افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

عقاب ها پرپر می شوند؛ اما پرواز شان ادامه دارد

 نویسنده: مهرالدین مشید پرپر شدن عقاب‌ها؛ خاموشی پرواز نیست عقاب‌ های آزادی…

طلسم زمان

رسول پویان دل از طلـسـم زمان عـاشـقانـه بیرون شد قفس شکست و…

جنایات حفیظ الله امین

روایت دردی از هزاران درد بی‌درمان هم‌وطنان ما محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان مکتب…

شارل دو مونتسکیو

هغه د روښانتیا په زمانه کې یو فرانسوي فیلسوف،…

جوردانو برونو (بخش نخست)

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

حضرت دوست

نوشته نذیر ظفر  شدم خراب إزا و خوب‌تر نمیگردم نهال خشک   شدم با…

 پس از پنج سال؛ آغاز شمارش معکوس برای پایان یک…

نویسنده: مهرالدین مشید پنج سال پس از بازگشت طالبان به قدرت،…

جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

«
»

دخوشباورانو هیواد 

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د اکتوبر ۳۰مه ۲۰۱۵ کال
خوشباوره چا ته وايي، او څه وخت انسانان خوشباوره کیژي او خوشباوری څه مرض دی او یا  ور ته  دنسلونو نه پاتې شوۍعادت او رواج دی، او څه وخت به دغه مظلوم خلک ددې مهلک مرض نه ځانونه خلاصوی ، چې غواړم ورته ځوابونه ولیکم ::
خوش باوري ته کله  کله اوپتیمیسم هم وايي ، ګویا سړۍ باید همیشه خوش باوره وي او دغه د انسانانو له پاره لکه یو مرض غونته عادت دی ، مثلا ( خلقیان اوپرچمیان د خدای ورک کړي او دغه زموږ مجاهدین د خدای کامیابه او قدرت ته ورسوي  دغه خبرې عامو خلکو د خلق او پرچم د رژیمو په حاکمیت کې کولې ؟؟؟ یا مجاهدینو وطن وران او لوټ او ړنګ وبنګ  ېې کړو خدایه طالبان را ولی چې دا وطن به د الله اکبر تر سیوری لاندی ډیر زر په مخ لاړ شي ؟؟طالبان چې راوستل شول او د پاکستان تر مستقیم هدایت او فرمان لاندی وو او دي نو ېې ګیره رسمی کړه او ښځي ېې بیدون له محرمه بیرون ته نه پیښودلی او اعدامونه او تیربارانو په ستدیومو کی رواج شول ، او په رڼاورځ ېې ښځې په لښو وهلې ورورجانه دطالبانو د کور وران شي نه نارینه بي ګیرې پریږدی – نه شځینه لوڅ مخی پریږدي – نه مجاهدین او نه کمونستان پریږدي – نه شرق منی نه غرب – نه رادیو نه لویزیون ، نه فلم او نه کمپیوتر پریږدي ، نه ساز پریږدی نه اواز ، خدای د دغه د پنجاب نوکران تباه کړي ، یا وایی غرب په راس کې ېې امریکا باید افغانستان راشي تر څو موږ ددغو طاغوتی مرض ( طالبانو او القاعدی نه خلاص کړي ) ، داسې نور ډیر مثالونه او شیان تاسې ور باندې علاوه کړۍ او اوس نو فکر وکړۍ چې دغه مرض د سادیزم سره څه تفاوت لری ، یا دغه خوشباوری څه وخت ښه ده ، زما په نظر خوشباوری ښه ده خو همیشه نه ؟؟  ځکه خوشباوری انسانان د ( تدبیر ، تعقل ، منطق ، فکرکولو ، سنجش ، محاسبې ،او دلیل نه لرې ساتی ) او همدا وجه ده چې خوشباورانسانان یوه ثانیه هم خپلواکه نه وي او همیشه د بل دهول ته ګډا کوی ،داسې یو تعریف یا رسم د خوشباورۍ تر نامه لاندې اصلا انګریزانو د خپلو لاس پوڅو مزدورو نوکرانو لکه ( حضرتانو – پیرانو – خلیفه صاحبانو – دهزاره طایفی سیدانو – د دیوبندي ملانو ) له خوانه رواج او د عامو خلکو زبان زد وګرزولو ، زموږ په کلی کې او زموږ په منطقه کې یعنې دوردګو د تنګی او لوګر په سیمو کې چې د لوګر د حصارک د خلیفه صاحب  ددوو زامنو نامونه یاد ته را ځي چې  ( شیر اغاجان او نوراغاجان نومیدل ) دغه شیان یا دغه اصطلاح ( خوشباوری ) هلته را منځ ته کړه ، دوی په هر کلی کی یوه نماینده د صوفی په نامه وټاکلو په ورسک کې صوفی محمد غوث – په ګلاب خیلوکی حاجی جمعه ګل د سخي پلار ، په کامران خیلو کې حاجی ردیګل د خانګل پلار ، په دولت خیلو کی صوفی جمعه خان د معلم نیک محمد پلار ، په مدیمین ښار کي صوفی جمعه ګل  او دغه صوفیان ېې دلوګر حصارک ته ور ِوستل او هلته ېې په در بار کې په ډیرو غوړو شورواګانو – د پسو او سخندرو په غوشو او ډول ډول قابلی او پلوو په نس ښه ماړه ساتل او پنځه وخته لمونځ ېې ورسره کولو او نصایح او مسالې ېې دزړه په غوږو اوریدلې او د ( بنډل بیان او لیرړس بیان لوی لوی په میناتوری جوړشویو حاشیو رنګه عکس داره کتابونه چې هلته د ملایکو – پیغمبرانو – دلدل- دوزخ – جنت او پل صرات او نورو ډول ډول ګناهونو ډولونه چې ښځو او نارینوو له خوا شوې او دخدای له طرفه ورته جزا تعین شوی وې دغو خبیثانو ته ښودل او بیا ددغو صوفیانو په ذریعه د خلیفه صاحب نماینده ګان کلیو ته چې چلتارونه په سروو تلل او دهغو ځایو نه ېې زیات خوراکی مواد چې ښځو د پال لیدو په وخت کی دخلیف صاحب زوی یا مزدور ته ورکول نو بیا د صوفیانو له خوانه دخلیفه دربار ته دسته جمعی راوړل کیدل او د خلکو د مریضانو تاویزونه – دم او دوعاګانی او تومارونه دوی ته ورکول کیدل ، ددغو وخته زموږ خلک خوشباوره مخصوصا د ( حضرتانو – ملانو – پیرانو – خلیفه ګانو – او هزاره طایفی سیدانو او نن سبا د جهادی رهبرانو او مجاهدینو د قوماندانانو له خوانه تلقین شوي او ادامه لري ) وساتل شول  د ۷۳ کالو په دوران کې هرڅه ددغو خلکو له خوانه زموږ خلکو ته دیکټه شول او زموږ نسل ېې بیکاره – بیسیواده – غل- تروریست – غاصب – رشوت خور – تفنګ سالار- او دنورو لاس پوڅۍ تربیه کړل ، کرزۍ ډیر بې حده  خوشباوره انسان وو او تل ېې د امریکایانو تر اداری او مفکوری او رهنمایی لاندې کار کولو او خوشباوره وو چې کوندې امریکا به افغانستان جوړ کړۍ خو کرزي هیڅ دغه ۱۳ کاله زده نه کړل او یوه مصاحبه چې د رامسفلډ سره ده کړی وه او هلته ېې اعتراف کړی وو چې زه اصلا هیڅ کاره نه یم او هیڅ صلاحیت نه لرم خو بیا هم ده نه د اقتصادی لحاظه او نه نظامی لحاظه افغانستان ته خدمت و کړو یو بیکاره او خوشباروه ریس جمهور وو ، ده دډیرې خوشباوری نه ۲۱ځله پاکستان ته سفرونه وکړل او په پاکستان او طالبانو خوشباروه وو او همیشه ېې ژړل خدای د مړ کي ، همدا رنګه ننۍ ریس جمهور اشرف غنی او ډبل عبدالله چې تر ننه د امریکا او غرب په موجودیت باندې ځانونه ساتي او نور اسای کار او مهم تاریخی کارونه ددوی په واسطه نه تر سره کیژي هر څه چې امریکا ورته وايي دوی ېې د خوش باورۍ په لحاظ خلکو ته دیکټه کوي، دغو خوشباورۍ زموږ ځوان نسل هم دلوېې بی تفاوتۍ سره مخامخ کړۍ او هرڅه د لویانو ریس جمهور – ډبل عبدالله – جهادی مشرانو په واکی کی بولي او هرڅه چې ورته دغه جنابان وايي دوی ېې منی دغو ته وایی خوشباوری ، ددغو مرض نه زموږ خلک هغه وخت خلاصیژي چې یو اصیل – مسلمان – بیطرفه دخپلې ارا دی خاوند د افغانستان ریس جمهور شي