شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

«
»

د سولې پر وړاندي پراته خنډونه او سولې ته د رسيدو لار

DSC00511.JPG wordt weergegeven

د سبا فکر

د سبا فکر د بحثونو په لړۍ کې سولې ته د رسېدو او د سولې پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه غونډه وشوه (د چنګاښ لسمه ۱۳۹۴ ز کال ) . په دغه غونډه کې ګڼ شمېر ليکوالانو، پوهانو، د پوهنتون استادانو او ژورنالېستانو ګډون درلود. د غونډې ويناوال اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت پخوانی سفير ملا عبدالسلام ضعيف او د سولې شورا غړی او پارلمان وکيل مولوي شهزاده شاهد وو . د غونډې معرفي لیکوال او ژورنالسټ برهان عثمان او  پرانستونکې وينا نظر محمد مطمئن وکړه ،  له هغه وروسته د ولسي جرګې وکيل او سولې شورا غړي مولوي شهزاده شاهد افغانستان کې د سولې پر وړاندې د خنډونو په اړه رڼا واچوله. د شاهد په خبره، د سولې پر وړاندې ستر خنډونه د ګډحکومت مشرانو نا همغږي، بهرني عسکر او یو شمېر بهرنیان نه غواړي، چې دلته دې سوله راشي او افغانان دې په سوله کې ژوند وکړي. نوموړي حکومت هم ګرم وباله، چې د سولې لپاره له زړه هلې ځلې نه کوي او له بل لورې د وسله والو طالبانو په ډله کې هم ځینې بهرني نه غواړي، چې طالبان دې له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي، ځکه د هغوی مدعا تر یوې جغرافیې پورې محدوده نه ده. شهزاده شاهد زياته کړه، چې افغان ولس تر هر څه زيات سولې ته اړتيا لري او د سولې پروسه بايد د بين الافغاني تفاهم په واسطه وشي، مګر د سولې پر وړاندې خنډونه او ستونزې شته. د مولوي شاهد په وينا د سولې پر وړاندې تر ټولو قوي خنډ د نظام داخلي اختلافات او نه هماهنګي ده او همدا رنګه نړيوال قوتونه او جګړه کې ښکېل بهرني هېوادونه نه غواړي، چې افغانان په خپلو کې سره جوړ شي. د ولسي جرګې دغه وکيل وايي، چې د سولې پر وړاندې خنډونو کې يو دا هم ده، چې موږ ښه حکومتداري نه لرو، چې خلکو ته خدمت وکړي، مخالفينو حتا عامو خلکو سره داسې ظلمونه شوي، چې د نظام او بهرنيو عسکرو پر ضد يې د مقاومت روحيه نوره هم قوي کړې او تر څو چې دا کړنې روانې وي، نو سوله راتلل ناشوني دي. مولوي شاهد د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د مقاومت کريډټ بايد بهرنيو هېوادونو ته ور نه کړای شي، بلکې دا يوازې او يوازې د افغانانو شهامت دی، چې د بهرنيانو پر ضد يې مقاومت کړی او دا به تاريخ ثبت کړي. د سولې پر وړاندې د خنډونو په ترڅ کې د مخالفينو په اړه هم وويل، چې دوی کې بهرني جنګيالي دي او هغوی نه غواړي، چې طالبان افغان حکومت سره سولې ته کيني؛ ځکه چې د هغو مدعا تر يوې جغرافيا محدوده نه ده. د مولوي شهزاده شاهد له وينا وروسته ملا عبدالسلام ضعيف د سولې چانسونو او خنډونو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي ضعيف د خپلو خبرو په پيل کې وويل، چې هېواد کې د جګړې دوه پلوه دي، يو حاکم او بل محکوم او مظلوم پلو دی. «د حاکم غوښتنې هم حاکمانه دي، تور لېستونه، بنديخانې، بنديزونه، وژنې او داسې نور او دغه کړنې د محکوم پلو غبرګونونه راپاروي او خپل مقاومت ته زور ورکوي.» مولوي ضعيف زياته کړه، چې د هېواد ټول وګړي د هېواد په چارو او واک کې شريک دي او چارواکي يوازې او يوازې مسؤولین دي. د ښاغلي ضعيف په وينا حاکم لوری بايد قرباني ورکړي او د سولې لپاره ابتکار ولري، مګر له بده مرغه حکومتي لوری د سولې لپاره اوس هم هڅه کوي، چې مخالفين د زور او فشار له لارې د خبرو مېز ته کېنوي او دا کار ناشونی دی. د سولې پر وړاندې خنډونو په اړه نوموړي وويل، چې د افغانانو خپلمنځي کمزورۍ او نا اهلي د سولې پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ دی او چارواکي وايي، چې امريکا يې تر شا ولاړه وي، نو دوی به واک کې وي او تر څو چې دوی د واک او ځواک په لټه کې وي، سوله راتلل ناشوني دي او نوره نړۍ کې ملي اردو د ولس خدمت کوي، مګر زموږ ملي اردو، چې د امريکا په مرستو او روزنه روانه ده، له بده مرغه خپل ولس وژني او دې سره ولس کې د نظام پر ضد کرکه او نفرت زياتيږي. د طالبانو دغه پخواني ډيپلومات وويل، چې دواړه لوري د سولې لپاره عملي ستراتيژي نه لري او د سولې شورا د حکومت استازيتوب کوي او دغې پروسې د هغو انفرادي هڅو مخه ډب کړه، چې په پيل کې د سولې لپاره پيل شوې وې. ملا عبدالسلام ضعيف وويل، چې ده ولسمشر اشرف غني ته هم د رښتينې سولې په په خپله مشوره کې درې مهم ټکي په نښه کړي دي. اول: حکومت بايد مخالفينو ته بين المللي ضمانت ورکړي، ځکه چې طالبان پر حکومت د خبرو اترو لپاره باور نه شي کولای. دوهم: د سولې لپاره باید يو خپلواک ملي محور جوړ شي، چې د حکومت مداخله په کې نه وي. درېيم: امريکايان دې ووځي او امنيتي تړون دې لغوه شي. د ناستې بل ګډونوال د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند د مولوي عبدالسلام ضعیف د خبرو اړوند وويل چې د دوی په خبرو کې د حاکم او محکوم تعبیر سم ځکه نه دی چې یو وخت طالبان هم حاکمان و او دا لړۍ همداسې روانه ده. د نوموړي په خبره د سولې لپاره باید بې طرفه منځګړي رامنځته شي. استاد ابراهیمي بیا د سولې په برخه کې رسنیز موقف هم مهم وباله او ويل چې يو بل خنډ دادی چې ميديا زموږ ازاده نه ده. د دې پرځای چې سولې ته کار وکړي، جنګ ته ډېر خوشاله وی. او يا يو طرفه دي. د حکومت سياست بيانوي، د وضعیت انځور سم نه تصويروي، نو بناءا خلکو سره سم فهم نشته. د غونډې په پای کې سياستوال او پخواني جهادي څېرې استاد محمد زمان مزمل، ليکوال او ژورنالېست وحيد مژده، د کابل پوهنتون پروفيسر استاد فرېور، د سلام پوهنتون استاد محمد يونس ابراهيمي، د ويسا ورځپاڼې ژورنالېست محمد شريف اندړاو ګڼو نورو ليکوالانو او ژورنالېستانو د سولې چانسونو او خنډونو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او په ټوله داسې وويل شول، چې د جګړې اصلي لامل د بهرنيو عسکرو شتون، د افغانانو خپلمنځي کمزورۍ او د واک مينه او سولې لپاره د منظمې ستراتيژي نه شتون دي. د غونډې ګډونوالو ټينګار وکړ، که د سبا فکر د بحثونو دغه لړۍ همداسې دوام وکړي، نو کېدای شي په لنډ وخت کې د سولې لپاره مهمې لاسته راوړنې ولري.