آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

«
»

یوه ریښتیا او څو ګټورې پرمختیاوې!

د روان کال د فبرورۍ په ۱۳ مه، د پاکستان پخواني دیکتاتور پرویز مشرف له برتانیي ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې په څرګندو ټکو اعتراف وکړ او یوه ریښتیا يي وویله او هغه دا چې« رښتیا هم موږ د داسې ډلو په لټه کې وو چې وکړای شي د پاکستان پر وړاندې د دا ډول ګام اخیستو مخه ونیسي.‌ همدا وو چې د څارګرو دنده مطرح شوه.‌ د پاکستان استخباراتو له طالبانو سره اړیکې ونیولې. BBC»

دلته په دې خبره چې د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو، یا د دې هېواد  د پخوانی ولسمشر په خوله ویل کیږي چې پر کابل د پښتنو واک پیکه دی او یا هند سره د افغانستان دوستي څونه نږدې او د څه لپاره ده ډېر بحث نه کوو، یوازې دا وایو چې لومړی خو دا دواړه چارې د افغانستان کورنۍ خبره ده او د پاکستان په ګډون په هیڅ دریمګړي هېواد پورې اړه نه لري، بله دا چې هند سره د افغانستان دوستي له دې سربېره چې اوسنۍ نه ده او لرغونې ده، د هیڅ کوم دریمګړي هېواد سره د مخالفت لپاره په پام کې نه ده نیول شوې، بلکې لکه د بل هر خپلواک هېواد پشان هغه د افغانستان د ملي ګټو سره په تړاو، پالل کیږي.

د پاکستاني پوځیانو چې د هغه هېواد کورنی او بهرنی سیاست يی ټول برمته کړې، داسې څرګندونې د افغانانو د هغو پرلپسې ادعاوو په اړه چې پاکستان د طالبانو په نوم افغانستان کې نیابتي جګړه مخې ته وړي، یو څرګند اعتراف دی!

بلخوا  په لاندې تازه خبرکې هم  د نیابتي جګړې اعتراف وینو« د پاکستان د پوځ‌ مشر جنرال راحیل شریف د تېرې سې شنبې په ورځ کابل ته د سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د سیمې د امنیت د پیاوړتیا او د طالب جنګیالیو پروړاندې د عملیاتو د دوام په تړاو خبرې کړې وې.

افغان سرچینو ویلي وو چې د پاکستاني پوځ مشر ښاغلي غني ته ویلي،‌ د طالبانو د کوټې شورا او د حقاني شبکه ”سل په سلو کې” د افغانستان له دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتو شوي، خو د ملا محمد عمر اجازه باید واخیستله شي. BBC»

 

دلته هم پورته څرګندونې، د طالبانو په نوم د پاکستاني لوړ پوړو پوځي چارواکو له نیابتي جګړې پرده پورته کوي، خو په ورته وخت کې که افغانستان ته د دغو چارواکو سفرونه په دې نیت وي چې پاکستان په ریښتیا غواړي د افغانستان په وړاندې ترهرې پلمې لاندې نور له نیابتي جنګ لاس اخلي، د افغانستان او پاکستان په خپلمنځي اړیکو کې ښه پرمختیا ګڼل کېدای شي.

ویل کیږي چې د پاکستان لوی درستیز راحیل شریف ، کابل ته له سفر مخکې په اسلام اباد کې له یوه جګپوړي امریکايي پلاوي سره کتلي وو.

همدا راز د پاکستان د کورنیو چارو وزیرعلي خان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره واشنګټن کې ویلي‌ « زه فکر کوم چې د ترهګرۍ د مبارزې په برخه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري یوه معجزه وي»

په یو بل خبر کې اورو چې قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د مذاکراتو نوې لړۍ په پنجشنبې د فبروري په ۱۹ مه، نیټه پیل شو.« د رویترز خبري اژانس د یوې بیړنې خبر په ترڅ کې اعلان وکړ چې دغه مذاکرات نن پنجشنبه د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ ترسره کېږي.

د دغه اژانس د راپور له مخې، طالبانو ته یو نژدې منبع هم ویلی دی، چې د طالبانو د قطر دفتر استازي نن له امریکایانو سره د سولې په تړاو په قطر کې خبرې اترې او لیدنې کتنې لري.»

داسې پراختیا نه یوازې دا چې ټولو افغانانو ته د خوښۍ زیری دی بلکې افغانان له هغو ملاتړ کوي، خو چې خبرې پرې نه شي او په عملي توګه افغانستان کې د سولې او امنیت په راوستو کې مرسته وکړي.

د پرمختیاوو په دواړو لورو کې چې هم د امریکا او هم د پاکستاني پوځیانو لخوا د طالبانو سره د کتنو او خبرو په تړاو لیدل کیږي، د افغانانو دا خبره خپل ریښتینتوب په ډاګه کوي چې امریکا او پاکستان کولای شي طالبان، افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښينوي او پر اړیکو د واوروهغه غونډۍ اوبه کړي چې په مصنوعي او یا طبیعي لاملونو د بېلا بېلو خواو ترمنځ جوړې شوې دي!

د پېښو روانه پرمختیا ښۍ، طالبان په یوازې ځان د دې جوګه نه دي او یا نه شي کولای د امریکا او پاکستان، یا حتي د عربي هېودو او قطرله ملاتړ او مرستې پرته، کابل کې خپل دولت سره د روغې جوړې خبرې مخته یوسي. اوس چې امریکا او پاکستان پتیله او عربي نړۍ شین څراغ بل کړی او بلخوا له ټولټاکنو روسته د اشرف غني پر مشرۍ پر کابل داسې حکومت واکمن شوی چې غواړي په ریښتیني طالبانو سره روغه جوړه وکړي، طالبانو ته هم تر دې بل ښه چانس په لاس نه ورځي او له دې فرصته باید ګټه پورته کړي. طالبان د پاکستان او عربي نړۍ له ګټو پرته، خپله پلازمېنه کابل کې لوړې ګټې ترلاسه کولای شي. څه ښه يي ویلې:

د کور ګټه د لاهور ګټه!

همدارنګه په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې منطق او اړتیا هم ختمه ښکاري. نه افغانستان په پاکستان کې لاسوهنه کړې او نه د پاکستان په وړاندې کوم هېواد سره ایتلاف لري او بلخوا د خیالي خطرونو په اړه هم د پاکستان د پلمو وخت پایته رسیدلې. پاکستاني پوځیانو او استخباراتو چې له افغانستانه، پاکستانیانو او نړیوالو ته کوم ببو جوړکړی و او د داسې خیالي ببو په ډار يي نړۍ لوشله، د دوی پخپلو اعترافاتو اوس داسې ببو نشته او د هغه په وړاندې نیابتي جګړې ادامې ته اړتیا نه لیدل کیږي.

سیمه په ټوله کې نوي پړاو ته پوریوتې او اوس د پاکستان په ګډون د سیمې هیوادو په مشرانو پورې اړه لري، چې  له وخت سره سمې خپلمنځي اړیکې ورغوي. اختلافونه او جګړې لنډمهاله ګټې لرلای شي، خو د هغو هېوادو لکه پاکستان لپاره چې په ملي ترکیب غړند او کړکیچن هیواد دی، لوی ناورین پېښولای شي.

هغه ګټه چې په ښو او پخو متقابلو اړیکو کې ترلاسه کېدای شي، په شخړو کې نه ترلاسه کیږي. پاکستان به افغانستان سره په ښو اړیکو کې، منځنۍ اسیا ته لار پیداکړي. د منځنۍ اسیا هېوادونو له انرژۍ څخه چې په کور دننه ورته سخته اړتیا لري، ګټه پورته کړي. بلخوا به د منځنۍ اسیا بازار ته لار پیداکړي چې خپل محصولات هلته وپلوري. دا هیواد په افغانستان او منځنۍ اسیا کې پانګونه کولای شي. دا ټول هغه څه دي چې افغانستان سره يی په نیابتي ۴۰ کلنه جګړه کې، یو هم ونشو کولای ترلاسه کړي!

د افغانانو په مشرتوب طالبانو سره د خبرو په تړاو چین هم افغان دولت ته د مرستې ژمنه کړې. چین افغانستان کې د خپلو ګټو په لامل، پر پاکستان فشار راوړلای شي. همداراز ایران هم د ترهګرو په وړاندې افغانستان سره د ګډې مبارزې نیت څرګند کړی.

دلته یوڅه ته چې له افغانستان سربېره په ټوله سیمه کې د تاوتریخوالې په کمښت او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې اړین ګڼل کیږي، هند سره د اړیکو ساتنه او پراختیا ده. نه ښايي د ترهګرۍ په وړاندې د هڅو په ګډون، د نورو اړیکو په برخه کې هم هند له پامه وغورځول شي او یا د هغه هېواد ځایي دریځ ته په کمه سترګه وکتل شي.

افغان دولت سره د اړیکو په ښه کولو کې پاکستاني واکمنان باید دا ټکی په پام کې ونیسي چې افغانان به هیڅکله هم د پاکستان په درواغجنو ژمنو تېر نه وځي. پاکستاني چارواکو پخوا هم د متاقبلو اړیکو لکه د سوداګرۍ او نورو په برخه کې افغانانو سره د ټګۍ برګۍ چلند چلولی او ډېره به ګرانه وي د ریښتینو ژمنو او د هغو له پلیتوب پرته، افغانان پر پاکستاني چارواکو باور وکړي.

دا ټکی باید افغاني چارواکي هم په پام کې ولري، په سیمه کې د حالاتو له بدلون او ښه توب سره سره، هغه څه چې د پاکستاني چارواکو په ځانګړنې او خټې پورې اړه لري، هغوی تل د افغانستان سره په اړیکو کې د مکار ګېدړ لوبه کړې او اسانه به نه وي چې که څه هم په تاوان يي وي، داسې ناوړه عادت په لږ وخت کې پریږدي.

د افغان دولت دا انتظار چې دوی څو اونۍ نور هم د پاکستان چلند ته ګوري چې ایا افغانستان سره د نیابتي جګړې په پایته رسولو کې خپلې ژمنې پلي کوي او که بیا هم په زړه تګلار ځي، باید ټاکلی مفهوم ولري او پاکستان ته ضرب الاجل وګڼل شي!

وخت به دې پوښتنې ته هم ریښتینی ځواب ووايی!

د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ ۲۱ مه

سرلوڅ مرادزی