کلبه ی تارم!

امین الله مفکر امینی       2025-11-02! دربســاطی بیکسی ام ، دلبری آمـد با…

خاطره ها بیانگر واقعی ترین حقایق تاریخی 

نویسنده: مهرالدین مشید خاطره ها تصویری از "تاریخ در بستر جغرافیا" بازهم…

ګوندي فعاليتونه او دموکراسي

نور محمد غفوری یادونه: دا مقاله مې په ۲۰۱۸ کال لیکلې ده…

سکوت در برابر گستاخی های پاکستان بار بار مسئولیت افغانستان…

حکومت‌های افغانستان زمانی می‌توانند در تامین امنیت و ثبات موفق…

سخنی عشق!

               2025-09-02! امین الله مفکر امینی گرسخـــــن زعشق گویی زعصمتِ این گوهربــــدان کزعشق به…

سکوت خلیفه در برابر امیر شکست یا فرصتی برای انحام…

نویسنده: مهرالدین مشید عباس ستانکزی: ملایعقوب کل روند را از مسیر…

زمانیکه کیفرخواست دادستان وحکم دادگاه  منفعل گردد  

نکارشی از سخی صمیم  مسئول کیست و عدالت کجاست؟  ***  ایجازی ازین مختصر!    …

شکست و باخت قدرت

شکست و باخت قدرت نه تنها حس ملی و مردمی…

آیا سراسیمه گی طالبان ، سقوط شان را در پی…

      نوشته ی : اسماعیل فروغی       درخواست دادگاه بین…

هوش مصنوعی دیپسیک

دکتر بیژن باران پیشرفت چین در جهان چند قطبی…

غریزه در سلب عقل: دلیل نبود دولت مدرن در افغانستان...!

عقل نیروی تفکر و گوهر شناسایی حق در برابر باطل…

۲۱ و ۲۲ دلو فتح افشار

نه ماه از ورود گروه‌های جهادی در کابل می‌گذشت، از…

یادمان سیاوش کسرایی

نوزدهم بهمن ماه هر سال، روزی است که نام سیاوش…

لیبرال ها، میان ماکس وبر، و کارل مارکس

-- max weber 1864-1920 آرام بختیاری جامعه شناسی بورژوایی در مقابل جامعه…

گنج شایگان 

رسول پویان  همیـشـه ثـروت و کاخ طلا نمی ماند  شــکـوه و دبـدبـه…

همخوابگی های سیاسی نافرجام طالبان افغانستان و آخوند های ایران

نویسنده: مهرالدین مشید افتضاح دیپلوماسی هوتل محور ایران در افغانستان عباس عراقچی، روز…

عالم دگر

نوشته نذیر ظفردیــــــده از امیــــــال دنیا بسته امدر دلـــــــم…

بشدار سامی

آقای "بشدار سامی" (به کُردی: بەشدار سامی)، شاعر و فتوگرافیست…

کابل آبستن یک تحول در موجی از اختلاف های درونی…

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت ملاهبت الله در گرو عصیان همرزمان و…

هم پیوندی

جهان با حفظ،نا همگونی ها یک کل به هم پیوند…

«
»

دا ‎څنګه زړه دی ؟

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني »

په دی زړه کښی  دننه  د اور سکروټی او لمبه  ده ، د دی اور د سکروټو  د لمبو تاو ډیر شدید دی ، دا تاو کولی شوی چی فولاد هم  ولي کړی .  

خو وی نه کړی شول چی د پاخه تصمیم د خاوند د غوښو زړه له مینځه  یوسی او یا یو ویښته منفی تاثیر ورباندی  واچوی ، نو په  دی اساس  دا زړه  له فولادو  څخه  هم  قوی دی او هم  د دی  زړه   د فولادی عزم او تکل  دلیاری کیدی شی  چی هغه  هیلی او هڅی  ښی تر سره شی کومی  چی سست عنصرو خلکو به ناشد ، ګڼلی .

دا هیلی او هڅی که څه هم ډیری پاکی هیلی او هڅی وی  او د عمومی منفعت د تامین لپاره ئی  پوره  ارزښت در لوده  خو ارمان چی په کلو کلو د نا مساعد شرایطو په اثر لکه  د مصری تور ی په  شان په بد غلاف کښی زنګ شوی دی .

شکر اوس د دی توری غلاف  زرین شوی دی ، دا توره د زنګ  د دورو څخه  ووتله ، دا توره اوس ښه  تیره  شوی ده ، ښه اور ورته  ورکړی شوی دی .  په خوائی هم  کارکولی  شو ، خو په بد  کیتی کښی پرته وه ، اوس ئی کیتی ډیر ښه  او تیزوالی ئی د پخوا په نسبت څوچنده  دی .

د خلکو لاس  اوس په همدغه توره دی او دپخوا په شانی نه دی چی هسی خوښ بی لاسه استین  به وی ، دا توره د ښه استعمال لپاره  تیاره ده  او د دښمنانو  په مقابل  کښی  د تجاوز په صورت  کښی ضرور  استعمالږی ، نور په دی توری مظلومان نشی  وهل کیدلی او نه دا توره د ظالم او غاصیب په لاس کښی ورتلی شی. همدا وجه ده چی ورځ په ورځی  د  امید واری اندازه ئی زیاته او ناشد کارونه  تر سره کیږی .

دا زړه  اور نه  لری ؛ او د پوره عاطفی له لیاری غواړی  چی د خلکو ژوند ښه  او په دی روان  قرن کښی  دغه پاتی قافله په لږه موده  کښی تر مطلبه  پوری ورسوی .

دا زړه  که څه هم  ډیر ځوریدلی  دی او  د ځوریدو زیاتی  لیل  او نهار ورباندی تیر شوی دی  خو بیا هم  د عشق ، وجد  او جذبی  اندازه ئی قوی  ده او  د تاثیر اچولو  برخه ئی هم  پوره  قوی او غښتلی  ښکاری .

د دی زړه په  دننه پردو کښی د ډیرو مترقی او انقلابی  افکارو ذخیره پرته  ده  او د نوی عصر ټولو ټکولو انسانی غوښتوته هڅه او تمایل لری او حتمآ غواړی چی په زړه پوری تحول ، تطور او بدلون راولی ، دا هغه تحول ، تطور او بدلون  دی چی  په کلو کلوئی  زمونږه  پلرو ، پرګنو او وطنوالو هیله او ارمان  در لوده  او په دی لیاره کښی  ډیری قربانی  ورکړل شوي دي .

دا زړه  نه  ستومانیدونکی هلی ، هڅی او هیلی لری !

دا ټولی هلی ، هڅی او هیلی هسی عادی هلی ، هڅی نه دی؛  بلکه د دی هلو ، هڅو او هیلو قیمت او ارزښت  په یوه  لویه  لابراتوار کښی ، د عمومي اجتماعي ښیګنو په اساس اټکل او تخمیندی شی .

د دی  زړه هڅی او هیلی  د ورځو په  تیریدو ، پخی شوي دي او  د عمل میدان  ورته  ښه  برابر دی هو :

هغه ورځی تیری شوی چی اجتماعي هیلی اوهڅی به ګناه ګڼل کیدلی او یا  دښو هیلو اوهڅو خاوندان به ربړیدل . نو په دی اساس ؛ ښه تدبیر دادی  چه  په ډیر  منطقي  تعقل  او سالم تفکر سره  د انسان  د زړه د ارمانو او د هغه د سعادت او آرامي  لپاره ؛  ډیر متین  او منظم  خیرخواهانه  ګامونه  وچت او عملي شی .

سعید افغاني