ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

«
»

پاکستانه..! مونږ ستا څوکیداري نه غواړو خو ترهګر غله دې وتړه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو خړپړتیا اوږده سابقه لري. د پاکستان له پیدایښته تر ننه له افغانستان سره یې د دوست په څېره کې خپله دښمني پاللې ده. په تیرو حکومتونو کې هم دغه اړیکې کله کله د تریګلتیا اوج ته رسیدلې خو البته تر اوسه لکه هندوستان او پاکستان تر منځ چې د کشمیر په سر په ښکاره دښمني شتون لري؛ له پاکستان سره افغانستان خپله ښکاره دښمني نه ده اعلان کړې. په افغانستان کې د پاکستان له لاسوهنو څخه هم افغان ولس او هم افغان دولت تر پزې راغلي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دلته په هیواد کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنیوي او د افغانستان په چارو کې ددغه هیواد د لاس لنډولو په خاطر دغه هیواد ته په لسګونو سفرونه کړي، بیلابیلې ډيپلوماټيکې هڅې یې کړې وې چې دغه هیواد د افراطیت او ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي، د پاکستان بیلابیلو چارواکو سره هم پاکستان کې او هم دلته د ارګ دننه مشورتي ناستې يې ترسره کړې خو هغه څه چې ولسمشر کرزي او افغان ولس ترې هیله درلوده؛ هیڅ ونه شول. همدا ډول د ګډ حکومت په راتګ سره هم ولس هیله درلوده چې د پاکستان سره د اړیکو په رغیدا کې به دوباره له صفره خبرې نه پيلیږي بلکه نوی حکومت به په یوه ځانګړې ډیپلوماسۍ او پیاوړي بهرني سیاست او پالیسۍ سره له دغه هیواد سره د اړیکو محور ټاکي؛ خو له بده مرغه چې ګډ حکومت خبره له صفره پيل کړه او ولسمشر غني د واک په لومړیو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړ، د پاکستاني چارواکو پر مخ یې د ارګ دروازې پرانیستلې، دغه هیواد ته یې د پوځي روزنې په موخه افغان افسران واستول، له دغه هیواد سره یې د استخباراتي معلوماتو پټ تفاهم لیک دلاسلیک موضوع برسیره کړ، په خلص ډول دا چې ګډ حکومت پاکستان ته یو طرفه امتیاز ورکړ خو پایله یې بیا هم د پاکستان له تکراري ژمنو پرته بل څه نه شوه. په افغانستان کې د وروستیو خونړیو چاودونو او ځانمرګو بریدونو وروسته چې تر ډیره پړه یې پر پاکستان واچول شوه؛ د پاکستان په خلاف د افغان ولس د صبر کاسه ډکه شوه او بلاخره په ورستي اقدام کې یې د پاکستاني تولیداتو په تحریم لاس پورې کړ. له افغان دولته ولس هیله درلوده چې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه چې څو ورځې وړاندې تیره شوه او د افغانستان په استازيتوب په کې اجرایوي مشر عبدالله عبدالله ګډون کړی و؛ ولس هیله درلوده چې ښاغلی عبدالله به د پاکستان په خلاف د افغانانو شکایات په مستندو او کره سندونو سره په مکتوبي ډول؛ نړیوالو ته او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته ورسوي، خو له بده مرغه چې ښاغلي عبدالله پرته له دې چې د امریکا د مرسته ستاینه وکړي او د ګډ حکومت د یو کلنې دورې صفت وکړي؛ د پاکستان څخه د افغانانو د شکایت اړوند هیڅ ونکړل، عبدالله عبدالله فقط دومره وکړل چې د غونډې په وروستۍ ورځ یې په شفاهي ډول د ملګرو ملتونو د غونډې په تالار کې په غیر مستقیم ډول له پاکستان څخه شکایت وکړ، عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل؛ پاکستان باید پر خپله خاوره د اورپکو پر ضد د ګامونو پورته کولو ژمنې پوره کړي. ده وویل، ځینې بریدونه له پولې اخوا سمبالېږي او “موږ له پاکستان غواړو، مشرانو چې یې څو میاشتې مخکې کومې ژمنې له موږ سره وکړې، هغه دې پوره کړي.”
ښاغلي عبدالله له پاکستان شکایت وکړ خو هغه رنګه چې افغانانو ترې هیله درلوده او بایده یې کړي وای؛ وې نکړل. ده باید هغه اسناد او شواهد چې د افغانستان په بیلابیلو ترهګریزو بریدونو کې د پاکستان لاس لرل ثابتوي؛ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په رسمي ډول وړاندې کړې وای، اجرایوي ریس باید نړیوالو ته د پاکستان اصلي څېره بربنډه کړې وای، خو له بده مرغه چې داسې ونه شول او یوازې په شفاهي وینا بسنه وشوه.

اوس مهال تازه راپورونه وایې، په داسې حال کې چې پاکستان د هند سره خپله د اوږدې مودې لانجې په درشل کې؛ له هنده خپل رسمي شکایات تر ملگرو ملتونو پوری ورسول، او د دغه سازمان عمومي منشي بان کي مون دفتر ته درې دوسیې وړاندي کړې چې په کې د پاکستان په نا آرامیو کې د هند د لاس درلودلو تورونه بیان شوي دي؛ پاکستان له افغانستانه وغوښتل چې د اسلام اباد د مداخلو په اړه نړیوالو ته شکایت ونه کړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي؛ «موږ د افغانستان څوکیداران نه یوو او نه د اشرف غني په ګډون بل چا ته ځواب ورکوونکي یوو. په افغانستان کې که څوک وپرنجېږي هم نو تور یې پر پاکستان لګوي، افغانستان دې خپلې اندېښنې زموږ سره شریکې کړي، موږ تیار یوو چې د دوی خبرې واورو»
دلته اوس افغان دولت او ولس ته پوښتنه پیدا کیږي چې پاکستان کوم ډول مستقیمي خبرې غواړي چې مونږ ورسره د خپل شکایت اړوند مستقیمې خبرې وکړو؟ مونږ پوښتنه کوو چې پاکستاني چارواکي په کومه ژبه پوهیږي چې مونږ ورسره خپل شکایات مطرح کړو؟ پاکستان کوم ډول ډیپلوماټیکي اړیکې غواړي چې مونږ یې ورسره ولرو او اصلا د مستقیمو خبرو کولو څخه یې هدف څه دی؟

زما په نظر له پاکستان سره د ستونزې حل به دا وي چې په افغانستان کې د پاکستان دلاسوهنو او په وروستیو بریدونو کې د دغه هیواد د ښکاره لاس لرلو اړوند یو ځل بیا افغان دولت د ملگرو ملتونو د عمومي منشي د دفتر له لاري دغې نړۍ والي مؤسسې ته په کره او مستندو لاسوندو مکتوبي شکل شکایت وکړي او هغه ناآرامونکي او ترهګریز اعمال چې پاکستان یې زمونږ د هیواد په خلاف تر سره کوي افشا کړو.

لیکنه : خوشحال آصفي