جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

                 یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                          (قسمت دوم)                        چرا…

ژئوپولیتیک ساختار قدرت؛ تنوع قومی و آیندهٔ دولت‌سازی در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از رویای فدرالیسم تا کابوس بالکانیزه شدن…

«
»

آللوللوزه دې جارشم ترلیموآللو!

دمارچ اتمه دښځونړیواله ورځ نومول شوي اوپه ګرده نړۍ کې په ځانګړودرنومراسمونمانځل کیږي خو په حقیقت کې دادیوي غمجنې اوخونړی ورځې یاد دی چې دامریکا دمتحده ایالاتودزراوزورواکمنانوبې وزله اوکارګرې میرمنې دروا اومسلموحقوقودغوښتنوپه تورپه خپلو وینوکې ولمبولې خوداهغه اتلې میرمنې اومیندې وې چې پخپله سرښندنه یې تاریخي میړنتوب اوپه نړیوال تاریخ کې دعطف ټکی پیل کړ.

ښځه مور اومورښځه ده چې ټول بشریت یې پخپله سپیڅلي اومهربانه غیږکې روزلی دمیني،عاطفي،عشق اوانساني خواخوږی هغه بې ساري مدرسه ده چې له هغه پرته ژوند تورتم اوپه نشت حساب دی اوهمداښځې دي چې دنړۍ ټول نوابغ،پوهان،اتلان ،پیغمبران اوپاچاهان یې دخپلوسینوپه شیدوروزلي اودبشریت سترې هستی ته یې وړاندې کړي دي په یوه لاس ځانګواوپه بل لاس جهان زنګوي.اودمورولی په خوږه ترنم اوآللودماشومانودعاطفي اومیني بڼ خړوبوي اودهغه تنکي اودګلاب په شانې تنکې وجود ته انساني عشق لیږدوي  هوهغه عشق چې هغه دژوند مبدآودانسان دروح نه بیلیدونکي ځانګړنه اوخاصه ده عشق ضرورت نه بلکې دانسان دروح جوهردی اوبې له عشقه دانسانانودژوندتسلسل اوبقادپای ټکی مومي اوباباعبدالرحمان پرځای ویلي دي چې…

دادنیاده خدای له عشقه پیداکړي      دجمله وو محلوقاتوپلاردی دا

اودسیدرسول رسا خبره پرځای ده چې وایې.خوند په زړه کې عشق پیدا کړی که عشق نه وي ژوند بې نوره،بې نمکه تورتم دی .همداسې ده زړه دمیني اوعشق ټاټوبې دی چې هلته عقل اوتفکردتحکم واک نه لري یاپه بله ویناعشق داسې یوحقیقت دی چې دعقل تلقین ته په اسانی غاړه نه ږدي ځکه هغه دروح خاص صفت اوجوهردی.مجنون دلیلاعشق خپله هستي اوبقا ګڼي اودځنکدن په شیبو کې هم دخپلې لیلا په عشق کې لوبیږي لکه چې وایې..

چاپه وخت دځنکدن ووې مجنون ته    وخت نازک دی په خوله یاد ولره خدای

ده وې زړه مې دلیلادمیني ډک دی     په کې نشته دی دنورویادو ځای

وایې چې مجنون ته خپل پلار سپارښتنه وکړه چې دخدای لوی دربارته ورسره دادعا تکرارکړي

یارب ازل عني حب الیلا                       یاربه دلیلامحبت رانه کم کړه

خودمجنون په زړه کې دلیلادعشق ډیوه بله وه اوهغه په زغرده ویلی

یاربي زدني عني حب الیلا                     یانې یاربه دلیلا محبت راسره زیات کړه

همدارښتیني عشق دمجنون اولیلامینه تلپاتې اودعشق رنګینه تابلوده اوعشق دانساني روح ځانګړنه ده .

دمارچ داتمې په ویاړغواړم دادم خان اودرخانۍ اورني، سپیڅلي عشق اودمینتوب لنډه کی داستان یادکړم.

که څه هم دغه کیسه په منظوم ډول ویل شوي اودپښتنوپه حجرواودیروکې درباب اومنګي په ساز سره زړه راښکونکی خونداورنګ لري اوپه ټولوپښتني قبیلوکې خورازیات مینه وال لري

.

ادم خان په خټه یوسف زی پښتون وپلاریې حسن خان نومیده چې دیوسفزیودقبیلي دمټه خیلو په ښاخ پوري تړلي یوښایسته اوشوقي ځوان وپه ځانګړي شوق اومینه یې داسې رباب غږوه چې په ټول بنیراوملکنډکې یې ساری نه درلود اود ده درباب وهلوپه مجلسونوکې به ډیری مست ځوانان اونور رباب وهونکي هم حاضروو.ادم خان دبې جوړې رباب وهلو سربیره دښکار کولو سره هم ډیره مینه درلوده.ادم خان دبونېراوسیدونکی اوکوریې دسوات دسیمي په بریکوټ کې وڅرنګه چې په دغه وخت کې دیوسفزیوستري قبیلي کوچیانۍ ژوند درلوداودادم خان ټبرهم دملاکنډ غره ییزي سیمي ته راوکوچیدل چې دادم خان دعشقي بخت له برکته په دغه سیمه کې د درخانۍ په نوم دیوي بې ساري ښاییسته نجلۍ دپلارکورنۍ هم میشته شوي وه د درخانۍ پلارپیرجوکي خان نومیده اوپه خټه حاجي خیل و.یوه ورځ ادم خان دخپل آس دنالولولپاره دیوه پښ دوکان ته چې باتورنومیده ورغی اوهلته درخانۍ هم د دوک دجوړولولپاره راغلي وه دوی دواړوسره ولیدل په زړونوکې یې دعشق اورونه بل اوپه یوبل باندې مین شول.

څه موده د دوی مینه پټه وه خویوه ورځ درخانۍ دخپلې ملګري واد ه ته چې بسۍ نومیده اوبازدره کې اوسیده ولاړه خودخپل بې حده حسن اوښکلا له کبله یې له نوروښځومخ پټاوه خودادم خان درباب غږولواومیني په زوریې مخ پټونه پریښوده اودباندې راووته اوله دغه وخته د دوی مینه رسوا اوجوته شوه.

ستا درباب غږمې ترغوږشو    لکه ښارو دبالۍ سرته وختمه

درخانۍ له پیوي خان سره کوژده شوي وه دادم خان سره یې دوصل امکان موجودنه واوژوندیې په غم اوکړاوکې تیریده.خوکله یې چې دواده شپه راورسیده ادم خان په آس سپوردهغوی له کوره درخانۍ راوایستله اودخپلې پخوانی میرمنې طوطیادپلارمیربابي کورته یې ورسوله اوهلته ورننوتل خومیربابي په پښتني ننګ داغ ولګاوه ادم خان یې ونیوه اودرخانۍ یې په قیدي ډول دپایوکورته ولیږله.

ادم خان دخپل دزړه بړاس اود درخانۍ دعشق غمونه درباب په تاروغلطول اود درخوپه عشق کې یې له نړی سترګې پټې کړي.درخانۍ هم قیدي ژوند تیراوه اودخپل مین ادم خان په انتظاراویادکې یې تودې اوښکي تویولې یوه ورځ یې دادم خان درباب غږ ترغوږو شواوکله یې چې دباغچې خواته وکتل میروګي دادم خان هماغه رباب غږاوه کله یې چې دمیرونه دادم خان دمړیني خبرواوریدنوغم ورباندې داسې زوروکړچې دخوراک،څښاک څخه لاس په سرشوه په قیدي ژوند کې یې دجدایې له غمه له فاني جهانه سترګې پټې کړې.

دادم خان اودرخانۍ پاکه مینه اوسپیڅلی عشق له هیچا پټ نه واوهسې ویل کیږي چې دهغوی کوم همرازدوی دواړه په یوه قبرکې ښخ کړي دي اودحیرانتیا خبره داده چې دهغوی په قبر یوه ونه راشنه شوي ده که دهغه له لرګي څخه څوک شهبازجوړکړي اوپه هغه باندې درباب دزده کولوتمرین وکړي رباب یې ډیر ژرزده کیږي.

اوهمدارازپه کوم ځای کې چې دباتور دپښ دوکان وپه هغه ځای کې دپلوڅي ونه راټوکیدلي ده د دوکان نښې نښانې تراوسه دملکنډکوتل دسوات لارې ترڅنګ موجودي دي اوویل کیږي د دغې ونې ختیځي خواته چې کومي زړې کنډوالې شتون لري هغه د درخانۍ دبانډې نښې دي.هلته یوه لویه ډبره هم شته چې دهغي په باب خلک داسې وایې چې درخانۍ به په هغې باندې کیناستله څرخی به یې کاوه اوتارونه به یې وریشل.همدارازدادم خان دبانډی نښې هم د دغې ونې لویدیزي خواته لیدل کیږي.حیات افغاني.

څرنګه چې دعشق اومیني خبري تودې یادې شوې زما هم عشقي احساسات راوپاریدل اوپه خپل نیمګړي شعرکې مې عشق داسې انځورکړ.

عشق

هیڅ په هیڅه ،تل حســـــــابه هغه ژوند

چې ستي په عشق کې نه وي بند په بند

چې عشق نه لري انسان مــــــــه ورته وایه

سم انسان شي چې شي پوه دعشق په خوند

زه له عشقه پیـــــــداشوی عشق له ما نه

ځکه تاو مې په مــــــعشوق دعشق مړوند

مالامالې پیالـــــــــــــي ډکې ساقي راکړه

جګې جګې شعربه وایمه دښکلوپه پیوند

بیاراتګ دې په دنیـــــــــــــا اکبري نشته

نوشوه ېې پروامه کړه دملا اوداخوند

ب   اکبري هالنډ

۰۷-۰۳-۲۰۱۵