ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

                 یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                          (قسمت دوم)                        چرا…

ژئوپولیتیک ساختار قدرت؛ تنوع قومی و آیندهٔ دولت‌سازی در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از رویای فدرالیسم تا کابوس بالکانیزه شدن…

آیا محمد اشرف غني د بیا راڅرګندېدو په درشل کې…

نور محمد غفوری لنډیز د ۲۰۲۱م کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته…

برگردان، یا همان واژه‌ی شناسای عربی ترجمه

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب دینی-فلسفی من بیش از این نه می‌دانم از گذشته‌‌های…

چرا صدای گاندی ها در کوهستان‌های افغانستان پژواک نیافت ؟

نویسنده: مهرالدین مشید جغرافیای خشونت، سیاست قبیله‌ای و غیبت ماندلاها در…

جمعبندی غیر تحلیلی از جریانات اخیر نظامی و دپلماتیک افغانستان…

آنچه سیاسیون و نظامی های پاکستان پس از حملات هوایی…

                     یک گرفتاری با مافیا

محمد عالم افتخار         و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و…

فلسفه سیاسی فردوسی و روانشناسی ترس در شاهنامه

دکتر بیژن باران نتیجه‌گیری. شاهنامه فردوسی چیزی بیش از یک…

«
»

اصیلو خلقیانو او پرچمیانو ته یو پیغام

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د می ۱۸مه ۲۰۱۶ کال
د افغانستان روشنفکرانو مخصوصا هغو ته چې د ترکی او ببرک کارمل او دکتور
نجیب الله د مفکوری نه پیروی کوی یو خاص پیغام لیکم .
د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند د تاسیس نه څه کم یا زیات ۵۲ کاله
تیریژي ، ددغو ګوند اساسنامه او برنامه د یوه مترقی او سوسیالستی سمتګیرۍ
په حساب تنظیم او جوړه شوې وه او ګوندیان د چپي تیورۍ طرفداران بلل کیدل
، خو له بده مرغه د ګوند په رهبرۍ کې یعني ( سیاسي بیرو کې ) ملا طبیعته
– اخوند طبیعته – صوفی طبیعته – میر طبیعته – پیراو حضرت ته وفادار کسان
ورداخل او انتخاب شول چې ددغو لحظې نه په ګوند کې دوه ایدیالوژيګانې
حاکمی شوې ، یوه ېې ډیره چپه وه او همیشه ېې بیدونه له تحلیل او بیدون د
خلکو له نظریاتو ، روح او روان ته هیڅ توجه ونه کړه ، او همدا علت وو چې
دشمن یعنې ( اخوان المسلیمین – امپریالیزم او شوونیزم – ارتجاع ) دسیاسی
بیرو د ملا ډوله کسانو نه سوی استفاده وکړه او د هماغه شروع نه دوی په
اشخاصو سرمایه ګذاری وکړه چې یو تعداد کسان د ګوند د کړن لاری او اهدافو
څخه منصرف او یو تعداد د خپل منځې سلیقوی او تحصیلی نه انډول توب له کبله
سره په جنګ واچوي ،ددغو کشمکشو په نتیجه کې په ګوند انشعاب تحمیل شو او د
( خلق او پرچم ) فرکسیونونه را منځ ته شول چې د خلک د فرکسیون جریده د
خلق په نامه نشر کیدله او  مشر نورمحمد ترکۍ او د پرچم د فرکسیون مشر
ببرک کارمل پاتې شو او جریده ېې د پرچم په نامه یادیده ، دواړو خواوو یوه
برنامه او یوه اساسنامه چلوله د هیواد نه بهر خارجیانو مخصوصا ( عربستان
سعودی – مصر – ایران – پاکستان ) دښي اړخ حلقات د حضرت مجددی – اوغلام
محمد  نیازی او ربانی په مشري ولمسول او ددوی په ذریعه ېې د اخوانیانو
بنسټ په هیواد کی کیښودلو، اخوانیانو مختلفی جریدی او اخبارونه چاپول لکه
( ندای خلق – ګهیځ -)  اونور ، کله کله به د چپیانو او ښي اړخ یعنی
اخوانیانو تر منځ برخوردونه او فیزیکی برخوردونه پیښیدل، د اخوانیانو
تیورې همیشه ددین څخه ناولې استفاده کول وو او اسلام ته خطر بهانه کول وو
،او تل تر تله د عربانو او امپریالیزم تر مادی او معنوی حمایت لاندې وو ،
اسلامستانو دغه لویه مفته اسلحه او ډیره موثره اسلحه د خپلو ناولو امیالو
دتر لاسه کولو په خاطر استعمالوله ، وطندارانو مخصوصاا ځوان نسل باید ډیر
دقیق شي او ډیر متوجه ووسي چې نن تر هر وخت نه زیادتره ( جهادی تنظیمی
۱۵ګونه ) رهبران او قوماندانان ېې په سر ددې چې ډیر سرمایه دار او
ملیونران شول او د قصرو او ارګاه او بارګاه خاوندان شول هریو دري څلور
منکوحه ښځي لری او په لسهاوو ملګرې یا معشوقی لري ،مجاهدین او طالبان د
بن د کنفرانس راهیسې چې تهداب ېې غلط کیښول شوو ، تر ننه نه په پیسو
مړیژي – نه په قصرو مړیژي – نه په بلند منزلو مړیژي – نه په ملیونر کیدو
مړیژي – او بیا روان دی مخ په یوه بل خونین جنګ پسې بهانې لټوي او د خپلو
غربی بادارانو ، پاکستان ، ایران او عربستان فرامین په هیواد کی تطبیقوي
او غواړې بیا زموږ خاوره د وینو په حمام بدله کړي ، که حوصله ولرې د
سلیمان لایق د (( وینو واټ )) د شعر نه یو څو بیتونه در ته ولیکم او شاید
ځوانان ورنه ډیره استفاده وکړي .
دازمونګ دسترګو لاندې          غني ګوره څه تیریژي
یو با تور ملت غرقیژي             یو مزبوط وطن نړیژي
شمر کشته پورته دانګی             سترګې رډې توره ښکلې
تو لعنت په دې شملو شه            لادې جګې نه شرمیژي
شمله هغه وخت شمله شي          چې په نر باندې وي لکه
جهاد لوښۍ د فساد شو               مولا نا صاحب جلاد شو
دین دولت دواړه بر باد شوو        ددوی زړه لا نه سړیژي
دجهاد تر بیرغ لاندې                 بربادیژي لیلامیژي
دا به بیا سلطان را باسي             رنګه توره په کجلو
اخوندان به ترینه تښتي               ایمامان به تری نه تښتي
او دا د قم چړیان به پوه شي        چې پشتون د ننګ په کار کې خپل وار نه
پریږدي دشمن ته .
قدرمنو پخوانیو د حزب دیموکراتیک ګوندیانو او هغوی چې نوې ور جذب شوي او
د هیواد ځوان نسل نارینه او ښځینه وو ته چې د دغو مترقی او رسالتمند ګوند
نه دفاع وکړی او ور شامل شي ، دا پیغام لرم چې مه پریږدۍ هیواد  د خبیثو
– منافقو – رشوتخورو – داړه مارو – ثروتمندانو او توپک سالارانو له خوانه
د پشتون او تاجک یا ازبک او هزاره په نامو وویشل شي ، د غرب مخصوصا
پاکستان او ایران د عربانو په شمول دا مفکوره ده چې دا واری د پشتون او
تاجک یا پشتون او هزاره خونین جنګ را منځ ته کړي او افغانستان بیرته د
تنظیمو په زونو وویشي ، له همدی خاطره د پخوانی حزب دیموکراتیک ګوند
مشران او لیډران یا دوهمه او دریمه قدمه باید جدی تصمیم ونیسي او بیرته
یو لویه تاریخی اجماع جوړه کا بیرته دیوه واحد مترقی ګوند تهداب کیږدي او
د هیواد سیاسی زعامت رهبری کا .