کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

اهل نفاق ماتې وخوړه!

افغان ګل 

په مشورتي لویه جرګه کې اهل نفاق او منافقینو ماتې وخوړه.

الله ج انشاالله نور افغانستان ته خپله اراده نېکه کړې ده. د بې باورۍ حالت کرار کرار په کمېدو دی او باطل خپل ځای کرار کرار حق ته خوشې کوي.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په هکله هرچا یوه نه یوه اندېښنه درلوده.

د ولس اندېښنه دا وه، چې اهل نفاق لویه جرګه سبوتاژ او د باطل لور ته یو نسي، د سولې پرځای د جګړې د دوام لپاره یې ونه کاروي او سولې ته پرې خنډ وا نه چوي. که څه هم د جرګې په داخل او بهر کې داسې هڅې ترسره شوې، خو د چا وس پرې ونه رسېده. یوشمېر اهل د نفاقو دغه جرګه تحریم کړه، یوشمېر نورو بیا د جرګې په وروستۍ ورځ د جرګې درې مهمې غوښتنې(د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش اعلان، د سولې شورا په نوم، د سولې د مخنیوي شورا د تړلو او له حکومت څخه د فاسدانو د شړلو غوښتنې) له اعلامیې وغورځولې، خو بیا هم جرګې وکولای شول خپل پیغام، ولس او نړۍ ته ورسوي.

د ولس غوښتنه له دې جرګې دا وه چې حکومت او نړۍ ته ووايي، چې نور پر افغان ولس تپل شوې جګړه باید پای ته ورسوي او د جګړې ټول اسباب او وسایل له منځه یوسي، لکه صادر شوي نومونه او ناروا تبلیغات، د بهرنیو ځواکونو شتون او راتپل شوی د زورمندانو، فسادسالارانو او بداخلاقو ناروا واک.

د حکومت اندېښنه دا وه چې ګوندې ولس ورسره لکه د یوه پردي او رټل شوي حکمي شخصیت په توګه چلند ونه کړي او د دوی دغه کار د حکومت په وړاندې د اهل نفاقو موقف نور هم پیاوړی نه کړي؛ خو جرګې په دې برخه کې خپل رغنده رول په پوره امانتدارۍ او زړورتیا ولوباوه او په حکومت کې متفقینو ته یې پیغام واستوه، چې دوی دې له ولس نه اندېښنه نه لري، ځکه ولس محاسبه او قوه د تفکیک لري، د متفقینو او اهل نفاق ترمنځ پوره توپیر کولای شي. یعنې هغوی چې اهل د نفاق نه دي، د ولس بچي او ولس ته وفاداره دي، هغوی اوس هم په ولس کې ځای لري او د دوی خادمین دي او ورته د اندېښنې ځای نشته او

د دوی پرځای هغوی دې اندېښنه ولري، چې اهل د نفاق دي او د یوشمېر پردیو سفارتونو د حمایت، ټوپک، ناروا پیسو، باډي ګارد، ډلو، ټپلو، غصب، واک، تیري، څوکۍ او ظلم پرمټ دغه ملت د محرومیت، مظلومیت، بې ننګۍ، بې عزتۍ او بې پتۍ ګودال ته ټېل وهلی.

لویې جرګې روښانه پیغام ورکړ چې حکومت او نظام زموږ خپل حکومت او نظام دی، جوړوونکي یې موږ وو، قربانۍ مو ورته ورکړي، سرښندنې مو ورته کړي، اصول او قوانین مو ورته وضع کړي؛ خو پاک لاسي، مهربانه، په کار پوه، متعهد او وفاداره چارواکي ورته غواړو، نه هغه چارواکي چې دغه نظام او حکومت یې یرغمل کړی، خپل شخصي سهامي شرکت یې بولي، له واک او څوکۍ نه په ګټه خپل جېبونه ډکوي، ځمکې غصبوي، د خلکو لوڼې او ناموس د سکرتریت په پلمه په کنیزۍ نیسي او د خپلې ساتېرۍ وسیله یې ګرځوي، د ولس په پیسو بهر او دوبۍ ته ورځي او خپله عیاشي پرې کوي او په ټول هېواد کې د فحشا او فساد د دودولو هڅې پرمخ بیايي. یعنې اس زموږ خپل دی، خو کته یې بدلول غواړي.

همدا وو چې لویې جرګې پرېکړه وکړه، چې اساسي قانون، اسلامي جمهوریت، د واک ټاکنیز سیستم یې سرې کرښې دي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د سولې د خبرو او پخلاینې په نوم یې قرباني او معامله کړي.

هغوی چې پوهېدل نور په ملت کې ځای نه لري، رټل شوي دي، نو ډېری یې یا جرګې ته رانغلل او یا یې جرګه تحریم کړه.

دوی که د حکومت په لیکو کې وو او که د طالبانو په لیکو کې، خو جرګې دوی ته په ډاګه وویل، چې نور دې له خپلې خدعې، پلمو، واک، حکومت او سولې له یرغمله، جګړو او نفاقه لاس واخلي، د ولس او سولې له مخې دې لرې شي او خلکو ته اجازه ورکړي چې د ورورګلوۍ او سولې په فضا کې په مینه او محبت سره واوسېږي.

جرګې همداراز وویل چې د یوه مسلمان ملت په توګه دوی تر بل هرچا د رسنیو او بیان ازادۍ، د ښځو او بشري حقونو او استلزاماتو اهمیت ښه درکولای شي او دا لاسته راوړنې به په هېڅ قېمت له لاسه ور نه کړي او سوله نه دا چې د دې ارزښتونو د ورکړې په معنا نه ده، بلکې د دې ارزښتونو د ساتنې او پیاوړتیا په معنا ده.

دوی له رسنیو وغوښتل چې نور هم خپل رسالت ته متوجه شي، د اهل نفاق د لاسونو آله ونه ګرځئ، خپله لهجه نوره هم نرمه او د پخلاینې وسیله وګرځوي.

جرګې وویل چې ملي امنیتي ځواکونه د ولس بچیان او د همدغه بېوزله خلکو اولادونه دي او د هېڅ یو زورمند، وزیر، رييس، جهادي رهبر، قوماندان، فساد سالار او غاصب اولادونه په کې نشته او دغه ځواکونه په یو نه یو ډول د خپل هېواد له پولو، اسلامي او ملي نوامیسو، ارزښتونو، قانون له تنفیذ، امنیت او پرمختګ نه ساتنه کوي، نه دا چې له منځه به نه ځي، بلکې د طالبانو ځواکونه به هم ورسره مدغم کېږی، د مفسدینو او زورمندانو له یرغمله به خلاصېږي، ازادۍ ته به رسېږي او په دې توګه به نور هم پیاوړي کېږي.

 د همدغه وړاندوینې او پلان له مخې وه چې جرګې په ډاګه کړه د یوه پیاوړي او خپلواکه ملي وسله وال ځواک په شتون کې د هېواد امنیت ساتل کېدای شي او د بهرنیو ځواکونو د شتون اړتیا منتفي کېږي او له دې سره سم بهرني ځواکونه باید په مسوولانه ډول افغانستان پرېږدي او د یوه مهال وېش له مخې خپلو هېوادونو ته وګرځي.

د یو سرلوړي، تاریخي او بافرهنګه ملت په توګه، دوی هېڅ هېواد ته ونه ویل چې د افغانستان دښمن دی، هغوی چې په رښتینتوب سره د افغانستان تر څنګه ولاړ وو له هغوی یې مننه وکړه او ویې ویل چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره رښتینې او صمیمانه اړیکې غواړي.

سره له دې چې د یوه مهالوېش له مخې له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو غوښتنه د لویې جرګې د ټولو ۵۱ کاري کمېټو د ګزارشونو سرټکی و، خو په اعلامیه کې د جرګې دې غوښتنې ته ځای ور نه کړ شو او لاملونه یې هم په ډاګه نه شول چې ولې دغه غوښتنه په اعلامیه کې رانغله.

که دې مسالې ته په ډېرې خوشبینۍ سره وګورو، نو کېدای شي د دې لپاره یې له اعلاميې غورځولې وي چې د قطر د سولې پر خبرو، چې هم مهاله له جرګې سره پرمخ تلې، ناوړه اغېز ونه کړي؛ خو بیا هم دغه د ولس او جرګې غوښتنه وه او باید په روښانه ټکو او قوت سره په اعلامیه کې راغلې وای.

 له بلې خوا، دغه یوه حساسه مساله هم ده، ځکه د چین، روسیې او امریکې د درې اړخیزې غونډې پرېکړه هم ده او هم طالبان یې د سولې لپاره خپل لومړنی شرط ګڼي.

ولس هم له دې مسالې سره ډېر حساسه دی، ځکه په تېرو ۱۹ کلونو کې کورنیو او بهرنیو اهلو د نفاق او جګړې، مافیا او حرفوي مفسدانو د بهرنیو ځواکونو له موقفه د افغان ولس په وړاندې ناوړه ګټه پورته کړه، د هغوی شتون، مالي امکانات او پوځي غښتلتیا یې د ځانونو د ناروا واک، شتمنېدو، بقا او د حکومت او ولس د محکومیت او یرغملتیا لپاره وکارول.

افغان ولس له طالبانو سره په یو غږ د بهرنیو ځواکونو شتون او د مفسدانو او اهل نفاق ناروا واک او بقا نور په خپل هېواد کې نه غواړي، دوی ته په مخه ښه وايي او کومه جفا چې رامنځته شوې د اهلو د نفاق، مفسدانو او زورمندانو چالاکي او د بهرنیانو تېروتنه او دوپه کېدل بولي، نو ځکه کومه دښمني ورسره نه لري او د دوی د تېروتنو د جبیره کولو په هدف د یوه فرصت په توګه، په راتلونکي کې ورسره د ښه اړیکو غوښتونکي دي.

که څه هم جرګې د عمومي بښنې غوښتنه وکړه، خو دا چې په کورنۍ او بهرنۍ کچه د اهلو د نفاق، مفسدانو، جګړه ییزې مافیا او زورمندانو ګواښ نه دی منتفي شوی او دوی به خامخا د سولې مخالفت او مخنیوی کوي او دا چې ترحم پر ظالمانو پر مظلومانو د بې رحمۍ سبب نه شي او  په راتلونکي کې ظلم او زورواکي د ټولنې یو دود ونه ګرځي، نو دا کار د اوس لپاره یوڅه ناشونی ښکاري.

یوشمېر رسنیو د جرګې د پرېکړو د اجرایوي ضمانت په ډېره اندېښنه درلوده او له سیاسي کارپوهانو یې پخپلو بحثونو کې پوښتل چې  د دې جرګې د پرېکړو اجرایوي ضمانت به څوک کوي.

که څه هم ولسمشر د جرګې په وروستۍ ورځ وویل چې دغه اعلامیه به زموږ د سولې د لارې نقشه او پلان وي، خو په دې سربېره خپله ولس د دې اجرایوي ضمانت دی، سوله نور یقینې شوې، په کورنۍ او بهرنۍ کچه ډېری ولسونه یې غوښتونکي دي او انشاالله په شا ګرځېدونکې نه ده.