وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ قصد په کابل کې اخلي

کله هم چې د آی ايس آی نوم اخيستل کيږي نو د هر افغان ذهن ته د پاکستان د هغه پليتې استخباراتي ادارې انځور راځي چې له کلونو راهيسې د افغانسان د ورانولو او د بربادۍ لپاره کار کوي. د پاکستان دغې پليتې ادارې او پوځ د افغانستان د بربادۍ لپاره په هيڅ ډول حربې سرفه نه ده کړې او په هر وحشت چې يې لاس بر شوی دی؛ ترسره کړی يې دی. دغې استخباراتي ادارې د افغانانو د بدبخته کولو لپاره هر لار په کار اچولې او تل يې دلته د خپلو لاسپوڅو پر مټ پر افغانانو آفت راوستی دی.

د پاکستان استخباراتو او پوځ په افغانستان کې د نظامي لاسوهنې تر څنګ مذهبي، قومي، سمتي او ژبني تعصب اور ته لمن وهلې او يو قوم يې د بل قوم او د يوې ژبې ويونکي يې د بلې ژبې ويونکو سره په بې اتفاقۍ ککړ کړي دي. دغې ادارې په ټولنيزه ميډيا کې په لکونو جعلي اکاونټونه جوړ کړي څو د افغانانو تر منځ قومي، سمتي او مذهبي بې اتفاقۍ ته لمن ووهي. د ټولنيزې ميډيا تر څنګ يې دلته دننه په حکومتي اډانه کې پراخ ځري او لاسپوڅي په بيه اخيستي چې وخت ناوخت د ملي مسايلو اړوند حساسيت پارونکې څرګندونې کوي.

پاکستان دلته د افغان حکومت په دننه کې د مامور، مشاور او رييس په نوم اشخاص په بيه اخيستي او د آی ايس آی په اشاره د پاکستان د ګټو د تامين لپاره کار کوي او مستقيماً د افغانستان ملي هويت، ملې ګټې او ملي مسايل پرې ګواښي. پاکستان دلته په پوهنتونونو کې د استادانو په نوم خلک په ټيکه اخيستي دي څو د پوهنتون د ښوونکي په نوم په خلکو کې ځای پيدا او نور د پاکستان ګټې تامين کړي. پاکستان دلته په ټولنه کې د سياسي شنونکي، پوځي کارپوه، نظامي کارکوونکي، مدني فعال، حقوقي کارپوه او په بيلابيلو نومونو خلک ګمارلي دي او وخت ناوخت پرې د افغانانو ملي ګټي ګواښي.

ښه بېلګه يې په ولسي جرګه کې هغه استازي يادولی شو چې تل يې له افغانيته انکار کړی دی او د پاکستان په ګټه يې د ډيورنډ کرښې د منلو غږ پورته کړی دی. بله بېلګه يې په رسنيو کې یو شمیر فعال جاسوسان يادولی شو چې د ټلويزيونونو په بحثونو کې د سیاسي کارپوه ، مدني فعال اونظامي کارپوه په نوم ګډون کوي او تل يې د افغانانو ملي ګټې ګواښلي دي او هغه حساسيت پارونکو مسايلو ته يې لمن وهلې چې په اړوند يې پريکړه کول آن د دولتونو له صلاحيته وتلې خبره ده او يواځې ملتونه کولی شي چې په اړه يې پرېکړه وکړي.

اوس چې پاکستان کې د پښتنو خود جوشه غورځنګ په لار اچول شوی دی او دلته په افغانستان کې يې هم په بې ساري ډول د ملاتړ غږونه پورته شول او لا هم دا لړۍ روانه ده، نو له پاکستانۍ ادارې په ځانګړې توګه له استخباراتو او پوځ څخه يې لاره ورکه ده چې څه وکړي څو د دغو پښتنو مخ ډپ کړي. بېلابېلې هڅې يې وکړې څو د دغه غورځنګ مخنيوی وکړي خو بريالي نشول. بلاخره يې په افغانستان کې خپل موجود پلورل شوي جاسوسان په شا وډبول څو دلته د ملي مسايلو اړوند حساسيت پارونکې څرګندونې وکړي او د خلکو ذهنونه بل لور ته واړوي.

اوس يو ځل بيا د ولسي جرګې همدغې وکيل او همدې سیاسي او پوځي کارپوه په نوم ، د افغانستان لويې ملي مسالې (ډيورنډ) اړوند خپلې مردارې خولې پرانيستې او له پاکستان سره يې په رسميت د منلو غوښتنه کړې ده. ويل کيږي دغو کسانو پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې ډيورنډ کرښه د امان الله خان په وخت کې په رسميت منل شوې کرښه ده او دا د پاکستان قانوني حق دی.

خلک له دغو بې شرمه او پلورل شويو پليتو څېرو نه پوښتنه کوي چې تاسې په کوم جرأت ځان ته دومره صلاحيت ورکړی دی چې د هغه ملي مسايلو اړوند خپلې مردارې خولې پرانيزۍ چې حتی دولتونه يې په اړه د پرېکړې حق نه لري او يواځې ملتونه يې سرنوشت ټاکلی شي؟ تاسې د کوم باغ مولۍ ياستئ چې د افغانستان د ملي مسايلو اړوند د پریکړې کولو حق مو ځان ته ورکړی دی؟

خبره معلومه ده چې پاکستان په کوزه پختونخواه کې د پښتون ژغورنې خودجوشه غورځنګ د مخنيوي او کمزوري کولو لپاره په افغانستان کې له خپلو جاسوسانو ګټه اخلي او غواړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غچ دلته په کابل کې واخلي. پاکستان اوس غواړي چې په پوره زور سره دلته په افغانستان کې د خپلو ګوډاګیانو پر مټ د برو پښتنو افغانانو فکر له لرو پښتنو واړوي او په دې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ ته صدمه ورسوي. خو هم پاکستان او هم دې دلته د هغوی ميشت جاسوسان خبر وي چې دا ولس نور يو شوی دی، نور د پاکستان د بربادۍ وخت راغلی دی او نور نو د آی ايس آی د هر ډول شومې کړنې په مقابل کې پوه شوي دي او نه پريږدي چې خپلو مردارو اهدافو ته ورسيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي