چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

«
»

د امریکایې جنرالانو د سولې؛ د افغانانو د جګړې هڅې

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

په وروستیو وختونو کې د امریکایې جنرالانو له خولې اورو چې د افغانستان جګړه باید د سولې د لارې حل شي، د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل غونډه (۱۱ جولای ۲۰۱۸) کې وویل چې د افغان جګړې حل د سولې د لارې غواړي.

په سعودې کې د علماوو د غونډې (۱۰ جولای ۲۰۱۸) اړوند د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس د سعودي له پاچا، ولیعد او د کعبې له امام څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې اړوند غونډې ته یې د مکې مکرمې او جدې ښار کې زمینه برابره کړه.

واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز د جون میاشتې په وروستیو کې داسي لیکنې خپرې کړي چې د افغانستان جګړه امریکایان نه شي ګټلای، په کار ده چې امریکا او طالب د سولې مخامخ مذاکرات پېل کړي.

داچې امریکایان د افغان کلتور او اسلامي تګلارو سره نا بلده دي، او افغان ملګري یې هم سمه لاره ورته نه ښيې، په لویه ستونزه کې ګیر پاتې دي.

اندونیزیا کې د علماوو غونډه مخکې له وخت څخه په افغانستان کې د امریکایې قواوو د عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن د څرګندونو له امله بې تاثیره شوه، نیکولسن تر غونډې مخکې وویل چې پر طالبانو به مذهبي، سیاسي، ټولنیز او سيمئیز فشار راوړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښيني.

کابل کې د علماوو غونډه وشوه، او په اړه یې بېلابېلې څرګندونې وشوې، چاودنه وشوه، د ګډو حکومت مشر، امریکا، ناټو او ملګرو ملتونو یې په اړه مثبت، طالبانو، د کابل د علماوو رئیس او ځینو نورو یې په اړه منفي څرګندونې وکړي.

د سعودي عربستان جده او مکه مکرمه ښار کې د علماوو غونډې په لومړۍ ورځ د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس هغه لیک په ټولنیزو رسنيو کې خپور چې د سعودي عربستان له پاچا، ولیعد او د کعبې له امام څخه یې مننه کړي وه، پرته له شک چې یاد لیک پر خپل ځای منفي تاثیرات درلودل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جولای پر ۹مه ۲۰۱۸، وویل چې طالبان دي انتظار نه کوي چې امریکا به له افغانستان څخه ووځي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې او د امریکا د فاع وزیر لیک د جدې او مکې مکرمې تر غونډې یوه ورځ مخکې، او د علماوو په غونډه کې په افغانستان کې د امریکایې پوځیانو شتون نالیدلي او په اړه یې هیڅ بحث نه کول، د امریکا او ملګرو هیوادونو لخوا په بمباردونو کې د ملکي خلکو وژنې نه یادول، دا هغه مسایل دي چې پوښتنې را پورته کوي.

د امریکا دغه ډول کړنې، له اسلامي لارښوونو او افغان کلتور څخه نه پوهاوی، لا زیات کشران طالبان جګړې ته هڅوي، او د امریکا کړنې د سولې ضد هڅې بولي، بلکي کشران طالبان فکر کوي چې امریکا اصلاً سوله نه غواړي د جګړې د دوام لپاره تګلارې جوړوي.

داچې امریکا په افغانستان کې ۱۷ کاله جګړه کوي، اړینه ده چې د رسنیو استازي او علما ورڅخه پوښتنه وکړي چې دلته د کوم هدف لپاره یې پوځیان پراته ده، دوی څه غواړي او څه کوي، تر کوم وخت پوري به دلته جګړې ته دوام ورکوي.

د امریکا ولس، د کانګرس غړي، امریکایې رسنۍ او امریکایې جنرالان مني چې افغان جګړه نه شي ګټلای، د ولس او کانګرس لخوا یې د امریکا پر حکومت فشار دی چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښیني، ولي ځیني افغانان؛ امریکایې سیاستوالو او جنرالانو ته وایې چې طالبان د ټرمپ د نظامي تګلارې له کبله ځپل شوې، پر طالبانو ټولنیز او مدني فشار (پرلتونه او د سولې تر نوم لاندي ځینې حرکتونه، ټول نه)، مذهبي فشار (فتوی)، سیمئیز فشار ( له پاکستان سره اړیکې)، موږ (افغان چارواکي) د طالبانو له ځینو مشرانو سره اړیکه کې یو، هغوی به ډیر ژر له افغان حکومت سره مخامخ د سولې مذاکرات پېل کړي.

امریکایانو ته نن هغه څوک ډیرې کنځاوي، بد او رد وایې چې امریکانو ورته ډیر ډالر ورکړل، امریکا واک ته ورسول او د امریکایې ملاتړ له کبله يې نړیوال شهرت وموند. همدوی وو چې امریکایانو ته یې ناسم معلومات ورکول، امریکایان یې جګړې ته هڅول، کله چې امریکا ورڅخه خپل ملاتړ او پیسې قطع کړي، دوی د امریکا ضد خبرې پېل کړي.

اوسني ډیری چارواکې داسي دي لکه د امریکایانو ژباړونکي او عسکر، دوی هم راوړل شوې، واک ورته سپارل شوی، دلته د لیاقت او خدمت خبره نه ده، بلکې د امریکا د ګټو خبره ده، امریکا چې څه ورڅخه غواړي، امریکا چې کومه دنده ورته سپاري، همهغه کوي، او یو وخت چې پر دوی د امریکا ملاتړ او پیسې قطع شي، بیا به دوی هم امریکا ته تر بل هر چا ډیر ښکنځل کوي.

په تیرو ۱۷ کلونو کې امریکا لوی بمونه په افغان خاوره غورځار کړل، دلته یې جګړې وکړي، وژنې یې وکړي، خلک یې ونیول او بندیان کړل، کلي  یې ړنګ کړل، خلک یې د هیواد پريښودلو ته مجبور کړل، د جګړې معیارونه منفي لور ته بدل شول، کلتور او مذهب ته سپکاوی وشو، امریکا او ملګرو هیوادونو پوځیانو یې خپل ټول نظامي زور و ازمایو، نتیجه څه شوه؟ ۱۷ کلونه وروسته امریکایې جنرالان وایې چې امریکا – افغان جګړه نظامي حل نه لري، باید طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي.

یوه لویه ستونزه دا هم ده چې دا مهال رسنۍ کنټرول شوې، راپورونه یې محدود شوې، د ازاد لیکوال او خبریال ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی، حقایق افغان او امریکایې ټولنې ته نه رسیږي.

د شمال ټلوالې د مشرانو لخوا د لنډ مهاله حکومت ږغ، په شمال کې لاریونونه، د ګډ حکومت د لومړي مرستیال دوستم، استاد محقق او عطانور ګوت څنډنې، قومي او ژبنې تعصبونه، دا هرڅه د افغانستان په ګټه نه دي.

دا چې امریکا له طالب سره مخامخ  خبرو ته نه کښینې او طالب له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کښیني، ستونزه ده، ولي د ستونزې د حل لپاره باید کوشش وشي، نه دا چې د جګړې د اوږدیدو له پاره هڅې وشي.

په کار ده چې افغان ولس، د امریکا له ولس سره د دوی د پوځیانو په وتلو کې مرسته وکړي، د امریکایې پوځیانو جګړه له افغان ولس سره ده، له کومې ډلې او یا قبیلې سره نه ده،  له ولس سره جګړه پرته له شک څخه امریکا نه شي ګټلای، ښه به وي چې د جګړې د ختم لپاره ولسونه لاس په کار شي، او د جګړې د اوږدیدو دسیسې شنډې کړي.