اختلاف دښمني نه ده؛ د اختلاف نه زغمل دښمني زېږوي

نور محمد غفوری په انساني ټولنو کې د بڼو او فکرونو اختلاف یو…

شاعر کرد زبان معاصر

آقای هوزان اسماعیل (به کردی: هۆزان ئیسماعیل) شاعر کرد زبان…

چند شعر کوتاه از لیلا طیبی

(۱) انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

جغرافیای سیاسی افغانستان و رقابت های نیاتی قدرت ها

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان ژیوپلیتیک نیابتی؛ در هم زیستی با گروههای…

اعلامیه در مورد یورش سبعانه امپریالیسم آمریکا به ونزوئلا

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان سرانجام شنبه ۳ جنوری، پس از آنکه…

زخم کهنۀ سال نوین

رسول پویان سال نو آمد ولی جنگ و جـدل افزون شدست کودک…

تحول ششم جدی، روزی که برایم زنگ زنده‌گی دوباره را به…

نوشته از بصیر دهزاد   قصه واقعی از صفحات زنده‌گی ام  این نوشته…

دوستدارم

نوشته نذیر ظفر ترا   از  هر کی بیشتر دوستدارم ترا  چون قیمت  سر دوستدارم سرم  را گر    برند…

مولود ابراهیم

آقای "مولود ابراهیم حسن" (به کُردی: مەولود ئیبراهیم حەسەن) شاعر…

پدیدار شناسی هوسرل؛ ایده آلیستی و بورژوایی؟

Edmund Hussrel(1859-1938)    آرام بختیاری جهان شناسی؛ فنومنولوگی و شناخت ظاهر پدیده ها…

ميسر نميشود

28/12/25 نوشته نذير ظفر پير م    وصال  يار   ميسر   نميشود وقت  خزان   بهار    ميسر  نميشود بيكار م اينكه شعر و…

مهاجران در تیررس تروریستان و بازتولید سلطه طالبان در تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید ترور جنرال سریع ، سرآغاز یک توطئه مضاعف،…

شماره ۳/۴ محبت 

شماره ۳/۴ م سال ۲۸م محبت از چاپ برآمدږ پیشکش…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۸)

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش اعتصاب مارکس و انگلس حداکثر توجه خود…

مائوئیسم در افغانستان: از نظریه‌پردازی تا عمل‌گرایی بدون استراتژی

این مقاله به بررسی تاریخی و تحلیلی جنبش مائوئیستی در…

                        به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

یار در پیری

نوشته نذیر ظفر12/30/25سفیدی  يى که  به زلفان  یار  میبینمشکوفه  هاى…

«
»

ګناهګاران او فرخنده!

د ۱۳۹۳ کال د کب ۲۸ مه چې اوس يي د فرخندې د پاکې او سپيڅلې وینې رنګ اخیستی، له دې روسته به زموږ په معاصر تاریخ کې د ماضي او راتلونکي، حق او باطل، تورتم او رڼا، وحشت او تمدن ترمنځ د بېلوالې د نښې او د عطف ټکي پتوګه وګڼل شي.

فرخنده په دې توره ورځ، په خړجن او خونړي ماپیښین، د شادوشمشیره په قصاب خانه، وژلتون او فتنه تون کې؛ د حجر پیر د خبیثه ارواح او دیوانو، د وحشت او بربریت له فرقې او د جهل او تورتم له لښکر سره په یوازې ځان او تش لاس وجنګېده. په دې نامساوي جنګ کې فرخندې خپل ګلالی او پتمن فزیکي وجود له لاسه ورکړ، خو پخپل غښتلي او پیاوړي معنویت سره نه یوازې تلپاتې او ابدي شوه، بلکې هغې د جګړې په مورچل د جهل او وحشت، تورتم او خرافاتو لښکر رسوا او مات کړ او د افغانستان په تاریخ کې يي د ښځو د ازادۍ او تمدن د غورځنګ، یو نوی څپرکی پرانیست!

د کب ۲۸ مه به، له دې روسته، هرکال د فرخندې ورځ لمانځل کیږي او په دې ورځ به د خرافاتو، وحشت او بربریت شیطان په کاڼو او غرګو ویشتل کیږي!

فرخنده اوس د بربریت له دیوانو سره  د رڼایۍ ، تمدن او د ښځو د ازادۍ د مقابلې په یوې نوي بېلګې، انځور او محک بدله شویده. اوس موږ پر همدغه محک د روستیو پېښو او د هغو د پلویانو او لارویانو نیتونه او موخې ارزولای شو.

د جهالت او خرافاتو د تور لښکر په سر کې د شادوشمشیره د جادو ګرو، سهرګرو او تعویذ ګرو سربېره موږ په دولتي لوړپوړو څوکیو، د جومات او ممبر په دریځ هم یو شمېر تورې او فتنه ګرې څېرې وینو.

په دې لړ کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت مرستیاله سیمین حسن زاده د فرخندې د غمیزې په اړه وايي« هیچ نیروی در برابر ایمان راسخ مردم مان تاب مقاومت ندارد. من با جان ودل از باورهای دینی مان پاسداری خواهم نمود»

اوس پوښتنه دا ده، زموږ د خلکو د ایمان په وړاندې څه پېښ شوی چې د هغو په اړه ( د سیمین په وینا) هیڅ ځواک او قوت مقاومت نه شي کولای؟

کله چې سیمین دلته د ځواک په اړه غږیږي، طبیعي ده چې خبره ټاکلې او مشخصه ده، نه مجرده او عامه.

هغه ځواک چې سیمین حسن زاده يي یادوي او په خوب کې ترې په لړزه له کټه راپریوځي؛ هغه یوه ارمانجنه، غمځپلې افغانه ځوانه جینۍ، فرخنده ده چې د سیمین په نسبت په زرګونو ځلې ایمانداره ، پاکه او سپېڅلې ده. حسن زاده د هېواد د اطلاعاتو او کلتور د یوه مهم وزارت د مرستیالې پتوګه د شادوشمشېره په فتنه تون کې کوډګر، فتنه ګر او د هغو پرشاوخوا د جهالت او خرافاتو د تور لښکر ځواک نه ویني، خو یوازې د فرخندې ځواک او قوت ویني او له دې ځواکه يي په وجود د ډار لړزه ورګډه ده!

دلته وینو حسن زاده یا په غبرګو ړنده ده او یايی ځان د فتنې لپاره په ړندو او کڼو وهلې دی.

فرخندې، د حسن زاده د ایمان او ګومان برعکس د پاکۍ، عفت، سپيڅلتیا او ایمان ازموینه په بري ترسره کړه، خو وایه د سیمین حسن زاده په ځان، شخصیت، پاکۍ او ایمان!

دلته دا پوښتنه راولاړیږي، د سیمین د وینا او پریکړې په اړه، د پېښو پرمختیا څه وښودل؟ د پېښې د لومړیو شېبو په څېړنې سره څرګنده شوه چې فرخنده بیګنا او هسې د اسلام د ټیکدارانو د تور او تهمت ښکار شوه!

ایا فرخندې اسلام ته تاوان ورساوه، که سیمین حسن زاده او د اسلام د ژغورنې په نوم د خرافاتو تور لښکر؟ د خلکو د ایمان سپکاوی سیمین حسن زاده او تور لښکر وکړ، که فرخندې؟

هغه جرم چې د خرافاتو لښکر پخپلو لاس ترسره کړ او هغه جرم چې سیمین په وینا، بیان او خپلې خولې سره  وکړ، ایا دواړه جرمونه نه دي؟ دا نه وایم چې د چا جرم زیات او یا کم دی، دا به اړوند مقامات سپینوي، خو تور لښکر هم مجرم دی، د تور لښکر فتوه ګر او سیمین حسن زاده هم!

له اسلام څخه بدل او اړولی تفسیر او بیا داسې تفسیر پلي کول، هم تور لښکر کوي او هم اغلې سیمین! توپير يي دا دی چې تور لښکر يي په ناخبرۍ کوي؛ خو سیمین، د سیمین شریکباڼي او هغه چا چې تور لښکر ته د فرخندې د وژلو او سیځلو فتوه ورکړې، دوی ټول يي په خبرتیا او لویلاس ترسره کوي!

په دې توګه د تورلښکر له جرم څخه د هغه چا جرم چې تور لښکر ته يي فتوه ورکړې او د سیمین په ګډون هغه چا چې تور لښکر تورو هڅو او اعمالو ته هڅولی او لمسولی دی، کم نه دی او دوی ټول د فرخندې د غمیزې بېلا بېل اړخونه او برخې دي.

سیمین باید د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته ګوښه، د پوښتنو او ګرویګنو لپاره څارنوالۍ او محکمې ته وروپېژندل شي چې د جرم اندازه يي هلته څرګنده او مجازات شي.

د فرخندې د وژلو په ناورین کې د فتواګرو او تورلښکر ترڅنګ د سیمین حسن زاده په ګډون د وزیر اکبرخان د جومات ملا امام ایاز نیازې، د بلخ د والي عطامحمد نور، د مشرانو جرګې د غړي ډاکټر زلمی زابلي، د کابل ولایت د امنیي قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي او داسې نورو نومونه هم په ګوته شوي دي!

مولوي ایاز نیازی چې د وزیر اکبرخان د جامع جومات ملا امام او ویل کیږي چې د مصر له ازهر پوهنتون څخه ډاکټري هم لري، پخپل تبلیغ کې چې غږ يي په یوټیوب کې د اورېدو وړ دی، هڅه کوي د اعدام او سنګسار پشان درنې جزاوې د دولت د پولیسو، څارنوالۍ او محکمو پرځای، د جهل او خرافاتو لښکر ته ورحواله کړي. مولوي ایاز په داسې تبلیغ او فتوې سره غواړي، د افغانستان په پلازمېنه کابل او د دولت تر زنې لاندې د طالبانو او داعیش د جزا وحشیانه توګه، پلي کړي. مولوي نیازې فکر کوي چې په پلازمېنه کابل کې نه، بلکې ځنګل کې اوسیږي او په کابل او ټول افغانستان کې باید د ځنګل قانون جاري وي!

همدارنګه د اسلام، شریعت او د جهاد یو بل غټ سوداګر د بلخ امپراتورعطامحمدنور بیا د مولوي نیازي د ملاتړ په سنګر کې دریږي او زیاتوي«هر گونه انتقاد و یا اظهار نظر در مورد این صنف را “اهانت به اسلام” و “ستیز با دین” و یا مصداق “کفرگویی” تلقی کرده که نه تنها پذیرفتنی نیست، بلکه مستوجب واکنشی قوی و قاطع است.»

دلته عطامحمدنور هېروي چې د ده په وینا، واقعي دین ستیزان څوک دي؟ خپله عطامحمدنور چې د اسلام، شریعت او جهاد په نوم يي ۳۰ کلونه سوداګري وکړه او د یو میلیارد ډالرو څښتن شو، ایا غټ دین ستیز نه دي؟ عطا نور چې خپله د دولت برحال والي دی، د مولوي نیازي فتوه چې د دولتي محاکمو پرځای ټولنه کې صحرايی طالبي او داعیشي محکمې جاري کوي، دین ستیزې نه ده؟ دلته د فرخندې د مظلومیت پوښتونکو او حق غوښتونکو په وړاندې ایا عطامحمدنور، د فرخندې د قتل د فتواګرو او خرافاتي لښکر سره په یوه سنګر کې نه دریږي؟

د عطا نورد اعلامیي او د ملا نیازي د فتوې هر ټکی او کلمه هغو ډبرو، کاڼو او کوتکونو ته ورته ده چې د شادوشمشیره په قصاب خانه کې د جهل او خرافاتو لښکر د هغو په مټ، فرخنده په وینو کې ولمبوله!

داسې فتوې او اعلاميي د هغو خځلو او تیلو پشان دي چې هغو کې فرخنده په ژوندونې وسوځول شوه!

دلته عطانور او شریکباڼي د کوڅې هغو لارویانو سره مله کیږي چې د خپلو شیطاني هوسونو لپاره يی فرخنده په ځوانۍ، د تورو خاورو خوراک کړه!

بلخوا د شادوشمشیره په فتنه تون کې د وري میاشت په دریمه، د جهل او تورتم د پلویانو لویه غونډه هم د عطامحمد نور او ملانیازي د اعلامیو او فتواو ادامه ده.

د دې غونډې په پریکړه کې یوځای لولو:

ــ د فرخندې قاتلین دې راخوشي او وبخښل شي، ځکه د دوی په اند هغوی په ناخبرۍ او په دیني ولولو سره دا قتل کړی دی.

ــ پر قران کریم شوې متیازې چې انځورونه يي په رسنیو کې خپاره شوي، د مدنې ټولنې کار دی.

ایا دلته هم دین ستیزي چې عطامحمد نور يي یادونه کوي، خپله دغه ډله نه ترسره کوي؟ د داسې ځنګلي او وحشي قتل، جانیان څوک بخښلای او عفوه کولای شي؟ که وبخښل شي او قاتلین بې له وړ جزا خوشي شي، ټولنه کومه خوا درومي؟ ایا دغه کړۍ د اسلام دین او محمدي شریعت، د ځنګله قانون کچې ته، نه ورټيټوي؟ دلته څوک د شریعت په ملاتړ ولاړ دي او څوک غواړي د ځنګل قانون په ټولنه کې پلی کړي؟

ریښتیا خبره دا ده چې جهادي مافیا، کوډګر او فتنه ګر ټول له یوه ورخه اوبه څښي. ټول د هېواد د ودانۍ او ټولنې د غوړېدا په وړاندي په یوه لیکه ولاړ دي.

دا چې په داسې مهال عبدالرب رسول سیاف او تورن اسماعیل خان تر اوسه څنګه چوپ پاتې شوي، ښايي د راولاړې شوې توطیي د سیناریو د پاتې برخې د پليتابه تابیا به نیسي!

د ۲۰۱۵ کال د مارچ ۲۹ مه

سرلوڅ مرادزی