چرنیشفسکی نیکولای گاوریلوویچ

ترجمه. رحیم کاکایی پ. ا. نیکولایف.  بخش یکم نیکولای گاوریلوویچ چرنیشفسکی در ۱۲…

ټکنالوژي، سیاست او د عدالت پوښتنه

نور محمد غفوری ایا د نوې زمانې په راتګ سره ټولنیز…

وحدت به‌مثابه پراتیک تاریخی

بازخوانی تیوریک نشست شصت و یکمین سالگرد تأسیس حزب دموکراتیک…

یادنامهٔ دکتورعبدالسلام آثم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ در روزگاری که تاریخ کشورما مشحون از رخ داد های…

بحران فقر در افغانستان: عوامل، چشم‌انداز و راهکارهای مقابله با…

افغانستان در یکی از تاریک‌ترین برهه‌های تاریخ معاصر خود بصورت…

بازسازی نیروی چپ دموکراتیک افغانستان

افغانستان در یکی از پیچیده‌ترین و بحرانی‌ترین مراحل تاریخ معاصر…

طالبان؛ گسست خشونت‌بار و تعلیق تاریخ در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید حکومت ضد تاریخی طالبان؛ نمادی ازایستایی در برابر…

گزارش از جریان نشست شصت و یکمین سالگرد تاسیس ح…

           نشست شصت و یکمین سالگرد تاسیس ح د خ ا…

عقل چیست ؟

د مولانا سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان …

د تصوف او عرفان په تړاو مرکه‎

له ښاغلي پوهاند محمد بشیر دودیال سره، چې د علم،…

نمک شناسان!

امین الله مفکر امینی                     2026-15-01! دوستش میدارم آنــرا کزاعمــــاقی قلبی  مملو زمهــــرش دوستم بــــدارد  بسی…

رمان نیهلیستی، عرفان رفرمیستی، روشنفکر پوپولیستی

Aldous Huxely (1894- 1963) آرام بختیاری روشنفکران و فرهنگسازان در رمانهای هاکسلی. آلدوس…

پیام شادباش رفیق سلطانعلی کشتمند

پیام شادباش رفیق سلطانعلی کشتمند، از بنیان‌گذاران حزب دموکراتیک خلق…

دا نه یو انتخاب دی، بلکې یو تاریخي مسؤلیت دې 

درنو محضرو ملګرو! نن موږ دلته یوازې د یوې عادي غونډې…

فرخنده باد  شصت ویکمین سالروز تاسیس حزب دیموکراتیک خلق افغانستان

رفقای عزیز! امروز بخاطر تجلیل  شایسته ازشصت ویکمین سالروز حزب دیموکراتیک…

از اختناق در سطح طالبان تا اختناق در دموکراسی های…

نویسنده: مهرالدین مشید اختناق داخلی طالبان و مصلحت‌گرایی جهانیان اختناق در افغانستان…

فــــــــــــــراخــــــــــوان

نشست مشترک شورای اروپایی حزب آبادی افغانستان و تشکل نوین…

به پیشواز بزرگداشت از سالگرد ح د خ ا

هویت واقعی هر حزب یا سازمان سیاسی، پیش از هر…

تجلیل از شصت‌ویکمین سالگرد تأسیس ح د خ ا

به مناسبت شصت‌ویکمین سالگرد بنیان‌گذاری حزب دموکراتیک خلق افغانستان، نشست…

قتل نظم و قانون 

رسول پویان  خـدا نظـاره گـر قـتل نظـم و قـانـون است  ز بیم جنگ و تجاوز بشر جگرخون است  شرار حرص تجاوزگران چه افزون است  حدیث هیتلـر و چنگیز…

«
»

د کرزي د نهیلۍ او سیاسي ماتو روستۍ شیبې

        

دولتمشر کرزي چې امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه د مشورتي لويي جرګې له پریکړې روسته، په کور دننه او نړیواله کچه له همکارۍ او ملاتړنهیلۍ شوی، غواړي خپله نهیلي او ماتې لویديځ او په تېره بیا امریکا سره د سیاسي دودیزه ژبې او اړیکو له چوکاټه بهر، په لمسونکو ناندریو او تبلیغاتې شخړو جبیره کړي!

کرزی نن سبا لویدیځ او امریکا سره، د ایران د پخواني ولسمشر احمدي نژاد، د طالبانو د سرخېل ملاعمر او اسلامي ګوند د مشرګلبدین حکمتیار په منطق او دلایلوغږیږی او حتي په روستیو څو میاشتو کې يي د امریکا په وړاندې د یادو کړیو او ډلو له پروپاګینډې هم پښه اړولې ده.

د لیکنې په پيل کې باید عرض شي چې دلته، د امریکايي نظام د خټې او یا په افغانستان کې د امریکايي چارواکو له تېروتنو او ختاوو څخه چې جلا مبحث دي، څېړنه او ننګه نه کیږي، بلکې د لویدیځو هیوادو اوامریکا سره د بل هر دولت پشان د بحث خبره، د افغانستان د متقابلو ملي ګټو او اړیکو پر محور راڅرخي چې افغانانو ته نن مهال لکه اوبه او هوا اړینه ګڼل کیږي.

دلته دوه خپلواک هیوادونه او د دولتونو متقابلې ګټې او اړیکې تر بحث لاندې دي نه نور څه!

افغانان هیڅکله د مجاهدینو او طالبانو د ۹۰ لسیزې پشان، په نړۍ کې ګوښه شوی، دړې وړې او پریوتي افغانستان بیا نه غواړي! افغانستان اوس له هغه ګورنډي څخه راوتلی او غواړي په نړۍ کې د نورو ملتونو او دولتونو پشان ځلا، برم او لویا ولري!

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوست سره په تازه مرکه کې چې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په دریمه ترسره شوې، دولتمشر کرزی وايی « القاعده تر حقیقت زیاته یوه افسانه ده او په دې نوم په افغانستان کې د امریکا جنګ د افغانستان په ګټه نه و. پژواک»

همداراز کرزی په دې مرکه کې بل ځای زیاتوي « بله وسله نه لرم چې ځواب پرې ووایم، بله وسیله هم نشته مګر دا چې په جار ووایم او دې مسلې ته د خلکو پام راواړوم. په بله ژبه زه مجبور شوم چې نور غږ پورته کړم . تاند»

ددې مرکې او د کرزي د نورو روستیو څرګندونو  په اړه دلته څو پوښتنې په یوه وخت کې راولاړیږي چې پوره پام ته اړتیا لري.

لومړۍ پوښتنه دا ده چې دولتمشر کرزی ولې دا په جار وینا، د خپلې واکمنۍ په تېرو ۱۳ کلونو کې له خولې نه راباسي، ولې او د څه لپاره چوپ و، اوس چې دده د واکمنۍ یوازې یوه میاشت پاتې ده، ایا داسې پاروونکې خبرې د افغانانو د تېرویستلو او له خپلو تېروتنو څخه د ځان د خوندیتوب لپاره نه کوي؟

ایا نوموړی امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د مشورتې لويي جرګې له پریکړې روسته پوه شوی چې « القاعده تر حقیقت زیاته یوه افسانه ده » او که پخوا هم پوهېده، خو ځان يي چوپ نیولی وو او دا راز يي داسې وخت ته ساتلی وو چې کله له واکه لویږي، نو هغه مهال به يي د نورو موخو لپاره، ساده زړو افغانانو ته ښکاره کوي او د خپلې دوه مخې څېرې د پټولو لپاره به ترې د یوې وسیلې پتوګه کار اخلې؟

اوس چې څوک ورسره، له ۱۳ کلن ناکام واک څخه زیات، په واک کې پاتېکېدل نه مني، نو ځکه وايي « زه مجبور شوم چې نور غږ پورته کړم»!

بلخوا باید وویل شي اوس دا خبرې افغانانو ته څه ګټه رسوي چې کرزی يي د ریښتیا په نوم، د سپینکي کاکا پشان د لمر په تاوده پېتاوي کې د دیواله ترشا په هره جرګه او مرکه کې کوي. ایا د ریښتیا ویلو په نوم دا ډول خبرې نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو د خرپړتیا په بیه نه تمامیږي، ایا کرزی او حواریون يي په دې نه پوهیږي؟

لږ مخکې چې د امریکا په ګډون، کرزي د نورو لویدیځو هیوادو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیکول، ولې« القاعده تر حقیقت زیاته یوه افسانه » نه وه؟

اوس چې القاعده تر حقیقت زیاته افسانه یادیږي او بلخوا دا چې کرزی زیاتوي امریکا او لویدیځ د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلي، نو بیا دا تړونونه ددغوهیوادو د ګټو لپاره ولې لاسلیک شول؟

په سیاست کې دا ډېره زړه او لومړۍ خبره ده چې هر هیواد خپلو ملي ګټو پسې ګرځي. امریکا او لویدیځ افغانستان ته بېشکه خپلو ګټو پسې راغلي او دا د لمر پشان یو څرګند حقیقت دی، دا د ښاغلي کرزي کوم نوی کشف نه شو بللای!

امریکا او لویدیځ افغانستان ته اړتیا لري، نو ځکه دلته راغلي، خو افغانستان هم امریکا او لویدیځ ته تر هغو زیاته اړتیا لري، نو ځکه غواړي چې هغوی دلته پاتې وي.

د یوه ریښتیني سیاست دنده دا ده چې د دواړو لورو اړتیاوې او ګټې یوله بل سره په انډول کې راولي. دا به غټه ناپوهي او یا بله ستونزه وي، که ووایو چې لویدیځ او امریکا دې له خپلو ګټو تېره شي او دا چې زموږ هیواد ته راغلې، یوازې دې د افغانانو ګټې په پام کې ونیسي. امریکا او لویدیځ سره زموږ بېلا بېلې ګټې تړلې دي او افغانستان سره د هغو ګټې هم تړلي دي او دا د هیوادپالو سیاستوالو دنده ده چې دا ګټې وپېژني او په انډول کې راولي او د خپلو ولسونو لپاره ترېنه په دوستۍ، ښېرازۍ  او سوکالۍ کې ګټه پورته کړي.

لومړی وار امریکا، لویدیځ، عربانو او پنجاب، پخواني شوروي سره د مقابلې، سیالۍ او خپلو ګټو په لامل د کرزي په ګډون مجاهدین په ګډه پر افغانستان واکمن کړل. روسته يي مجاهدینو پسې القاعده او طالبان راوستل او دوی يي پرې له هیواد بهر وځغلول، بیايي په طالبانو پسې په بن کې جوړشوی حکومت راوست او طالبان يي پسې واخیستل او دا ټول يي ددې لپاره وکړل چې افغانستان کې بلاخره نسبي یوه نورماله واکمني رامنځته شي چې دوی ورسره په تعریف شویو اړیکو کې د معاملې لوری او جوګه وي. نو يي د کرزي په مشرۍ بن کې جوړ شوی حکومت او د هغه ادامه ددې لپاره غوره کړل چې له لویدیځ او امریکا سره  په راتلونکې کې ښې اړیکې ولري. که په دې ټول بهیر کې چې د لویدیځ او امریکا په لاس او ملاتړ ترسره شوی، څوک اوس ټکه واچوي، هم د لویدیځ او هم د افغانستان په تاوان دي او دې ته اړتیا نشته چې وهل شوې لار یوځل بیا ووهل شي. نه ښايي یو وار بیا په لویلاس افغانستان د ۹۰ لسیزې ناورین ته ټېل وهو او هرڅه بیا د لویدیځ او امریکا پرځای په بل بدیل پورې چې هیڅ پته يي نه لګیږي او کرزی ته هم مالوم او څرګند نه دی او افغانانو ته يي هم په تېرو ۱۳ کلونو کې ونه شو ښودلای، وتړو.

نن ړوند او کوڼ هم په دې پوهیږي چې د لویدیځ په وړاندې ګډوډې څرګندونې، کرزي هغه مهال راپيل کړې کله چې هغه وپوهید، د لویدیځ په وړاندې نورهغه داسې سیاسي څېره نه ده چې د افغانانو ګټو سره د لویدیځ ګټې په یوه انډول کې راولي او د متقابلو ګټو پر بنسټ یوله بل سره د دوستۍ اړیکې ورغوي.

د امریکا او لویدیځ په وړاندې د کرزي روستۍ ګډوډې لکه امریکا سره امنیتي تړون، د ډیورنډ تپلې کرښې او ګندمک تړون سره یوشان ګڼل، د القاعده او ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې د امریکا او لویدیځ  زړه نا زړه توب او یا امریکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې، په راتلونکې واک کې د کرزي د غوښنې ونډې لپاره کیږي، نه د افغانستان د ګټو او ښېګڼو لپاره!

کرزی غواړي چې د اشرف غني په وړاندي، په راتلونکو ټاکنو کې په غلا او دوکې سره، زلمی رسول واک ته ورسوۍ او هغه لویدیځ ضد لار چې تازه يي اختیار کړی، د زلمي رسول د واکمنۍ په مټ مخې ته یوسي!

د فساد په وړاندې د کرزي د ادارې نه اراده هم په بهرنیانو پورې تړل کیږي او په هیواد کې د ناوړه او مضرو مصلحتونو او سازشونو پړه هم د امریکا او لویدیځ پرغاړه وراچول کیږي.

کرزي او ادارې يي ښه پلمه پیدا کړي، هغه چې په تېرو کلونو کې ښه او مثبت شوي، په ځان پورې او هغه چې ناکاره، ناوړه او منفي شوي، په بهرنیانو پسې تړي!

د ۲۰۱۴ کال د مارچ ۴ مه

سرلوڅ مرادزی