بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

«
»

امرالله صالح له « برنامې څخه شبنامې ته »!

  

د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په لومړۍ ورځ، د ټاکنو د دوهم پړاو د کمپاین په پیل کې، د تحول او تداوم ټیم مشر اشرف غني پخپله وینا کې وویل: ده سره د شبنامې پرځای برنامه، د اخطارپرځای سوله، د ګواښلو پرځای یوبل منل، ځای لري.

د برنامې پرځای د شبنامو یادونه، په حقیقت کې ډاکټر صیب  اشرف غني هغه شپې پاڼو ته ګوته نیسي چې په پنجشیر کې د تحول او تداوم ټیم په مخالفت خپرې شوې وې. په دې اړه د افغان ځواک خبرخونه وايي:

« شبنامې او په دې اړه ډيرې خبرې وروسته تر هغه را پورته شوې، چې تر دې مخکې د عبدالله ټاکنيز ټيم په پنجشير کې له دې پاڼو کار اخیستی و او خلک يي ښاغلي غني ته د رايي نه ورکړې ته هڅولې وو.

په لومړي سر کې ويل کيدل چې دا شپې پاڼې ( شبنامې ) به جوړې شوي او يوازې به په ټولنيزو پاڼو کې وي، خو روسته د ښاغلی عبدالله ټاکنيزټيم  ومنله چې دا کار د دوی ځينو پلويانو کړی او دوی يي مني چې يادې پاڼې د دوی دي.»

البته دا باید هېره نکړو چې دعبدالله ټیم ددې شپې پاڼو په خپراوي، په اسانۍ او ساده توګه اعتراف ونه کړ، بلکې دا اعتراف د تحول او تداوم ټیم په پرلپسې ټينګار او د کره لاسوندونو په مټ، ترسره شو!

ددې لیکنې سرلیک له دې پېښې سره تړاو لري، اوس اصلې خبرې ته راګرځم.

په ټاکنو کې هر ټیم یا نوماند ته د رایې ورکړه، د هر وګړي مدني حق او له نیوکې خوندي دی. دلته نیوکه، د امرالله صالح شخصي حق ته نه ده په نښه شوې، بلکې دده پشان هغه څوک یادیږي چې د روڼ اندۍ لاپې وهي او غواړي ټولنې ته ځان د مخکښ او مختازي پتوګه وروپيژني، خو مخکې له دې چې ولس سره يي د ژمنلیک رنګ وچ شي او یايي د ژمنو اوخبرو غږ د اوریدونکو له غوږو ووځي، خپلو ژمنو ته شا اړوي او د خپلې رسواۍ تشت پخپله له بامه راغورځوي!

په یو تازه خبر کې لولو « د استخباراتو پخوانی رييس امر الله صالح له عبدالله عبدالله سره ملګري شو. ګومان نه کېږي چې نوموړی په ولس کې موقف ولري خو امرالله صالح ته د یوه روشنفکر او تجربه کار شخصیت په سترګه کتل کېږي چې په پنجشېر کې زیات ملګري لري. تاند»

خو په اصطلاح دغه روشنفکر او تجربه کار! امرالله صالح لږ مهال وړاندې په یوه غونډه کې د ډاکټر اشرف غني او د هغه د تګلارو د ستایلو په اړه ویلې وو« ما در دوران طالب ها، در دوران جهاد صفت های باخود داشتیم. صلحشور هستیم، خواهر ما شعر خوانده، دریايی طوفاني هستیم، از دور دشمن را میزنیم. ولی در بین افغانها کس دیګریکه یک دیدګا راترسیم کنند که ما نفت داریم، سرمایه داریم، تاریخ داریم و این احساسات و این روز بخاطر طوفانی، در عین زمان میتواند یک روزی بخاطر سرسبزی و ابادي هم باشد، اسفاده کند، این نیاز به یک ادبیات نو داشت.

این ادبیات را در افغانستان ډاکټر صیب اشرف غنی احمدزی معرفی کرده.»

دغه وینا په یوټیوب کې په اسانۍ د پیداکېدو وړده.

اوس پوښتنه دا ده چې امرالله صالح څنګه په روښانه ورځ اوښ په بډه وهي او د اشرف غني له روښانې برنامې څخه چې خپله يي په تفسیر کې افغانانو ته ژبه لکه میږي خورک مرغه، (۱) اوږده کړې وه، په یوه ګام او توره شپه، په پنجشیر کې د اشرف غني پر ضد د خپرې شوې شبنامې خپروونکو ته پنا وړي؟

همدارنګه د ملي امنیت دې پخواني مشر د « حرکت جدید به سوی جهاد اکبر یعنی نجات افغانستان از چنګال ایرانیها و پاکستانی ها »  په یوه تبصره کې چې څه مهال مخکې ما په خپله یوه لیکنه کې ترې یادونه هم کړې وه، ویلي وو:« حمایت من از داکتر اشرف غنی بخاطری است که من در وجودش تمام ارزشها را میبینم. اګرمیخواهید یک افغانستان مستقل ازاد و بدون تعصبات قومی، لسانی داشته باشید با ما یکجا شوید و اینرا هم به یاد داشته باشید که تمام جهان خوشبین برای برنده شدن داکتر اشرف غنی است. تمام کمک ها جلب میشود بخاطریکه یک تیم پاک و با عتماد از جامعه بین المللی را با خود داریم و برنده استیم. لعنت به کسانی کی دامن به تعصب میزنند. با احترام امرلله صالح. د انټرنیټ له زیرمو څخه»

دلته بیا هم  امرالله صالح غواړي افغانانو ته دوکه ورکړي او هغه ټیم سره یوځای کیږي چې د خپل مخکیني بیان خلاف د قومي او ژبنیو تعصباتو پر بنسټ رامنځته شوی!

که دده په وینا « یک افغانستان مستقل ازاد و بدون تعصبات قومی، لسانی» د اشرف غني پر محور او تګلار جوړېدای شي او « که تمام جهان خوشبین برای برنده شدن داکتر اشرف غنی است. تمام کمک ها جلب میشود بخاطریکه یک تیم پاک و با عتماد از جامعه بین المللی را با خود داریم»

نو بیا څنګه او ولې د عبدالله ټيم سره د خپلو ویناوو پرخلاف، یوځای کیږي؟

دلته ډېرې نورې پوښتنې هم رامنځته کېدای شي:

ــ ایا امرالله صالح د اشرف غني په اړه دا څرګندونې په تصادفي ډول او که د پوهاوي او باور له مخې کړي؟

ــ ایا د اشرف غني په اړه مثبتې څرګندونې او په عمل کې د عبدالله ملاتړ او لوری نیول، کومه استخباراتي لوبه نه ده؟

ــ ایا د داسې کسانو په ورتګ سره د عبدالله ټیم د افغانانو په وړاندې له پخوا زیاته خپله وړتیا او ژمنتیا له لاسه نه ورکوي؟

که ددې پوښتنو ځواب هرڅه وي، یوه خبره بیخي روښانه ده چې د عبدالله ټیم د هیواد لپاره نه کړنلار لري او نه مخ او نه د افغانستان ملي ګټو ته د ژمنو کسانو ټیم دی!

دغه ټیم د هغو کسانو ټولګه ده چې د تګلارې پرځای په سبوتاژ، افغانانو ته په رڼا ورځ د خپلو موخو د بیان پرځای په شپې پاڼو، د سولې پرځای د ګواښونو او د افغانانو د یووالي او پيوستون پرځای د بېلښت او نفاق خبرې کوي!

افغانان باید دغه درواغجن، ژبماتي او شاتګپال ټیم ته رایه ورنکړي او د خپلو رایو په مټ د هغې توطيي مخه ونیسی چې ددې ټیم په بریا کې، افغانستان او افغانانو ته متوجه ده!

يادونه:

( ۱ )  میږي خورک داسې یو مرغه دی چې د ونو او بوټو په پټه برخه کې ځای په ځای کیږي او خپله ژبه چې نسبتآ اوږده ده راباسي، میږتانه او نور حشرات لومړي پرخپله غځولې ژبه راټولوي او بیا يي په یوار سره له ستوني تیروي.

د ۲۰۱۴ کال د مۍ ۲۳ مه

سرلوڅ مرادزی