستان ته پاتې کیږي او نور له اوره او تودوخې يې پردي هيوادونه ګټه پورته کوي. کلونه وشول چې دلته روانې جګړې ته د اصلي لوبغاړو لخوا د وخت د ضرورت پر اساس نوم ورکول کيږي او عاملين يې بدليږي رابدليږي. یعنې په اويايمه لسيزه کې ورته د جهاد نوم ورکړ او عاملين يې مجاهدين وبلل، چا څوک اشرار، چا څوک خلقيان، چا څوک پرچمیان، چا څوک د روس لاسپوڅي، چا څوک د پاکستان لاسپوڅي او چا څوک د دين خادمان او د اسلام ساتونکي بلل، خو له بده مرغه چې افغانستان ته يې ټولو يو شان زيان اړولی دی فقط په دې توپير چې چا زيات او چا نسبتاً کم اړولی دی.

بيا له هغې راوروسته تر ننه دغې مردارې جګړې ته تر ډېره د اصلي لوبغاړو لخوا مذهبي نوم ورکول شوی او د وخت په تېرېدو سره يې لوبغاړي بدل، بېرغ بدل او نوم يې بدل شوی دی. څوک د طالب، څوک د القاعده، څوک د داعش او څوک په بل نوم د جګړې ميدان ته راښکته کړل شول. دغه ترهګرې ډلې بيا د پخوانيو په پرتله پرمختللې او په عصري ټکنالوژۍ سنبالې د افغان وژنې لپاره استول شوې دي. دغو ټولو اوسنيو او پخوانيو ترهګرو ډلو يواځې په جګړې تکيه کړې او يواځې يې د ټوپک زور کارولی دی. په مقابل کې يې د وخت افغان حکومتونو هم تر ډېره د جګړې په ډګر کې په ماتولو تکيه کړې ده.

دا چې ولې ترهګرو ډلو يواځې د جګړې لار غوره بللې ده، دليل يې همدا دی چې د دښمن لخوا په مذهبي خنجر وهل شوی دی. ځکه اکثريت افغان ولس مو پرته له دې چې د حق او باطل تفکيک وکړي؛ د دښمن لخوا په مرداره جګړه کې چې مذهبي نوم ورکړل شوی دی؛ ښکته شوی دی. په دې برخه کې د شهيدا ډاکټر نجيب الله واکمني ښه بېلګه يادولی شو چې مرحوم به ويل، زه د دښمن له ګوزار ته ځواب ويلی شم، هرې وسلې مقابله يې کولی شم خو دښمن راڅخه يو متر محراب نيولی دی او تر هغې چې منبر او محراب د دښمن په لاس کې وي؛ د جګړې ختمول ستونزمن کار دی.

اوس چې په کابل کې په زرګونو ديني عالمان راټول شول او ټولو په يو غږ په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ځانمرګي يې حرام وبلل نو د ډاکټر نجيب الله مړو هيلو ته يې ساه پوه کړله. مانا دا چې منبر او محراب مو له دښمن ونيول او ديني عالمانو د حق ناره پورته او د روانې جګړې اصليت يې خلکو ته روښانه کړ. دغې فتوا د وسله والو مخالفانو څخه په افغانستان کې د روانې جګړې جواز واخيست او په ټوله مانا يې وسله وال بې وسلې کړل.

کابل کې د ۲۵۰۰ ديني عالمانو فتوا په افغانستان کې د جنګ کيفيت بدل او د وسله والو مخالفانو د جګړې تير يې رامات کړ. اوس هغه مفکوره رد شوه چې ګنې دلته روانه جګړه مذهبي رنګ لري. اوس خلک پوه شول وسله وال جګړه ماران په غلطه لار روان دي. په ټوله کې دغې فتوا وسله والو مخالفانو او د هغوی روانه جګړه په بشپړه توګه وننګوله. اوس وسله والو ته هم د پوځي لار پر ځای سياسي مبارزه قوي آپشن ښکاري. د ديني عالمانو دغې فتوا په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو د جګړې رنګ پيکه او دا احتمال يې زیات کړ چې ترهګرې جنګې ډلې دې خپل لار بدله او سياسي مبارزه شروع کړي. په خپله د ولسمشر غني لخوا د اوربند له اعلان وروسته د وسله والو طالبانو لخوا د اوربند اعلانول زما دغې ادعا ته کره والی ورکوي.

لیکنه : خوشحال آصفي