سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

«
»

«قلعه صفت» په لغمان کې د ملا صفت کلی 

د سمیع الدین افغاني لیکنه

په  هغه کلي کې چې  مونږ اوسیدلو د لغمان ولایت د استانې بابا زیارت ، اخوند کلی او باغمرزا  د کلو په مرکزیت کې یې موقعت درلود چې د ملاصفت دکلي په نامه یادیده او دشلو کورنیو په شاوخوا پکې هستوګنه درلوده۰ 

 د کلي اوسیدونکي پاک زړي او با دیانته خلک وه چې د ټولو یومشترک جومات  وه ۰  

جومات  ته به دکلي  سپین ګیري ، ځوانان  او هلکان د لمانځه لپاره راتلل  دجومات ملا به دکلي خلکو ته د جمعې دلمونځونو د ادا کولوڅخه برسیره د کلی هلکانو اوماشومانو ته هرسهاردقاعده یی بغدادي الفبا ، پنج کتاب، قرانکریم ، قدري ، تفنګسایه ،تفسیر، ګــلستان  ، او د نور دیني کتابونو تدریس کاوه ۰

دکلي خلکو ساده او بې الایشه ژوند درلوده ،په ورځنۍ کارونوکی رښتینولی  او صداقت مهم اصل ګنل کیده او په ستونزو کې به یې یود بل لاس نیوی کاوه، خو کله به بیا  یو نیم داسې مکاره هم پیدا شو چې دکلي ټول اوسیدونکي به ورسره په عذاب وه۰

زمونږ  سره لکه  د کلي د نورو اوسیدونکو په څیر د کلیوالو  مروده او راشه درشه ښه وه، ټولو به زمونږ مورنۍ نیا ته ادې او نیکه ته د بابا  خطاب کاوه ۰

زمونږ په کلي  کې یوه سپین سرې  ښځه وه چې د «هوا مور» یا بي بي هواپه نامه یادیدله چې دکلي خلکو به ورته  دجلیل مور هم خطاب کاوه ٠

د کلي دجلیل مورچې د ژوند سړې تودې  ډیرې لیدلې وې او په کلیوالي ژوند کې د ښو تجربو خاونده وه ، سر به یی مدام  په تورې پټی تړلی وه او توری جامی به یی په تن کولې ،هغه به کله کله زمونږ کور ته راتلله ۰ هغې به  د هلکانو د درملنې لپاره ښې ټوتکې درلودلې۰ دبې ځـایه اومات شوو لاسونو او پښو د جوړولو په برخه کی یې پوره مهارت درلوده او په دغه برخه کی دښه  شهرت او تجربو خاونده وه ۰ 

هغه به کله چې د کلا انګړ ته راننوتله، هلکان به دهغې سره د سلام ورکولواو روغبړ وروسته تری چارپیره کیناستل ، د جلیل موربه هم هلکان نازول هغې به دچا سر دماوه اود چا د بې ځایه شوي لاس یا د پښو ګوتوته ماساژ ورکاوه ،هغه داسې چې  یوڅه مالګه به یی په ګرمواوبــوکی ښه حل کړه، بیا به یی ورو ورو بی ځایه شوی ځای به په مالګینې اوبومینځه او بیا به یې په دواړه لاسونو مساژ ور کاوه چې په همدی ډول به یی په پوره مهارت سره په ځای کوه۰ د جلیل مور په همدی کار کې په شاوخوا کلو او بانډو کې خورا ښـه  شهرت پیدا کړی وه او خلک دلرې ځایونو څخه ورته دمعالجې لپاره راتلل۰

زمونږ په کور کې هم لکه د نورو کلیوالو کورنیو په څیر  دمیلمه ښه درناوی او پالنه کیده ، میلمه ته به برسیره پر هغه څه چې  په کور کي معمول وه اضافي خوراک او څښاک هم برابروه اود میلمه مخې ته به یې ایښودل کیده خو که میلمه به موړ وه نو دخوږو تورو او شنو چایو څښل به  حتمی خبره وه، چې زمونږ په کلو او بانډو کې د چای سره د بورې او نورو خوږو تر څنګ د ګوړې او پتاسو رواج هم معمول وه ۰ 

 د  کلي دهلکانو سره تعامـل دا وه هرچا چې به څاروي  پیولو ته بیول د مستو ککړه او دکوچکوځګ به په سبا ناري کې حتمي خبره وه ،نوهلکانو به کوشـش کاوه چې سبا د وخته دخوبه پاڅیږي اوڅاروي پیولو ته بـوزي ځکه چې دمستو ککړه اودکوچو ځګ  په سبا ناري کې ځانله خوند او مزه درلودله۰

زمونږ دعمر هلکان شپږ اوه میله لرې ښوونځۍ ته تلل، زمونږکلیوالي ښوونځۍ چې تر دریم  صنف پورې یې شاګردان روزل دحیدرخانیود کلي په جومات کـې موقعیت درلود او استـاد شیر احمد د دې کلیوالي ښوونځۍ  ښوونکی وه۰

مرحوم شیر احمد خان زمونږ د کلیوالي ښوونځې د قدر وړ استاد

ښاغلی نثار احمد صافی د مرحوم استاد شیر احمد لمسی د ملاصفت د کلي اوسیدونکی

د صفت کلا د کلي ځوانان کلیوالو ته  د نذر د غوښې د ویش په حالت کې

د صفت کلا د کلي ځوانان کلیوالو ته  د نذر د غوښې د ویش په حالت کې

د صفت کلا د کلي ځوانان کلیوالو ته  د نذر د غوښې د ویش په حالت کې