جوردانو برونو (بخش نخست)

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

حضرت دوست

نوشته نذیر ظفر  شدم خراب إزا و خوب‌تر نمیگردم نهال خشک   شدم با…

 پس از پنج سال؛ آغاز شمارش معکوس برای پایان یک…

نویسنده: مهرالدین مشید پنج سال پس از بازگشت طالبان به قدرت،…

جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

«
»

دافغانستان د خاورې او خلکو اصلی دشمنان څوک وو او دي ؟؟

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د سپتامبر ۱۶مه ۲۰۱۶ کال

وطندارانو ، عزیزانو ، سیواد لرونکو او بیسیوادانو، نارینه وو او ښځینه وو ،  اسلام علیکم ورحمت الله تعالی امابعد !

اول راشۍ ددشمن تعریف وپیژنۍ :::   دشمن هر هغه څوک چې تا ته ضرر رسوی ، تا د درس او تحصیل نه منع کوی ، تاته دژوند نوی لاری او هنرونه درښيي ، تا د پلار ، مور ، ورور ، خور او تربره او کلی وال په ضد تحریکوی او په جنګ د اچوی ـ د تا دلاری په مخ خنډونه ، پاتکونه  موانع جوړوی – تا تهدیدوی ، ستا له ورور او خور نه ناجایزه استفاده کوی ــ تاته په دین کی دینونه ، په مذهب کی مذاهب او اسلام کی اسلامونه را منځ ته کوی ـــتاته دیمکراسي را وړی – تا ته اورپای او امریکایی ( غربی ) ژوند درښيي – د تا خاوره او خلک د مزدور او نوکر او خپلي خاورې غونته استعمالوی — د تاسې تر منځ لسانی ، قومی ، ملیتی ، سمتی  تفرقه اچوی  ـ- ستا هیواد اشغالوی او په خلکو مو بمونه اچوی – په وطندارانو انتحاری او تروریستی حملی کوی – ستا سې کورونه، لارې ، مکتبونه ، جوماتونه ، ړنګوی – ستا په اوردو او څارندوی او امنیت ملی حملی کوی او ډیر نور تروریستی او جنایت کاره عملونه تاسې ورباندې اضافه کړی کسانو ته دشمن وایم .

زموږ د خلکو او خاورې دشمنان څو ډوله دی ؟؟؟

۱ – دخلی دشمنان :: – داخلی دشمنان هغوی چی د خپلو منافعو او ګټو په خاطر ما ته ، تا ته کمونست یا منافق وایی ، یا ما ته او تا ته اخوانۍ وای ،او یو بل ته په بده سترګه ګوري ، یو بل وژني او په بیرحمانه ډول ېې سرغوڅوی یا ېې اندامونه غوڅوي ، دغو ته خطرناک دشمن وایی ، دغه دشمنان د مجاهدینو او طالبانو ډلې او د کمونستی رژیم د رهبرانو د حاکمیت مشران وو او دی ، دلته د اخوانیانو د ډلو او طالبانو د پیروانو د مشرانو او قوماندانانو تیوری او ستراتیژي څه وه او د چا له خوا نه ؟؟ د څه په خاطر رواجیده او عملی کیده ؟؟

اخوانیانو د سید قطب او حسن البناد دمصر د اخانیانو تیوریک رهبران وو چې د افغانستان روحانیت او مذهبیونو چې هلته تحصیل ته لاړ وو او یا په کابل کی ددغو تیوریسنانو په رهبری دغو ( ایزم یا تیورۍ ) ته جذب شوی وو به افغانستان کی ځوانان وهڅول تر څو د ترقۍ – پرمختګ – دښځو د ازادۍ او روی لوچۍ ، کار او تحصیل سره مخالفت وشيي ؟؟؟او په ضمن کې د چپیانو یعنې د مارکسیستي تیورۍ د علاقه مندانو په ضد مبارزه کوله او دوی یوازنۍ ارمان ځانونه قدرت ته رشول او صرف ځانونه ملیونرکول او خلک همیشه د زور او تهدید له لاری د ځان طابع کول هدف وو ، لکه نن چې تاسې وینۍ چې مجاهدین او طالبان ( رهبران او قوماندانان او ډیر دحشت ګر قاتلین او تروریستان ) ددوی صفوف جوړوی او تاسې ورسره محاسبه وکړی چې پرون ېې کوم کور یا موټر یا قصر یا سرمایه یا بلند منزل درلودلو که نه او نن څه لري سترګی وغړوي ( شیرپور یا شیرچور ېې لنډ او ریښتینۍ ژوندي دغصب یو مثال دی ، شهرکونه – بلډ نګونه – بلند منزلونه په داخل او خارج کی – وسله وال محافظین او کډ نپ کونکي دیوه سره ددوی کسان دی او دغه ۱۵کاله هره ورځ خلک وژني او ځوروی ) دغه حزبونه او اسلامی سازمانونه تل د امپریالیزم او ارتجاع اساسي وسله او ارزانه وسیله وه او ده چې غرب او روحانیت ددغو تیوري په اساس ورنه د ځان په نفع استفاده کړی او کوی ېې ، انګریز ددغو تیورۍ اساس ګذار هیواد او امریکا ېې عملی کونکي وو او دی ، پاکستان او ایران – عربستان سعودی دغه دری هیوادونه د امپریالیزم  حلقه په غاړه هیوادونه وو او دی چی ورنه تر ننه استفاده کوی او همیشه ېې شعار دادی چی اسلام په خطر کی دی ، دین او مذهب ته خطر دی دغه ټول د ځان او شخصی ګټو په خاطر د نړي په مخ د اسلامی هیوادو درژیمو له خوانه د خپلې بقا په خاطر په نورو عادی او بیسیواده افغانانو حکومت کوی او زموږ افغانان هره ورځ قربانی ورکوی ، دغه تنظیمونه تل د موسیقۍ – ساز او اواز – هنرمندانو – مخصوصا ښځسنه وو ، فلم او مدرن تخنالوجۍ لکه کمپیوټر او ستلایت مخالفین وو او دی ، نن هم د اسلامی سونی او شعیه تنظیمو درهبرانو او قوماندانو تر تاثیر لاندی زموږ وسله والپوځ د اجیر – مصلحتی – سمتی – لسانی او مذهبی او تنظیمی وسله والپوځ شتون هیواد له لوی خطر سره مواجه کړی دی ، ډیرحلقات د مجاهدینو مشران نن عملا دد دشمنانو سره لاس لری ،یو تعداد افسران او قوماندانان لاس لری او همدا وجه ده چې دشمن هر چیرې لوی لاس لری ، پوستی او ولسوالۍ او ولایتونه هم ددغو تنظیمی او جهادی رهبرانو په لوی لاس طالبانو او داعشیانو ته د پیسو په مقابل کی تسلیمیژی او یوتعداد بیچاره ، بیطرفه افسران او سربازان قربانی ورکوی، غربیان ددوی نه ډیره ناولی استفاده کوی او مرګ ته ېې حواله کوی ، مجاهدینو د امریکا په فرمان او د پاکستان په اشراه د دکتور شهید نجیب ا لله دوخت ډیرنیرومند او قوی وسله وال پوځ مضمحل او ترکه کړو او له منځه یوړو ، هغه وسللی او محاربوی تخنیک د پاکستان سره په جبهوی جنګ کی د لسو کالو له پاره هرڅه درلودل او کفایت ېې کولو  خومجاهدینو په غربیانو ، پاکستان او ایران خرڅ کړو . ؟؟؟

کمونستان هغه کسان او ډلې وی او دی چې د افراطیت – اخوانیت – ارتجاع – فیوډالانو – استعمارګرانو او استثمارګرانو – نیوکلونستیالانو په ضد مبارزه یوه ملی او مترقی وظیفه بلله او تل د ښځو د ازادۍ او روی لوچي طرفداران او ښځو ته د کار او تحصیل غوښتونکی وو ؟؟؟

ددې رژیمو رهبرانو هم د افغانستان مذهبی او دینی علایق دقیق نه وو څیړلي او ورسره یی ډیر سرسري برخورد وکړو ، افغانستان یوه سنتی اسلامی ټولنه او هیواد وو او دی ، دلته باید د خلکو عقایدو او سنتو او رسمو او عنعناتو ته ډیره توجه شوی وۍ ، دوی تیوری په زور قمچین او په خلکو منله ، په زور حکومتونه نه کیژي او هغه لوېې تیروتنې او اشتباهات وو چی د خلک او پرچم رهبرانو وکړل او نن زموږ خلک باید دواړه خواوې ( اسلامستان او کمونستان ) دهیواد دیوه اولاد او یوه تابعیت لرونکو غونته د تاریخی دشمنانو نیرنګ ، چال او فریب ته متوجه شی او هر یوه یو بل ته په درنه سترګه وګوري او د ازبکانو د متل په حساب ( بیرکله بیر خیال ) عمل وکړی ، د عقیدی او بیان ازادی باید حتما رعایت شی ( عیسی به دین خود است وموسي به دین خود) ، هیڅوک باید خپله اراده په چا دزور او تهدید له رویه تطبیق نه کړی ، او هیڅوک دا حق نه لری چی بل ته ووای ولی دا کوی او هغه نه کوی ، دامنی او هغه نه منی ، هر شړي او خپله عقیده ېې ، او دغه کار هغه وخت کیژي چې خلک علما باسیواده شی او ډیر تحقیقات وکړی او علم په واقعی ډول زده کړي ، دنړي او د طبیعت او نظام شمس په موجودیت او را منځ ته کیدو ځانونه وپوهوي .، کمونستانو حقیقتا یو غوړیدلۍ او مترقی افغانستان غوشتو او کومونستانو د دیورند لری کول یوه ملی وجیبه ګڼله او د ګوادر بندر دغه د پشتنو ګودر ېې یوه وطنی او ملی دڼده ګڼله چې ازاد او د لوی افغانستان د بحری بندر په توګه ونومول شی که ژوند وو دغه کار باید وشي ؟؟  ، کمونستان ځانونه ملیونران او د قصرو خاوندان نه کړل ، رشوت دکمونستانو په حریم کی نه وو ، بلکه  ډیرۍ ېې دیوه شخصی کور خاوندان هم نه شول او هغه اپارتمانونه چی قانونی دولت ورکړی وو مجاهدینو غصب کړل او نن زما په شمول بی کوره دی ، کمونستانو په خپله خوښه او اراده د دکتور نجیب الله په رهبری د حکومت واکې بیدون له ویني توییدو مجاهدینو ته ورتسلیم کړی چې دا یو تاریخ اولوی تاریخی وطنپرستانه اقدام وو ، حکمتیار او محمد رفیع ددی جریان ژندي دوستان او خلک دی چی منکریدلای نه شی ؟؟؟

خارجی دشمنان :: –  دغه دشمنان د منطقی یا همسایه هیوادو حکومت داران او رژیمونه دی لکه ( پاکستان – ایران – عربستان سعودی او نور عربی هیوادونه ، روسیه چین او د مرکزی اسیا هیوادنه دی) ، دوی هرڅومره چی په واک او اختیار کی وو د مجاهدینو نه د خپلو اهدافو د تر سره کولو په خاطر د افغانستان خلک بیستره او هیواد تخریب کړو ، او تر ننه ددوی تخریبکارۍ او مداخلات ددې سبب شوی چی هرورځ زموږ افسران او سربازان قربانی ورکړی ، او تر ننه هم ډیر مجاهدین او طالبان ددوی تر امر او فرمان لاندی زموږ هیوادوال د غم او ماتم په تغر کینولي دی، دټولو په راس کی پاکستان هغه تروریستی هیواد دی چی یوه لحظه هم دخپلو ناجایزو او تروریستو اهدافو د عملی کیدو نه زموږ په هیواد کی کرار نه دی ناست ، انتحاری- بمګذاری – وسله وال تجاوز او تعرض – تخریب او ترور د پاکستان د ( آی اس آی ) له مهمو دندو څخه دی ، پاکستان او عربستان سعودی د غرب یا امریکا اقمار دی چی زموږ خلک همیشه ورباندی وهی او ځوروی ، .

دوهمه برخه ددغو دشمنانو غربی هیوادونه دی چی پ راس کی ېې امریکا او انګریزان – جرمنان او فرانسویان دی ، ددوی تر رهبری لاندی ۴۰ هیوادونه یعنی د ناتو هیوادونه فعالیت کوی او همیشه د خپلواهدافو له پاره د جنګ او تهدید او وژلو لړي پراخوی ددوی اهداف (( اسیای میانه ته جنګ غځول – روسیه په اسلامی او روسی ) عقایدو تجزیه کول – دچین نه ایغوران بیلول – د کسپین او توری بحیر تیلو ته ځان رسول – دایران تیلو ته دچین درسیدو مخنیوی- د افغانستان یورانیم – لیتیم – قیمتی ډبری – چرس – هیرویین اوتریاک خپل مالکیت بلل او ورنه په خپل سر استفاده او خپلو هیوادو هغه بیدون له مجوز نه وړل یعنې صرف له افغانستانه هر کال ۶۰-۷۰ملیارده ډالره پورتنی شین وړي او افغانستان ته د ګدایی په ډول ۵ ملیارده ورکوی ، که موږ یو مستقل او وطن پرست او جدی متعهد ریس جمهور ولرو ولی دغه ۴۰ ملیارده زموږ هیوادوالو ته په لاس ور نه شي ، زموږ معادن که ملی شی هم زموږ ټول مشکلات رفع کوی ، زموږ د برق بندونه که په کنړ – بدخشان – چخانسور او فراه کی جوړ شی موږ د هرشی خاوندان کیژو ، اوس ېې  افغانستان اشغدل کړی دی او غرب هیڅکله نه غواړی په افغانستان کی صلحه راشی ، دوی په خپل لاس طالبان او پاکستان د مادی او معنوی لحاظه تقویه کوی ، القاعده – طالبان او داعش ) دری واړه تروریستی ډلی د امریکا او غرب د ستراتیژی او تهدابګذاری یوه برخه وه او ده او دغه ډلې به تر ډیره وخته نور هم حمایت او تمویل کړی ؟؟

اوس د افغانستان خلکو ته وایم چې هغه وخت تاسې امنیت او صلحی ته لاره هموارولای شی چی یو اصیل افغان – وطن پرست افغان ( غیرجهادی اوغیر طالب) افغان بیطرفه افغان د ریس جمهور او وسله والپوځ دوزیرانو په حیث درۍ تنه  تعین او وګماری هغه وخت صلحه ممکنه ده او بس ، په اشرف غنی او ډبل عبدالله او دغو دریو امنیتی وزیرانو چې د پاکستان او ایران اجنټان دی هیڅکله صلحی ته نه شۍ رسیدلای ، دل از شما ؟؟