وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

چارواکي که پخواني زورواکي..!

د چارواکو په څېرو کې د پخوانيو زورواکو افشا کيدل

د هيواد وروستيو حالاتو ته په کتو جوتيږي چې د هېواد امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، په ادارتو کې کارونه په خنډ او ځنډ سره پر مخ ځي، ډیری ادارې له سقوط سره مخ دي او تر ټولو جالبه لا دا ده چې چارواکي مو د خپل اصلي مسوليت پر ځای؛ نور هغه کارونه ترسره کوي چې مسول يی بل څوک وي او د کولو صلاحيت يي هم بل چا سره وي. زمونږ ډيری چارواکي هغه د پخواني متل چې وايي چرګه دانه دلته خوري خو هګۍ ګاونډي کره اچوي؛ په مصداق تغذيه له دولته اخلي خو کارونه شخصي، ګوندي او سمتي کوي. د حکومت په سطحه مو لوړپوړي څوکۍ د ګوندو،  تنظیمونو او بانفوذه ټولنیزو او سیاسي اشخاصو تر اغېز لاندې دي چې هيواد، هيوادوالو د ټول افغانستان یا د خپل لومړي مقام په پرتله، خپلو اشخاصو ته ډېر وفادار وي.

همدغه کسان او کړۍ دي چې خپل سیاسي ژوند په جنګ او نا ارامۍ کې ويني. دوی چې کله ځانونه د انزوا په حالت کې وويني او کله چې يي شخصي، ګوندي او سمتي ګټې له خطر سره مخامخ کيدونکې ووينې نو بيا د حکومت له منځه د يو جنګي مخالف په څېر څرګندونې کوي. دوی بیا کوښښ کوي چې هيواد يو ځل بیا تنظیمي حالت ته بوځي.

مونږ په افغانستان کې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت په يو نيم کلنه دوره کې؛ د حکومت له منځ پر حکومت د نيوکه کوونکو چارواکو ډيری تجربې لرو چې وروستۍ هغه يی په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمدضياء مسعود وروستۍ څرګندونې دي. له دې وړاندې هم د شمال بيلابيلو پخوانيو قوماندانو چې اوس په حکومت کې شريک هم دي؛ د حکومت له منځه په حکومت نيوکې کړي دي. د کندوز د سقوط په سبا د کابل مقتدر جنګسالاران شمالي ولایتونو ته لاړل چې د خپل نفوذ په حوزو کې د وجود تمثیل وکړي. په دغه منځ کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم شتون درلود چې غواړي له یوې خوا د جمیعت په هسته کې د ځان او خپلې کورنۍ مرکزي نقش ثابت وساتي، او هم له حکومتي امتيازه برخمن شي. له هغې وړاندې د چنګاښ په ۱۶ نيټه اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم په حکومت نيوکې کړې وې او ويلي يي و چې د ملي يووالي حکومت په هغې ژمنه کې، چې د خلکو د ژوند په ښه والي کې به بدلون راولي، پاتې راغلى دى. له دې وړاندې د تير کال لیندۍ ۵مه  د ولسي جرګې ريس عبدالرؤوف ابراهيمي هم په حکومت نيوکه کړې وه او ويلي و، چې »د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ملي وحدت حکومت سر تر پايه ناقانونه دی.«

اوس په تازه کې په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی ضیاء مسعود؛ تخار ولايت ته د سفر په ترڅ کې د خپلې ډلې له يو شمير غړو او جهادي مشرانو سره تر مشورې وروسته؛ په دې پلمه چې وسله والو مخالفينو په شمال کې او شمال ختيځو ولايتونو کې لوی مرکزونه جوړ کړي دي او حکومت د دوی د له منځه وړلو لپاره هيڅ نه دي کړي؛ د مجاهدينو شورا جوړه کړه. د ولسمشر ځانګړي استازی وايي يوازې مجاهدين کولای شي د وسله والو مخالفينو مخه ونيسي او حکومت د خلکو د امنيت ساتلو لپاره کومه پاليسي نه لري. د نوموړي په باور افغان امنيتي ځواکونه کمزوري دي او نه شي کولای چې په هيواد کې امنيت ټينګ کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی مسعود دا ډول غير مسولانه څرګندونې کوي بلکه دوه مياشتې وړاندې کله چې افغان دولت د سولې اړوند تازه هڅې پیل کړې وې؛ نوموړي د خبريالانو د ستاينې يوې غونډې ته په وينا کې ويلي و چې » سوله ملنډې دي او حکومت بايد په دې پروسه کې وخت تير نه کړي«

احمدضياء مسعود هغه شخص دی چې حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر پرې باور وکړ او د نوموړي لپاره يي يوه خاصه څوکۍ ځانګړې کړه، بيا يي ورته امتيازات او صلاحيتونه د ولسمشر د مرستيال سره برابر کړ نو اوس چې پوه شو چې د چا زور پرې نه رسيږي نو د حکومت له منځه يي په حکومت نيوکې شروع کړې.

په حقیقت کې دا ډول غير مسولانه څرګندونې د حکومت او ولس لپاره له وسله والو مخالفينو څو برابره خطرناکې تمامې دی شي ځکه دوی د حکومت يوه برخه ده او په خپله حکومتي برخه چې د حکومت د کمزورۍ خبرې کوي نو دا بيا په راتلونکې د ولس بې باورۍ لا ډیره زمينه برابروي. د داسې کسانو په مقابل کې د حکومت اقدام باید جدي او له ټولو مصلحتونو څخه لېرې وي، چا ته بايد د عامه ذهنیت د ګډوډلو اجازه ورنه کړل شي، ځکه داسې څرګندونې نه یوازې د حکومت پر حیثیت او داخلي جوړښت باور کموي ؛ بلکې د ملي ځواکونو پر ویاړلې او لوړې روحیې هم بد تاثېر کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي