لوبې

ګل دامېدونه غړېدلې دی
لېاره کې کابل مې نژدې شوی دی
هلته کاراکاس راته فغان کوي
دلته اوکراېن مې ژړېدلې دی
داد کوم غليم دکوم خناس له لا س
ټول جها ن په اور کې ستي شوی دی
مېندې په ژړا دي له بچو سره
دا سا تور ئې چا له تن تېر کړۍ دی
ګوره څو به ستا نه شکا ېت کړمه
ما ته له ازله ليکل شوی دی
دغه شېطاني قدرت ز مو نږ نوی فا شيزم دی
پرېک به ئې شي سرونه لغمانۍ شمشېر راغلۍ دی
وخت په تېرېدو دی له دردو سره
ژاړي ادم خان پکې وريت شوی دی
انجنېر ظهورالدين اندېش
ويانا
لغمان– ستراخان
هم مې ئی وراره ، هم خوره ئی ، هم مې ورور جان ښکا رې
تا باندی مېن ېم زما ګران افغا نستا ن ښکارې
تا کې ما با ېللي هم سرونه پرېمانه دي
ځکه ئی ځانګو زما دمور ته لغمان جان ښکارې
دلته کولې شوي ککرۍ د اجنبېانو دي
ځکه ئی جنت نشان ، دټولو ستر ارمان ښکارې
تا دمځکې سر کې پلې کړي خپل نسلونه دي
ټول جها ن د ې فتحه کړ ، او چت لوړ پر اسمان ښکارې
هم مې ئی ورېره ، هم مې خورزه ئی ، هم مې مور ته ئی
تا کې زېږېدلي غېر تېان استراخان ښکا ر ې
ته مې ئی دمور وطن زانګو د ولسونو شوې
سره، او تور برېتو نه لوړ او هسک پر ټول جها ن ښکارې
تا کې ما تې شوي ککرۍ د فا شېستا نو دي
نيم ښا مار دی ختم کړ ، قوت کې بې مثال ښکارې
پاتې نيم ته وخت وه ټا کل شوې ، غزني جان وائي
جوړ مې کړ تا ريخ انقلابي افغا نستان ښکا ر ي
دو ا ړو ، وطنو با ندې ادم _امان وېاړونه کړي
تيت پر ټول جهان شول د تاريخ نوۍ دوران ښکاري
ېا دو نه:
استراخان – دروسي په فدراتيف کې داولېا نوف دزېږېدو ټاټو بۍ دی
ذکردغزني- هدف دغازي امير امان اله خان سوګند په انقلابي مبارزه په دې ښارکې دی ،دهم دې سوګند پر اساس زما د زېږېدو ټا ټو بۍ د غزني ښا ر دی ٠
انجنېر ظهورالدين انديش