جوردانو برونو (بخش نخست)

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

حضرت دوست

نوشته نذیر ظفر  شدم خراب إزا و خوب‌تر نمیگردم نهال خشک   شدم با…

 پس از پنج سال؛ آغاز شمارش معکوس برای پایان یک…

نویسنده: مهرالدین مشید پنج سال پس از بازگشت طالبان به قدرت،…

جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

«
»

په ټولنیز ژوندانه کې د ښځو رول

نور محمد غفوری

(د مارچ د ۸مې نیټې په مناسبت)

ښځه د ټولنې د ملا تیر ګڼل کېږي او د ټولنیز اقتصاد، کلتور، سیاست او امنیت په برخو کې حیاتي رول لري. په هېوادنیو چارو کې د ښځو فعال ګډون نه یوازې د کورنۍ اقتصادي ځواک پیاوړی او د ټولنې وده ګړندۍ کوي، بلکې د عدالت، برابرۍ او پرمختګ لامل هم ګرځي.

ښځې د هرې ټولنې د کارګري ځواک یوه مهمه او سمه نیمه برخه جوړوي، چې په کرنه، صنعت، تجارت، روغتیا، تعلیم، او نورو برخو کې کار کوي. که په یوه هېواد کې ښځې په تولیدي او خدماتي چارو کې زغرده برخه وانخلي او ترې منع شي، د هېواد د کار قوه سمه نیمه کمیږي او د همغه په تناسب د هیواد محصولات او خدمتونه او په پایله کې د هېواد د پرمختګ چټکتیا کمیږي. د ښځو کار او اقتصادي خپلواکي د کورنیو اقتصادي ثبات ته وده ورکوي او ټولنیز پرمختګ ګړندی کیږي. په وروسته ساتل شوو هېوادونو کې ښځې د وړو او متوسطو کاروبارونو له لارې د اقتصاد په  پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي. تاریخ راښئي چې که ښځو ته له نارینه و سره د کار او پانګونې مساوي فرصتونه برابر شي، د هېواد اقتصادي وده څو برابره چټکه کېږي.

ښځې د ټولنیزو ارزښتونو او نویو نسلونو ته د فرهنګ د انتقال، روزنې، بډاینې او ساتنې مهمې لارښوونکې دي. په هنر، ادبیاتو، موسیقۍ، سینما او رسنیو کې ستر رول لري او د ټولنې فکري ودې او معنوي ارزښتونو ته سرعت ورکوي. د ښځو ونډه په مدني ټولنو، ټولنیزو حرکتونو او د خیرښیګڼو په رضاکارانه چارو کې د عامه پوهاوي د زیاتوالي لامل ګرځي. د ښځو سیاسي مشارکت د عادلانه او ولسواک نظام جوړښت او پایښت تضمینوي. په پارلمان، حکومت، عدلیه، او تصمیم نیوونکو ادارو کې د ښځو شتون د ټولنې د ټولو قشرونو استازیتوب پیاوړی کوي. تاریخي تجربو ښودلې ده چې ښځې د سولې د راوستو او ساتنې، د بشري حقونو د خوندیتوب، او د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره اغېزمنه مبارزه کولای شي. تاریخ ثابته کړې چې کله ښځې په سیاست کې ونډه واخلي، شفافیت، عدالت او پرمختګ ته لاره هواریږي. د سولې د راوستو او ساتلو او د شخړو د حل په بهیر کې د ښځو رول خورا مهم دی. د ټولنیز امنیت په ساتلو کې اساسي ونډه لري، د کورني تاوتریخوالي، جنسي تیري، او انساني قاچاق ضد مبارزه کې ښځې رهبري کوونکی رول ښه لوبولای شي. د پوهنې او معارف په دندو کې د پولیسو، اردو، او نورو دولتي قانوني ادارو کې ښه کار کولای شي او د ټولنې لپاره یو ډاډمن امنیتي چاپېریال رامنځته کولای شي. ښځه نه یوازې د کورنۍ، بلکې د ټولنې د پرمختګ، ثبات او پیاوړتیا یوه مهمه برخه ده. د ټولنیز اقتصاد، کلتور، سیاست او امنیت په هره برخه کې د ښځو فعال ګډون، د ټولنې د سوکالۍ، عدالت او پرمختګ سبب ګرځي. نو لازمه ده چې د ښځو پر وړاندې ټول خنډونه له منځه یووړل شي او د هغوی لپاره د ملي ژوندانه په ټولو سکټورونو کې مساوي فرصتونه او چانسونه برابر شي.

په نړۍ کې ډیرو هغو ښځو چې د علم، اختراعاتو، تولیداتو او خدماتو په چارو کې فرصت تر لاسه کړی دی، ستر ستر بریالیتوبونه یې لاسته راوړي چې هم یې د ټولنې په هوساینه کې اغیزمن رول لوبولی او هم یې ځان او مسلک ته ستر ویاړ ګټلی دی. د ټولنیز ژوند په ډیرو برخو کې د نوبل د جایزې ګټونکې هم ښځې دی. د نوبل د جایزې ګټونکې ښځې هغه تکړه، زړورې او نوښتګرې مېرمنې دي چې په ساینس، ادبیاتو، سولې، اقتصاد او نورو برخو کې یې نړیوال بدلونونه رامنځته کړي دي. ماري کوري، ملاله یوسفزۍ، مور تېرېزا، وانګاري ماتای، شیرین عبادي، فرانسس آرنولډ، نادیا مراد او نورې د نوبل جایزې ګټونکې ښځې د بشریت لپاره الهام بخښونکي شخصیتونه دي. دوی د علم، سولې، بشري حقونو، اقتصاد، او سیاست په برخو کې نه یوازې انقلاب رامنځته کړی، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره یې لاره هم هواره کړې ده.

زموږ په ګران هېواد افغانستان کې لا تر اوسه ښځې د تعلیم، کار، ازادۍ، روغتیا، او قانوني ملاتړ له جدي محدودیتونو سره مخ دي. د دې ستونزو حل‌ نه یوازې د ښځو، بلکې د ټول افغانستان د پرمختګ لپاره مهم دی. د دې مشکلاتو د حل لپاره یوه جامع، تدریجي، او عملي پلان ته اړتیا ده، چې ورپکښې ټولنیز، قانوني، اقتصادي، او تعلیمي اصلاحات شامل وي.  

 د ښځو د حقوقو د ساتنې او د هغوی په وړاندې د زورزیاتي د مخنیوي لپاره تر ټولو د مخه د قوي قوانینو تصویب او پلي کولو ته اړتیاده؛ داسې قوانین چې د جبري ودونو، کورني تاوتریخوالي، او ناموسي وژنو مخه ونیولای شي. د ښځو د شکایتونو د اورېدو لپاره باید خوندي مرکزونه جوړ شي، ترڅو دوی وکولای شي د خپلو حقونو دفاع وکړي. کورني تاوتریخوالي ته د رسېدو لپاره باید د مشورې ورکولو مرکزونه رامنځته شي، چې ښځې پکې د قانوني او رواني مشورو ترلاسه کولو زمینه ولري. ښځو ته باید پرته له محدودیتونو روغتیايي خدمات برابر شي، په ځانګړي ډول د زېږون، مور او ماشوم پاملرنې په برخه کې ډیر پام او کار اړین دی. د ښځو لپاره باید نورې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې وروزل شي، تر څو هغوی ته غوره خدمات وړاندې کړي. د کلیوالو سیمو لپاره باید سیارې روغتیايي ډلې رامنځته شي، څو هغه ښځې هم د خدماتو څخه برخمنې شي، چې روغتون ته لاسرسی نه لري. ښځو ته باید اجازه ورکړل شي، چې د قانون جوړونې، سیاست، او دولتي پریکړو د نیولو په برخه کې ونډه واخلي؛ د مدني ټولنو او د ښځو د حقونو د مدافع سازمانونو فعالیت وهڅول شي او د نړیوالو بنسټونو مرستې د ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو د راژوندي کولو او چټکولو په خاطر را جلب شي. د دیني علماوو، قومي مشرانو، او ټولنیزو فعالانو له لارې باید خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه مثبت پیغامونه ورکړل شي او د رسنیو، ښوونځیو، او دیني خطبو له لارې باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغوی د حقونو د تأمین لپاره کار وشي.

 په افغانستان کې د ښځو د ستونزو حل یوازې د حکومت، مدني ټولنو، یا نړیوالو سازمانونو مسؤلیت نه دی، بلکې دا د ټولنې د هر فرد مسؤلیت دی. که ښځو ته د زده‌کړې، کار، روغتیا، او سیاسي مشارکت زمینه برابره شي، نو ټولنه به پرمختګ وکړي. د ښځو پرمختګ د ټول هېواد د پرمختګ مانا لري، ځکه چې یوه روغه، تعلیمیافته او د اقتصادي لحاظه پخپلو پښو ولاړه او پیاوړې ښځه، یوه قوي ټولنه جوړولای شي.