جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

په يوه کال کې د اووه سري حکومت اووه شرمناکې کړنې

نوی کال، زوړ ناورين

که څه هم د ګډ حکومت زعيمانو ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله عبدالله د کار په لومړۍ ورځ د قسم خوړلو (سوګند يا تحليف) څخه پنځلس دقيقې وروسته؛ خپل خوړل شوی قسم مات کړ او د اجرايه ریاست د څوکۍ په رامنځته کولو يي د قانون له سرو کرښو پښه واړوله، چې د ډيری شنونکو په باور د افغانستان د اوسنيو بدبختيو سرچينه همدا د اجرايه ریاست غير قانوني څوکۍ ده؛ چې د واک د پنځوس ــ پنځوس ويش له امله د حکومت په راس کې دوه آمران يي وزيږول او په دې ترتيب د نظر اختلاف ته زمينه برابره شوه. خو که د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت د تير ۱۳۹۴ کال سياسي، اقتصادي او نظامي بهير ته وګورو نو په کې څو درجنه نيمګړتياوې او ناورينونه تر سترګو کيږي.

۱ــ قانون ماتونه او خپلمنځي اختلافات

لکه څرنګه چې پورته يادونه وشوه چې ولسمشر او اجرايه رييس د کار په لومړۍ ورځ اساسي قانون مات کړ نو دا لړۍ همداسې تر ننه روانه ده آن دا چې لويه بيلګه يي د کابل بانک ميليوني پوروړي خيل الله فیروزي سره د بند پر مهال د سمارټ سيټي ښارګوټي لاسليکول دي.

۲ــ په څوکيو جنګ

له کله نه چې واک د اشرف غني او عبدالله تر منځ پنځوس ــ پنځوس تقسيم شو؛ له هماغې ورځې دغه دواړه ښاغلي د ملي ګټو پر ځای د خپلو شخصي، ګوندي او سمتي ګټو په لټه کې شول. د هر يو هڅه دا ده چې د خپلې ډلې کس ته ډیر ا متياز ترلاسه کړي. د کابينې له جوړولو نيولی آن تر ننه هر يو د خپل ټيم د پياوړي کيدو لپاره په يو عادي پوسټ د شخص ګمارلو پر سر هم په يو واحد نظر نه دي. کله د يو ولايت لپاره د یو پر ځای دوه ښاروالان ټاکي او کله بیا د يو نيم کال په تيريدلو سره د يو ولايت لپاره په یو ښاروال سره نه صلاح کيږي. ښه بيلګه يي د هلمند او کابل ولايتونه دي چې هلمند ته دوه او کابل ته هيڅ ښاروال نه دی ټاکل شوی.

۳ــ ناکامه بهرنۍ پاليسي

د ملي يووالي تر نوم لاندې د اشرف غني او  عبدالله تر منځ د ګډ حکومت له پيله پاکستان ته په يو طرفه امتياز ورکولو قايل شو. دوی په پاکستان ړوند باور وکړ او تر منځ يي د دوستۍ شخصي فضا ډیره خوږه شوه. حتی تر دې راورسيدل چې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي کړيو تر منځ د معلوماتو پټ تفاهم ليک هم لاسليک شو. غني فکر کولو چې په امتياز ورکولو سره به د پاکستان نيت کې بدلون راولي خو متفکر په خپل رنګ کې کوټ وخوړو او پاکستان ورسره يو ځل بيا خپل دوه مخی چلند پر مخ یووړ. ښه بيلګه یي د افغان سولې پروسې سره د پاکستان د مرستې په نوم له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې امتياز ترلاسه کول دي چې په وروستيو کې يي طالب مشر ملا منصور هم د آی ايس آی په اشاره له پاکستانه ويستی څو د افغان سولې پروسه ناکامه شي.

۴ــ د لويو قضيو نيمګړې پريښودل

ګډ حکومت په یو نمايشي اقدام کې د کار په لومړيو کې د کابل بانک د دوسيي د سپړلو حکم وکړ خو د څه مودې وروسته په قضيه خاورې واړول شوې او لاینحله پاتې شوه. په ياده قضيه کې مجرم کسان نه یوازې دا چې په سزا ونه رسيدل؛ بلکه ورسره د يو آزاد شخص په توګه د ښارګوټو ودانيز قراردادونه هم لاسليک شول. همداشان د يو کال په تيريدلو د فرخندې قضيه هم لاينحله پاتې شوه او تر ننه هيڅ کوم مجرم په ټاکل شوې سزا مجازات نشو.

۵ــ د امنيت ترينګلې کيدل

په تير حکومت کې امنيتي حالات دومره نه و وخيم شوی لکه د ګد حکومت په يو نيم کلنه دوره کې چې خلک آن په خپلو کورونو کې هم ځان خوندي نه احساس کوي. د يو شمير ولايتونو د ځينو ولسواليو تر څنګ د کندز ولايت سقوط هغه څه دي چې د عبدالله او اشرف غني د ګډ حکومت نظامي قوت په ډاګه کوي. همداشان په لويو لارو د مسافرو برمته کول او بيا ترې سرونه پرې کول، په ليرې ولايتونو کې د صحرايي محکمو ډيروالی او په فارياب ولايت کې د امنيتي ځواکونو برمته کيدل هم د ګډ حکومت د مهال بد امني په ډاګه کوي.

۶ــ بيکاري ډیریدل او د کاري ځواک تېښته

د ملي يووالي حکومت مشرانو د کمپاينونو پر مهال غوړې غوړې ژمنې ورکولې چې د افغانانو په دسترخوان کې به مثبت بدلون راولي او د ولس يوه ډوډۍ به په دوه هغو بدلوي؛ خو دا دی د دوی يو نيم کلنې دورې په ثبوت ورسوله چې نه یوازې دا چې د ولس په دسترخوان کې کوم مثبت بدلون رانغی بلکه په دسترخوان يوه ډوډۍ يي هم نيمايي شوه او يا بيخي بې ډوډۍ شو. د همدغې بيکارۍ او په خپل راتلونکې بې باورۍ ولس اړ کړ چې خپل کور، پټی او پوله وپلوري او د يوې ښې راتلونکې په موخه د اروپايي هيوادونو سخت سفر ته غاړه کيږدي. د ملي يووالي په يو نيم کلنه دوره کې تقريباً يو نيم ميليون کسان بيکاره او د یو سلو پنځوس زرو څخه زيات اروپايي هيوادونو ته کډه شول.

۷ــ له ولسه شکوونه

د نړۍ په نورو هيوادونو کې د يو هيواد حکومت د ولس ارامۍ ، هوساينې او پرمختګ لپاره کار کوي او د ولس لپاره په هره برخه کې اسانتياوې برابروي په ځانګړي توګه د ولس د اقتصاد د پياوړتيا لپاره بيلابيل پروګرامونه په لاره اچوي؛ خو دلته د ملي يووالي حکومت له ولسه د پيسو په شکوونه بوخت دی او د ولس په پیسو ځانونه مړوي. ښه بيلګه يي په اوسني کمزوري اقتصادي حالت کې په ولس د ټليفون کريډيت ماليه وضع کول، په دولتي روغتونونو کې د فيس په مقابل کې د ناروغانو معاينه کول او د برېښنا په بلونو کې د قيمت زياتوالی دی.

پورته تحليل ته په کتو د راتلونکې لپاره هم د ښې راتلونکې اوميدونه ډیر کم دي. کال به نوی شي خو حالات به نوي نه شی، کال به نوی شي خو فسادات به لرې نه شي، کال به نوی شي خو د غمونو کروندې به زمونږه په وینو لاهم اوبه کیږي او کال به نوی شي خو افغانستان به لا د پخوا په شان د نړۍ بدبخته هيواد وي.

لیکنه : خوشحال آصفي