ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

«
»

الوتنې، بیې او د افغان هوایې شرکتونو رکود

ملا عبدالسلام ضعیف

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

 

دا چې اوس وخت کې زموږ د ګران هیواد ډیری وګړي او مسافر د خلیج عربي  او نوري نړۍ هیوادونو ته  د هوا د لاري
سفرونه کوي، اړینه ده چې د هیوادوالو مصارفو او اسانتیاوو ته پوره او جدي پاملرنه وسي.

په هیواد کې تر ټولو ستر هوایې شرکت آریانا افغان لرو، چې په حقیقت کې د هیواد له پاره لویه شتمني وه او ده، ولي په ورستیو وختونو کې د هیوادوالو د ستونزو د حل او یو سالم رقابت په موخه څلور نور کورني هوایې شرکتونه هم جوړسول ( پامیر،کام آیر، صافی او افغان جیټ). ډیر ښه پرمختګ وه، بدبختانه دعلمي کدر د نشتوالي، اداري فساد او د شخصي حرص له کبله آریانا افغان هوایې شرکت ډیره شاته پاته سوه، علمي کدر يې په شخصي شرکتونو کې  د لوړ امتیاز تر لاسه کولو له امله جذب، کورني او بهرني پروازونه يې محدود،کیفیت ته نه پاملرنه، ناسم مدیریت او ګډوډې په نتیجه کې تر ډیره یاد شرکت د رکود خواته نږدې سو، خو د دې رقابت سره سره د بهرنیو هیوادونو هوایې شرکتونو ته هم ښه او ارزانه مارکیټ په لاس ورغی، په ځانګړي توګه د متحده عرب اماراتو دري هوایې شرکتونو  افغانستان کې فعالیت پیل کړ، امارات، فلای دبۍ او العربیة، لږ وخت وروسته ترکیش، آیرانډیا او سپایس جيټ هم خپل فعالیت پیل کړ.

یوازي العربیة هوایې شرکت چې د شارجې څخه یې ورځنۍ الوتنې کابل ته در لودي، د ځینو ستونزو له امله یې خپل فعالیت په  ټپه ودراوه، نور شرکتونه لا تراوسه هم ښه فعال او له کابل څه نورو هیوادونو ته الوتنې لري.
داچې د افغانستان هوایې شرکتونه تر شا لوی او قوي ملاتړ نه لري، د داسي قوي او لويو نړیوالو شرکتونو سره په رقابت کې وو چې هم یې قوي هیوادونه تر شا ولاړ او  هم یې اقتصادي قوت درلود، افغان هوایې شرکتونه په کراره کراره دیوه نه جبرانیدونکي تاوان په منلو سره، یا خو د رقابت څخه ولویدل او یا هم سقوط سوو، پامیر او صافی هوایې شرکتونه سقوط سول، د سقوط سره سره په لسګونو ملیونه ډالره خساره هم ورته واوښتله. کام آیر په ډیرکمزوري حالت کې دی، افغان جیټ لا تر دې مهاله په کور دننه الوتني لري، د دوی د دغه سقوط په اړه که څه هم داسي معلومات نه دي ترلاسه سوې چې اصلي لامل به یې څه وو، خو په ښکاره ډول څلورلاملونه موجود دي:
لومړی: دا چې په پېل کې بهرنيو هوایې شرکتونو دخپلو ټکټونو بیې دومره ټيټه کړي چې ترخپل اصلي قیمت هم کښته وو، د دي له پاره چې مارکيټ وګټي، هغوی پوهیدل چې افغاني شرکتونه تر ډیر وخت پوري د دوی سره رقابت نه سي کولای او نه هم دوامداره تاوان تحمل کولای سي، یوه ورځ نه یوه ورځ به میدان دوی ته پریږدي، چې همداسي هم وسول.
دوېم : په خپل وخت باندې افغان مسؤلینوهم دغه اړخ ته پوره پاملرنه نه وه کړي او نه هم نورمال سالم رقابت په نظرکې نیول سوی وه، یوازي دغه ډول رقابت د موقت تاوان په صورت د ماتې د رقابت په توګه ترسره سو.
درېم: افغاني شرکتونو د خپلو الوتنو له پاره دالوتنو پیسوستون (Connection) نه درلود او نه هم په کور دننه کې د بهرنيو مسافرو له پاره د ترانزيت اسانتیاوې موجود وي، چې د دوی الوتنو ته د مسافرو پام ور واړوي.
څلورم: د باندینو هوایې شرکتونو په پرتله د کورنیو هوایې شرکتونو مالیه او محصول ډیر لوړ وه، چې لوړ محصول او مالې هم  د دوی په رقابت باندې منفي تاثیر درلود.
دا چې اوس د کورنیو هوایې شرکتونو په سقوط سره بهرنیو هوایې شرکتونو ته میدان یوازي پاته سو، په دي وختونو کې یې د خپلو ټکټونو بیې د پخوا په پرتله نږدې دوه برابره لوړې کړي دي، چې بیرته یې زور تر ډیره له هغو افغان مسافرو خیږي ،کوم چې په عرب هیوادونو کې  ستونزې ګالي، مسافري کوي، او د لاس په تڼاکو د خپلې کورنۍ له پاره پیسې ګټې او په سختو ګرمیو کې مزدوري کوي.

د دي له پاره چې د بهرینو هوایې شرکتونو د ټکټونو د لوړو بیو کنټرول وسي، او یوه د حل لاره ورته پيدا سي، افغان واکمنو ته په کار ده چې د هوایې شرکتونو منځ کې د یوه سالم  رقابت په رامنځ ته کولوسره افغان مسافرو ته د ور پېښ مالي تاوان مخه ونیسي، او د افغان هوایې شرکتونو سره په ځینو برخو کې اړینه او وړ مالي او غوښتونکي مرسته وکړي.

دا چې څه ډول دغه کار شونی کیدلای سي، یوه لاره یې داده، زما د معلوماتو له مخې کویټ او قطر هیوادونه لیوالتیا لري چې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي، قطریه هوایې شرکت خو یوکال وړاندي په خپل هوایې سیسټم کې د افغانستان نوم داخل کړی دی، هغوی غواړي چې هره ورځ  افغانستان ته دوې الوتنې له دوحې ښار څخه ولري،کویټ هیواد هم ورته پلان لري، زه یې د ځنډ او خنډ لاملونو څخه خبر نه یم، ولي تر ډیره د دي الوتنو مانع  افغان لوری دی او علت یې په عربي نړۍ کې سیاسي کړکیچ  دی، په کار ده چې د خپلو افغانو د ګټې په خاطر، څومره چې ژرکیږي افغان  واکمن د یادو هیوادونو د هوایې کرښو له پروازونو سره موافقه وکړي، په دي کارسره به ټولو افغان مسافرو ته هم ګټه ورسیږي، هم به د هوایې شرکتونو منځ کې اسانتیا او ښه سالم رقابت رامنځ ته سي.

زموږ د هیواد واکمنان باید پوه وي چې خپل د هیواد او  افغان مسافرو ګټې د عربي هیوادونو د کړکیج قرباني نه سي او نه هم په طرف کې واقع سي، ښه به دا وي چې د دغه رقابت څخه سالمه او په وخت ګټه ترلاسه کړل سي.