وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

افغانستان؛ سرزمینی میان جغرافیا و تاریخ

چرا راه‌ها همیشه سرنوشت ما را تعیین کرده‌اند؟ گاهی برای فهم…

از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

«
»

مغرور انسانه

دا  چې  لوبې  په  سرو  سپینو  هر سبا  کړې

راته  ووایه  چې  دا  هومره  مغرور  چا  کړې

د  دنیا  په  مینه  مست  یې  بې  شرابو

د  هستۍ  جنون  له  هر څه  بې  پروا  کړې

د هغه   په  حال  چې  وریځ  د  اسمان  ژاړي

ته  پرې  هر  ساعت  خندا  لکه  برېښنا  کړې

له  همدې  خاورو  پیدا  خاکي  انسان  یې

نه  پوهیږم  دنیا  ولې  په  هوا  کړې

هر  څوک  ټیټ  درته  ښکاریږي  له  خپل  ځانه

خپل  نظر  کې  خپل  ګومان  ابن  سینا  کړې

دغه  علم  دغه  مال  دغه  کمال  ستا

بلا بویه  چې  یې  هر  چا  نه  جلا  کړې

موږ  او  ته  د  یوه  کور  او  یو  کهول  یو

د  دنیا  عزت  له  موږ  نه  نا  اشنا   کړې

د  غرور  له  ماڼۍ  ښکته  شه   دنیا  ته

که  د  خوار  او  د غریب  د  زړه  دوا   کړې

لږ  زړه  سوی  او  همدردي  که  در  سره  وي

دا  زموږ  تیاره  محفل  به  ټول  رڼا  کړې

پتنګان  به  دې  تاوېږي  له  برجله

په  احسان  به  ځان  محبوب  لکه  لیلی  کړې

رڼایي   د  حقیقت  به  دې  نصیب  شي

کوه  طور  ته  به   د  زړونو  لار  پیدا  کړې

فرعونان   به  دې  له   ویرې  سودایان  شي

دلجویي  د  خوار  غریب  که  په  رښتیا  کړې

شاعر :  ارواښاد  استاد ګل پاچا الفت

ترتیب کوونکی  :  انجنیر  عبدالقادرمسعود

***

خپلواکي

د  ملي  ژوند  اساس  خپلواکي  ده

د ملي  غرور  ژوند، سرلوړي  ده

د  څو  تنو  د  څو  کسو  خونه  ده

پکې  برخه  د  هر هر  سړي  ده

حفاظت  یې  په  سر  او  په  مال

د  هر چا  وظیفه  ایماني  ده

په  تش  لاس  یې  ساتنه  ده  ګرانه

لوی  دښمن  یې  خواري  بیوسي  ده

په  ملي  قدرت  لاس  ته  راغلی

په  ملي  اتحاد  متکي  ده

چې  هر  څومره  ملت  متحد  وي

خپلواکي  یې  هغومره  قوي  ده

په  ملي  تربیه  قوت  مومي

په  ملي  روحیه  کې  خوندي  ده

ټیګ  اساس  یې  ملي  اقتصاد  دی

خپلواکي  نورو  نه  بې  نیازي  ده

په  ملي  ثقافت  قوم  ژوندی  دی

کولتوري  سرمایه  یې  هستي  ده

راشئ  ورکه  خواري  کړو  وطن  نه

ترقۍ  لور  ته  هڅه  حتمي  ده

ورکه  کړئ  باداري  د  څوتنو

خپلواکي  د  فرد،  فرد  آزادي  ده

په  آزاد  او  خپلواکه  وطن  کې

روا  کله   په  بل  باداري  ده

شاعر :  ارواښاد  استاد ګل پاچا الفت

ترتیب کوونکی  :  انجنیر  عبدالقادرمسعود

****