فلسفه هایدگر میان تبلیغ فاشیسم و آنتی کمونیسم

Martin Heidegger(1889-1976)  آرام بختیاری کج فهمی فیلسوفان مذهبی دانشگاهی وطن از هایدگر. چرا…

سفر ملاهبت الله به کابل ؛ نشانه های زوال یا…

نویسنده: مهرالدین مشید نبض زمان و رقم خوردن شمارش معکوس در…

جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

«
»

افغان ولسمشر ته پرانیستی لیک

اړینه غوښتنه

د لوې او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان ولسمشرښاغلي محمد اشرف غني!

عزتمنده!

لکه چې څرګنده ده د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې ګڼ شمیر قامونه یوځای وسیږي، چې د ډیره کی(اکثریت) قوم ژبه اوکولتور پکې حاکم دی اودلږه کیو قامونو حقوق پکې دهغوۍ د شمیر (نفوس) په کچه (اندازه) د قانون په کړۍ کې خوندي دي. افغانستان هم د ورونو قومونوګډ کور دى،چې ګډ تاریخ، ګډکولتور اوګډ ویاړونه لري.

سره له دې، چې د افغانستان دقاطع ډیره کي (اکثریت) قام ژبه «پښتو» په اساسي قانون کې دهیواد ملي او رسمي ژبه ده، د اساسي قانون او دنړیوالو ډیموکراټیکو نورومونو اواصولو پرخلاف په رسمي، اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ډګر کې د افغانستان د ځیني لوړ پوړو چارواکو او ادارو له خوا د هیواد دننه اوبهر په شعوري توګه په دولتې/ حکومتي ادارو،دفترونو، رسمي اوغیر رسمي غونډو، سیمینارونو او کنفرانسونوکې له پامه غورځول شوې ده او هیڅ شتون نه لري.

دجمهوري ریاست (دربار) اداري او دوتري (دفتري) کارونه،رسمي مکتوبونه، فرمانونه، اعلامیې، خبرتیاوي اواړیکي(کمونیکیشن) په دري ژبه دي.

د وزارتونو،مشرانو جرګې،ولسي جرګې،سترې محکمې، د ټاکنو د کمیسونونو، امنیتي ادارواو دملي امنیت شوری رسمي مکتوبونه، لیکنې، رسنیزکنفرانسونه، انټرنیټي ویب پاڼې او تړونونه په دري ژبه دي .

رسنۍ او میډیا په سلو کې 95 په دري ژبه ده او په زیاترو دولتي/حکومتي ادارو کې د خپلسرو زورواکو له خوا د متنازعه اشخاصو انځورونه زوړند شوي،چې هیڅ اړتیا ورته نه لیدل کیږي.

له هیواده بهر دسفارتونو اوکونسلګریو انټرنیټي ویب پاڼې،خبرتیاوي، اړین مالومات، دپاسپورت غوښتنلیک، نکاح لیک، وکالت لیک،د زیږیدو د تصدیق او نورې فورمي په انګلیسي او دري/پارسې ژبه دي. کله چې ئې له چارواکو وپوښتل شي، نو هغوۍ وائې چې موږ ته بهرنیو چارو وزارت پښتو فورمې نه دي رالېږلي، چې په دې سره په لوې لاس تر اوسه پورې داساسي قانون پرخلاف د هیواد قاطع او مطلق ډیره کي (اکثریت) قام «پښتون قام» د ژبې، کولتور،حقوقو او ارزښتونو سپکاوی کیږي چې دا غیر عادلانه کړنې نور د زغملووړ نه دي ، ولسي غبرګون راپاروي، چې ښې پایلې به ونه لري.

پښتانه په هیواد او منطقه کې يو ستر ځواک دى، هیواد اوسيمى ته ټیکاو( ثبات) او امنيت بخښى. زمونږ په اند «پښتو ژبه»دافغانستان داساسي قانون د16 مې مادې پر خلاف له دولتې/حکومتي ادارو لرې ساتل او دپښتني کولتور ارزښتونه او حقه حقوق له پامه غورځول یو ناوړه، غیرانساني، غیر قانوني، غیر عادلانه او دانساني ( بشري) حقونو نه بهر خبره ده، چی هیڅ اخلاقي،حقوقي او قانوني جواز نه لري.

د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند په دې وسیله له تاسې ښاغلي ولسمشرڅخه په ډېر درناوي په کلکه غوښتنه کوي، چې د هیواد د لومړي زمه وار شخص په حیث، دملګرو ملتونواو دنړیوالو ډیموکراټیکو نورمونو پربنسټ،دقانون دتطبیق په موخه دافغانستان د اساسي قانون د 16 مې مادې قانوني حقوق برحال اود پلې کولو ا و تطیبق لپاره ئې کوټلي ګامونه واخلئ، ترڅو دپښتو ژبې په مقابل کې روانو بې عدالتیو ته د پائې ټکی کیښودل شي او په رښتیني توګه قانون او ډیموکراسي پلې شي.

په درناوی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

Nasir Storiنصیر ستوری

General Secretary (PSDP)

Pontivystr.13

50389 Wesseling ,Germany

Tel.+Fax: 00492236841930

Mobile/Handy : 00491634264350

E-Mail: psdp@gmx.net