دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

«
»

زمونږکلي اوبانډې دیارلسمه برخه

دلغمان د دترګړو دجامع جومات خطیب او د ازادی د لیارې

مبارز مولوي عبدالمجید

لمړۍ برخه

خدای بښلی دکتورمحمد سعید(سعیدافغاني ) چې دلغمان دولایت دترګړو د جامع  جومات خطیب مولانا عبدالمجید مشر زوی دی ، په خپل کتاب ( زما ژوند)  کې دهغه په هکله لیکي :

زماپلارمرحوم عبدالمجیددلغمان ولایت دعمرزیو دقریې دخیرابادپه کلي کې هستوګنه درلوده اودمولوي سیدامیرځوی وه ، مولوي سید امیرچې دخپل وخت کره عالم او دښه ملي شهرت او اعتبار خاوندوه دلغمان په کله کوټ کې چې دعمرزیودقریې څخه په جنوب کې تقریباشپږمیله لرې موقعت لري اوسیده چې دخپلوشاګردانودرسي حلقه یې درلوده اودخپل عمرزیاتره مده یې هلته تیره کړې ده اوپه هغه ځای کې علاوه دتدریس څخه د خلکو د مشکلاتواوپربلمونوپه حلولو کې د زیات ولسي قدرت او اعتبارخاوند وه ۰

مولوي سیدامیرهلته کله کوټ ته نژدې دعلي خیلو په کلي کې چې د کوزې  ډوپۍ په نامه یادیږي دیو مشهورعالم چې په صوفي صاحب مشهوروه دهغه دلورسره نکاح وکړه،صوفي صاحب په منطقه کې دبا نفوذواشخاصوڅخه وه چې په ډوپۍ کې یې دڅلویښت جریبوپه شا او خوامځکه درلوده ۰

مرحوم مولانا سید امیرډیرشاګردان روزلي دي چې د هغې جملې څخه د تګاب ملاصاحب فضل اومرحوم دهډې صاحب نجم الدین اخونزاده چې په ملا بزرګ مشهور وه د یادولو وړ دي۰

مولوي عبدالمجید صیب به قصه کوله هغه وخت چې زه شاګردوم امیر عبدالرحمن خان نجم الدین اخونزاده د هغه د مشهوروماذونانو سره د تندور خانې پـه سیمه کې بندي کړی وه ځکه چې هغه دولسي اعتبار او شهرت څخه برخورداره وه ، ملابزرګ چې د خپل وخت  ډیر متقي او مشهورعالم وه زه هغه وخت د هغه تپوس ته جیلخانې ته لاړم اوخبر مې ورکړ چې زه  دمولوي سید امیر ځوی یم  او ستاسو لیدو ته راغلی یم۰همغه وه چې زه یې په ډیرشوق وغوښتلم اوپه زیاداعزازیې روغبړ راسره وکړاوشکریې وویست چې دمولانا سید امیرصاحب ځـوی دومره شوی دی چې  زما پوښتنې ته راځي اوله ما سره یې ډیر لطف وکړ۰

زما یادیږي کله چې زه د خپل پلار سره په ورستیو وختو کې تګاب ته لاړم زما پلارد ملا بزرګ صاحب د مقبرې پوښتنه  وکړه دهغه  قبر یې پیداکړاوداخـلاص فاتحه یې پرې ولوستله، د هغه په قبر یوه زړه ګنبده ولاړه وه ۰

وایي چې دمولاناسیدامیرترمړینې وروسته دهغه ځوی مولاناعبدالمجید ډیر وړوکی وه چې د خپل مورنی نیکه صوفي صاحب په کورکې پاته شوی وه،څرنګه چې مور یې هم  په وړکتوب کې مړه شوې وه نو دده تربیه دهغه دمورنۍ نیا په ذمه واخستله ،چې هغه یوه ډیره پرهیز ګاره ښځه وه اواولاد یې نه درلود نودمولوي صاحب عبدالمجیدپه روزنه کې یې پوره پاملرنه او اهتمام کوه ۰

څه مده نه وه تیره شوې چې دمولوی صیب مورنی نیکه صوفي صیب هم وفات شواوصوفي صاحب بل نارینه اولاد نه درلود او تربوران یې دیر ظالمان وه د هغه د کور مالونه یې چور اومځکه یې ترې ونیوله ۰

مولوی صاحب عبدالمجید به ویل :زمونږپه کورنۍ کې زمونږ د پوښتنې  څوک نه وه او زمونږ دپلار دتره ځوی محترم محمد شریف خان هم د خپل پلار فتح  محمد خان څخه وړوکی  پاته  شوی وه نو همدا دلیل وه چې د تربورانو د ناروا په مقابل کې مونږ بې وسې وو ۰

څه مده ورسته زما مورنۍ نیاپه ماباندې تعلیم شروع کړ،دهیریدو نه ده چې دلغمان د صبراباد مولوي سیدعالم دډوپۍ کلي ته زمونږ پوښتنې ته راغلی وپه مایې ډیره مهرباني وکړه اودنصیحت په طرزیې راته وویل : پلاردې مشهورعالم وه۰ته ضرورباید دپلارځای ونیسې،ځه چیرته دکوم عالم سره دیره شه اوصرف اونحوه او نور کتابونه ولوله کوشش وکړه چې وخت درنه عبث تیرنه شي ترڅو ښه عالم درنه جوړ شي۰

هغه ویل چې د مولوی صاحب سیدعالم نصیحت په ما زیاد تاثیرواچوه اود ده دلارښونې سره سم مې په زدکړې پیل وکړپه یو ځای او بل ځای کې مې په لږه مده کې صرف نحوه اوبیا نور کتابونه ولوستل اوبیا مې

د منطق اوحکمت د کتابونو په لوستلوشروع وکړه اودوخت د مشهورو عالمانوڅخه مې زدکړه وکړهچې پوره پدې کتابونوکې لایق شوم زیادتره شاګردان به ماته دتدریس لپاره راتلل ۰ما پدې تحصیل اکتفا ونکړه اود تحصیل اوزدکړې په مقصدپه ښیوه،دلغمان په چهارباغ ،قرغیواو مزینه کې دیره شوم اووروسته لدې څخه دتحصیل په مقصد پیښورته لاړم،هلته په پیښورارغشتواواشنغرکې مې دمعنوي ، لوی منطق،حکمت ، تفسیر ، احادیث،فقه اصول،میراث ، ریاضي ، تجوید او نورد وخت مشهورعلوم  د ښو پیاوړو استادانوڅخه ولوستل ۰

وایی چې په هغه وخت کې چا چې به مروج علـوم ولوستل د وخت د مشهورو علماو به ورته  تصدیق ورکاوه چې د استادی وړدی نوهغه   ته به بیامولوي صاحب ویـل کیده او د مولویتوب پګړی به دده په سر  باندې  مشهوروعلماوپه ول تړله،چې مولوی عبدالمجیدهلته دا افتخار ترلاسه کړی وه ۰

دمولوي صیب عبدالمجیددسفرملګري په دې باوروه چې هغه په ملګر توب کې د پوره اخلاص خاوند وه ده له ملګرواوملګرولدې سره پوره وفاکوله۰

زما مرحوم پلارمولانا محمد سعیدسعید افغاني لیکې چې زما نه يادیږي چـې زما دمرحوم پلارمـولوي عبدالمجید څخه دې چا شکایت کړی وي ، ده به خپل ملګري ډیرپه احترام یادول اوپه غیاب کې به یې ستاینه کوله همدا وجه وه چې  دده ملګرو زماسره زماپه ژوندکې دهغه په خاطر ښه رویه درلوده ،ده به د خپلو ملګرو څخه خوږې قصې کولې او دخپل سفر ملګري به یې ډیریادول اوپدې جمله کې دمولوي محمدابراهیم کامه وال،مولوي الهام الدین چې د لغمان په کڅ کې د کجورملا په نامه یې شهرت درلود،دچهارباغ مولوي عبیدالله،مولوي محمدعالم،او قاضي عبدالقدوس دلغمان دچهارباغ څخه ډیرې ښې خاطرې حکایت کولې،همدارنګه مولوي عبیدالله اومولوي محمدعالم صاحب چې په اول کې دهغه دسفر شاګردان وه چې په نتیجه کې ډیر ښه عالمان شول ۰

دې ویل دکجوروملاصیب په سفرکې دجمعې په شپوکې دیرښه اوخواږه  اشعاراونعتونه ویل اوهغه وخت دهغه یو مشهور ورور وه چې هغه ښه متصوف او مشهور واعظ عالم وه،هغه په وعظ کې ژړل په مخ او ګیره به یې اوښکې روانې وې ، دې قصه کوله یووار داسې پیښه شوه چې د کجوروملاصاحب دغه ورورپه وعظ کې ډیروژړل خوکله چې دوعظ څخه خلاص شو نو په يوخاص مجلس کې ورته وویل: وروره داڅومره زیات ژاړې ،ژړل ښه کار ندی سترګوته دې تاوان رسوي اوکه نه زه هم کولی شم چې خپل مړپلاریاخپله مړه مور رایاده کړم او له تا څخه ډیر وژاړم ۰

مولوي عبدالمجید په ټولومروجوعلوموکې تدریس کاوه خوپه منطق او حکمت کې یې ډیرشهرت درلودخو دعمر په اخرکې د دې دتصوف جذبه زیاته شوه نویې دتفسیر،حدیث،فقه اوتصوف علومو مطالعه زیاته کوله همداوجه وه چې تګاب مشهورمتصوف اخونزاده صاحب څخه یې دقادرې طریقه وکړه،ددې طریقې په ټولو اذکارواو اورادوکې د مازونۍ مرتبې ته رسیدلی وه او د زیاتو  مریدانو او مخلصانو خاوند وه٠

څرنګه چې دښه تقوا اوعلم خاوند وه نوخلکو دی مجبورکړچې د لغمان ولایت دتیرګړومشهوراوجامع مسجددخطابت وظیفه هم په غاړه واخلی،پدې مسجد کې دی ډیرعمرد جمعې په ورځو کې موثرې خطابې ایرادې کړی دی چې دده شهرت دشاګردانواومرید انوله لیارې نه تنها په لغمان اوننګرهارکې بلکه په ټول افغانستان کې زیات شو ،هغه ډیر ښه اوازاو دژبې فصاحت درلود او دښه اخلاص اوګذارې خاوند وه ۰نو همدا وجه وه چې هره ورځ له هرې خوا نه ورباندې د روحي او معنوي اسـتفادې  په منظورهجوم وه او د ده په دیره کې به لنګرچلیده چې تراوسه پورې په لغمان کې زیات خلک دده د وعذ،معقولې اونمونې روایتونه کوي۰

مولوی عبدالمجید دامیرعبدالرحمن دپادشاهي د وختونو قصې کولې چې په دې هکله یې داسې ویل:امیرعبدالرحمن په خلکو باندې زیات  رغبت  اچولی وه اویواځې دنوم څخه یې خلک بیریدل حتی هغه وخت چې هغه مړشوخلکو دډارې ډیروخت دده دمرګ روایت قدرې هم نشوکولای ۰

——————–

نو ربیا