افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

 افغانستان؛ در بن‌بست اعتماد و آینده ناپیدا

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ میان بی‌اعتمادی و بن‌بست سیاسی افغانستان در یکی…

شایسته‌سالاری؛ بنیان عدالت اجتماعی و پیش‌شرط حکمرانی کارآمد

 نور محمد غفوری عدالت اجتماعی، به‌عنوان یکی از بنیادی‌ترین ارزش‌های دولت…

رسول حمزتف شاعر شوروی و مردم داغستان

مترجم:  رسول حمزتف از مهم‌ترین شاعران داغستان و یکی از چهره‌های…

«
»

ولې د اتلافی حکومت په مقابل کې اپوزیسیون ګوند ضروری دی ؟؟؟؟

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د نوامبر ۱۹مه ۲۰۱۵ کال
هر حکومت په هر هیواد کی چې حاکم  وي باید مخالف یا اپوزیسیون حزب هلته شتون ولري ،د فلسفی لحاظه هم ضرورت دی اود  فلسفی د قوانینو یو قانو عبارت دی له ( وحدت ومبارزه ضدین ) چې د دیالکتیک دقوانینو اساس جوړی ، په  لندن کې دوه قوی یا لوی حزبونه دی چې یو ېې د ، لیبر( کارګر ) ګوند دی او بل ېې محافظه کار یا (کانسرواتیو ) ګوند نومیژی ، نور واړه حزبونه هم شته چې د سبزا او لیبرال دیموکراتانو په نامو یادیژي ، یا په هندوستان کې هلته هم یو لوی ګوند د کانګرس ګوند دی او بل ې د جناتا پارتي ده او ځني نور هم شتون لري ::
 اپوزیسیون همیشه له یوه طرفه د حاکم ګوند له پاره مشورې – لارې چارې او د کارونو او قراردادونو او نړیوالو اړیکو په ارتباط ډیر مفید او دقیق علمی او قانونی معلومات ورکوي تر څو حاکم حکومت چې غیر ګوندي او لاس پوڅۍ ، دستوری حکومت دی ، په یوه ګوند پورې اړه نه لري او همیشه په داخلی او بین المللی سطح له کړاوونو او بحران سره مواجه کیژي ، کرزي په ۱۳ کالو کې ونه کولای شول چې اقلا پنځه یا اووه ګوندونه رسما جوړ او اعلان کړي تر څو د ریاست جمهوری او صدارت له پاره د احزابو تر منځ مبارزه قانونی او علمی بڼه غوره کړي چې دغه نقیصه د کرزي د زمام داري یو لویه بې پروایی او دسیسه وه،  له  همدی خاطره اپوزیسیون ګوند کولای شي حاکم حکومت ته فرصت مساعد کړي چې  په ملی او بین المللی سطح د بحران او خطر سره مواجه نه شي .
دوهم : –  مخالف یا اپوزیسیون ګوند له پاره ددې ضروری بولم  چې هغه ډیر مهم اوهغه خراب کارونه چې دکرزي او نن د اشرف غنی حکومت ورته ادامه ورکوی او  ورسره مواجه دی لکه د (   د امنیت نه راوستل – بیکاری نه لغوه کول – نوي احزاب نه معرفی کول – او تعداد ېې د ۱۰۰ نه ( ۵-۷ ) ته نه را ټیټول ، – الکترونی تذکیری نه ویشل – موازی زورواکۍ دملی وحشت حکومت ته د پای ټکۍنه  ایښودل – د انتحاری او بم ګذاریو مخه نه نیول – په هیواد کی د برق لوی بندونه نه شروع کول – زراعت  نه خود کفا کول – کار اهل د کار ته نه سپارل – زورواکان او توپک ماران په لوړو مقامو مقررول – درشوت خورو او کډنپیانو مخه نه نیول – وسله وال پوځ په مدرن هوایی او زمینی مدرنو وسلو نه سمبالول – د پاکستان – امریکا سره مشکلات نه یو طرفه کول – او ریس جمهور او ریس اجرایه د امریکا د لاس پوڅو او مزدورانو په حیث وظیفو ته ادامه ورکول – د طالبانو سره دحل لاره نه پیدا کول – د بیکاره او مزدورې صلحې شوراحاکمیت او قدرت ته خاتمه نه ورکول – د قیمتی ډبرو معادن نه ملی کول – د مکلفیت دوه کلنه د خدمت دوره بیرته نه را ژوندۍ کول – روحانیونو او ملانو ته خاصه وظیفه نه سپارل – – تحصیلی سویه نه لوړول – میخانیکی کالجونه او حرفوی مکاتب نه جوړول او په ۱۰۰ هاوو نور ډیر مهم او ضروری کارونه هغه موارد دی چې د کرزي او اشرف غنی حکومت ونه کړۍ شوۍ ، مخصوصا د مدني ټولنو او بیشمیره ګوندونو اساسی دنده او یا وظیفه نه تعینول او مشخصول ، ۱۰۰۰۰۰  نفرو مظاهره وکړه او دغه مظاهره درسته او دقیقه نه وه تنظیم شوي او اصلی او نهایی وظیفه ېې معلومه نه وه ، په داسې حال کې چې که هیواد دیوه داسې لوی او نه ختمیدونکی بحران سره مواجه وي او یو حزب یا سیاست مدار دبیرون رفت لاره نه شي را منځ ته کولای نو اپوزیسیون ګوند باید داسې یو تاریخی لاریون تر سره کړي تر څو حاکم موجوده حکومت ته ددوو ورځو په دوران کی د استعفي غوشتنه وکړي یعنی باید مظاهره چیان ریس جمهور او ریس اجرایه ته ضرب العجل تعین کړي چې به دوو یا دریو ورڅو کی استعفی ورکړي او نوۍ حکومت باید عاجل را منځ ته شي ، نوۍ حکومت دیوه لوی اپوزیسیون ګوند له خوانه تشکیل او معرفی کیژی چې اکثریت وزیران او والیان به ېې نه د تنظیمو او نه جهادی ګوندو بلکه د ځوانانو له منځه د لسانس او دکتورا په سویه بیطرفه ځوانان نارینه او ښځینه په نوی حکومت کی ونډه ولري او حتما به په نوی حکومت کی اقلا ۶ کسه ښخینه وزیرانی موجودیت ولري او د ښځو ازادۍ او د خلکو د کلتوری او فرهنګی ودی  خاصتا دبیسیوادی له منځه وړلو ته خاصه پاملرنه وکړي .
دریم :: اپوزیسیون ګوند سر له ننه باید ځوان رهبران او ځوان متخصص او تحصیل کرده مبتکر – خلاق ځوانان د هیواد له پوهنتونو او ادارو نه انتخاب کړي ، بیا تکراروم چې انتخابات باید فقط د لیاقت او تخصص په بنیاد ولاړ وی هیڅ ډول تنظیمی – جهادی – کمونستی – اخوانی – ماویستی – سازای ( زبانی ، سمتی ، قومی او ملیتی ) صبغه ونه لری ، هر وزیر – والی – ریس – معین – سفیر ویا شاردزافیر باید اقلا ماستر – دکتور یا فروفیسور وي او په نوې کابینه کی اصلا یوه نفر د کرزي – اشرف غنی او ډبل عبدالله له ټیمو نه مقرر نه شي ( ازموده را ازمودن خطا است ) یعنې جهادی  – کمونست – وزیر والی ویا  رهبر ویا قوماندان او یا هغو ته چې طالبی یا داعشی څیره وي  ځای ور نه کړل شي ، په ملکی او نظامی کی سر له ننه کارونه پیل کړۍ او هر څوک جلب او جذب شروع کړۍ .
څلورم :که اپوزیسیون ګوند چې دیوه اکثریت ګوند په توګه د روشن فکرانو – اعتدال پسنده مجاهدینو او طالبانو – د خلق او پرچم له پاکو او وطن پرستانو – د ماویستانو او نورو عقیده لرونکی کسانو له جملی نه جوړیژی چې په هره ایدیالوژۍ چې سمبال وي د هغو سره خدای پامانی وکړي او یوه سیاسی ایزم او تیورۍ ته نور مزدور او غلام پاتې نه شي بلکه د اپوزیسیون ګوند تیوری او ایدیالوژی به ((  فقط او فقط په وطن دوستی – ملي وحدت – ورورۍ – همدیګر پذیرۍ – افغانیت – معتدل اسلام – ترقۍ – د ښځو عام او تام ازادی او حقوقو ))  رعایتول او په هیڅ وجه د (( د اخوانیت – وهابیت یا سلفیت یا کمونستی – یا ماویستی )) ایدیالوژۍ ته د صفوف تر منځ د تبلیغ او ترویج اجازه ور نه کړل شي، دغه ګوند باید د غرب او شرق او همسایه ګانو سره خپل ((  ملی – اسلامی او افغانی )) دریځ روښانه او تثبیت او ورنه په دغو مواردو کې ددوی له خوانه سرغړونه او مداخله کول لوی ملی او بین امللیی جرم بولم .