پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

افغانستان؛ سرزمینی میان جغرافیا و تاریخ

چرا راه‌ها همیشه سرنوشت ما را تعیین کرده‌اند؟ گاهی برای فهم…

از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

«
»

افغان حکومت؛ پېچلی امنیتي او سیاسي وضعیت

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

په افغان حکومت کې وروسته له ډاکټر غني، تر ټولو د ډیر واک لرونکی شخص، د امنیت شورا مشر حنیف اتمر استعفی او د حکومت د مشر لخوا یې منل، په دوېمه ورځ (۲۶ اګسټ ۲۰۱۸)  یې د دفاع وزیر بهرامي، د کورنیو چارو وزیر برمک او ملي امنیت لوی رئیس معصوم ستانکزي لخوا د حکومت مشر ته یوځایې د استعفاوو وړاندي کېدل، خو د ډاکټر غني له خوا نه منل، تاوده بحثونه را ولاړ کړي.

ښاغلي اتمر په خپل استعفی لیک کې ویلي: “د دولت له رهبري سره  د ملي اجماع، سولې او امنیت، سیاسي مدیریت او ټاکنې، ښې حکومتولي، سیمئیز او نړیوالو اړیکو اړوند د جدې مخالفت له امله استعفی کوم. “

له مودي راهیسي د ډاکټر غني او حنیف اتمر تر منځ د اختلاف نظر خبرې اوریدل کېدي، ویل کیږي چې ښاغلي اتمر د لوی اختر څخه مخکې استعفی وړاندي کړي وه، ډاکټر غني ورڅخه غوښتې وو چې له اختر وروسته دا کار وکړي، ځکه افغان حکومت تمه درلودله چې طالبان به په لوی اختر (۲۱ اګسټ ۲۰۱۸) کې د څو ورځو لپاره اوربند اعلان کړي، او که اتمر استعفی ورکړي، بیا به طالبان افغان حکومت لا ډیر کمزوری وګڼي او له اوربند څخه به په شا شي.

دا هم ویل کیږي چې څو میاشتي مخکې عمر زاخیلوال، په اسلام اباد کې افغان سفیر هم د حکومت مشر ډاکټر غني ته استعفی وړاندي کړي وه، ولي ډاکټر غني د هغه استعفی ځنډولي او له هغه یې غوښتې چې تر څه وخت پوري په خپله دنده پاتې او کار وکړي.

ځینو رسنیو د اګسټ ۲۵ مه، ۲۰۱۸، راپور ورکړ چې ډاکټر غني  د دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت مشر څخه هم غوښتې چې له دندو استعفا وکړي، او نن ورځ چې هغوی تشه ولیدله، یو ځایې یې استعفاوي وړاندي کړي، خو ډاکټر غني دا کار او د هغوی یو ځایې استعفا منل خپل سیاسي انتحار وګاڼه. شوني ده چې په راتلونکي وخت کې د دوی سربیره ځینې نور لوړ پوړي چارواکې هم له دندو ولاړ او یا یې پريښودو ته مجبوره کړل شي.

پرته له شکه چې د حنیف اتمر ځای به د ګډ حکومت کوم بل کس ډک نه کړي، ولي حنیف اتمر هم غوښتل چې په دغه حساس وخت کې د راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو او یا لنډمهاله حکومت اړوند خپل کمپاین ته وخت ولري.

احمد الله محب به وکولای شي چې د ګډ حکومت لپاره د امریکایې  او بریتانوي چارواکو په دننه کې ښه کمپاین وکړي، ولي اوس وخت ډیر ناوخته دی.

حنیف اتمر که څه هم د افغان حکومت په مشرې له طالبانو سره د سولې خبرو پلوی وو، ولي د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو مخالفت یې هم نه کاوو، دا ډول په راتلونکي ماسکو غونډه (۴ سپټمبر ۲۰۱۸) کې د افغان حکومت د استازو ګډون یې هم پر ځای کار ګاڼه.

داچې امریکا په وار وار له ډاکټر غني څخه غوښتي چې خپل سیاسي مخالفینو سره جوړجاړی وکړي، دوستم بیرته هیواد ته راوستل شو، صلاح الدین رباني او عطا نور سره پتې خبرې رواني دي، د حراثت او ثبات شورا مشر استاد سیاف ملاتړ تر لاسه کولو هڅې کیږي، او بل خوا د شمال ټلوالې پخوانیو غړو غوښتنه وه چې حنیف اتمر او معصوم ستانکزی باید له دندو لیري شي، بیا به له ډاکټر غني سره سیاسي جوړجاړی کوي.

حنیف اتمر به کله هم د امریکا او بریتانیا ملاتړ له لاسه ورنه کړي، په بریتانیا کې یې د امنیت برخه کې روزنه لیدلي، له امریکا / ناټو سره یې پر امنیتي او فاعي تړون لاسلیک کړی.

د ټاکنو اړوند ویل کیږي چې د افغان حکومت په دننه کې ستونزې شتون لري، او حنیف اتمر به هڅه کوله چې راتلونکي ولسي جرګې ټاکنو کې د پام وړ شمیر ځوانان راولي، زما لیکوال په اند د ولسي جرګې د ټاکنو د سبوتاژ هڅې د افغان حکومت له دننه د ځینو کړیو لخوا کیږي، او نړیوال هم د پخوا په وخت د ټاکنو لیوالتیا نه لري.

ویل کیږي چې حنیف اتمر د کورنیو چارو وزیر سره په ګډه پر داسي پلان کار کړی وو چې نا مسؤل وسلوال باید ونیول شي، کوم چې د ډاکټر غني لخوا نه یوازي رد شوې، بلکې د هغه د ناخوښي لامل هم ګرځیدلی وو، او د حنیف اتمر اختلافات ورسره لا زیات شوې وو.

د زابل پخواني والي خیال محمد حسیني هم په زابل کې د سولې اړوند په لوړه کچه ځینې مهم فعالیتونه د حنیف اتمر په خوښه او اجازه تر سره کړي وه، کله چې د حنیف اتمر سره رقابت کوونکي له همدې پټې معاملي خبر شول، د ډاکټر غني ذهنیت یې بل لورته واړاوو، او حسیني یې مجبوره کړ چې استعفا ورکړي.

د غزنې جګړه او د لوی اختر په ورځ په کابل کې راکټې بریدونه د امنیتي ادارو په اوسني وضعیت بې تاثیره نه وو، د غزني جګړې اړوند ډاکټر غني ته په لومړیو کې ناسم معلومات ورکول شوې وو، کله چې د اجرایه رئیس دوېم مرستیال انجنیر محمدخان له ډاکټر غني سره ولیدل، همهغه وخت ډاکټر غني د غزني په ګډ وډ امنیتي وضعیت پوه شو، او دا ډول د لوی اختر په ورځ ارګ ته نږدي د عیدګاه جومات له سيمې څخه د راکټونو توغېدل، او د چارواکو ویرېدل، هغه څه وو چې ممکن ډاکټر غني به یې پر خپل امنیتي ټېم  بې باوره کړی وي.

امریکا پلوي پخواني چارواکي، چې اوس مهال له دندو لیري شوې او د حکومت په سیاسي مخالفت کې ولاړ دي، ځینې امریکایې چارواکي او ډیری افغانان په دي نظر دي چې د افغان کشالې د ستونزې د حل یوه لاره لنډ مهاله حکومت دی، حتي تر دي چې فکر کوي کومه ورځ به ډاکټر غني هم له دندي استعفی ورکړي، ممکن له همدې امله به وي چې حنیف اتمر استعفا ورکړي وي، ځکه د راتلونکي موقت حکومت د مشرې لپاره د عمر داودزي، حنیف اتمر، حضرت عمر زاخیلوال او انوارالحق احدي نومونه یاديږي.

که لنډمهاله حکومت نه جوړیږي، بیا هم حنیف اتمر تمه لري چې د امریکا او بریتانیا او سیمئیزو هیوادونو ملاتړ (پرته له ایران) له ځان سره ولري، که وکولای شي چې راتلونکي ولسمشریزه ټاکنې وګټي.

اتمر پوهیږي که په ماسکو غونډه کې د افغان حکومت استازي ګډون ونه کړي، هغه سيمئیزه اجماع چې دوی یې تمه درلودله، هغه اجماع به هم د طالبانو په ګټه تمامه شي، ځکه د ماسکو غونډه کې د سيمې هیوادونو استازي ګډون کوي، او هلته به له طالبانو سره مخامخ خبرې ولري، طالبان به هڅه وکړي چې د هغوی انديښنو ته ځواب ووایې.

پوښتنه داده چې د شمال ټلوالي د پخوانیو غړو له خوا په پښتونیزم تورن شوی ډاکټر غني به د حنیف اتمر او د معصوم ستانکزي په ممکنه نه شتون کې له دوی او نورو سیاسي جریانونو سره سیاسي معامله وکولای شي، که یې وکړي، نتیجه به یې د ډاکټر غني او یا هغوی په ګټه وي؟ وخت ته به انتظار وکړو.