پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

«
»

اوربند؛ د پاکستان د امر لاندې طالبان وارخطا کړي دي

وروسته له هغې چې دافغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ درې ورځنې اوربند د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شو او د اوربند پر مهال طالبان د جګړو له ميدانونو څخه ښارونو ته ولاړل او له عامو خلکو او ځينو حکومتي چارواکو سره يې عکسونه واخيستل؛ د ځینو هغو طالب مشرانو چې په غاړه کې يې د آی ايس آی او د نورو استخباراتو کړۍ پرته ده؛ غصه راوپاروله او دغه طالبان چې عکسونه يې اخيستي دي منافقان يې وبلل. په ټولنیزو رسنیو کې د يو طالب مشر چې ادعا کيږي د بلوچستان ايالت په يو جومات کې خبرې کوي؛ يو کليپ راوتلی چې په کې دغه طالب مشر وایي د حکومت او طالبانو ترمنځ د ناستې پاستې او یو ځای کېدلو عکسونو، ویډیوګانو او مجلسونو سخت ټکان ورکړی دی.

دغه طالب چارواکی په خپل دغه غږيز کليپ کې وايې چې طالبانو او حکومت تر منځ د ویډیوګانو او عکسونو په لیدلو یې وژړل او په زړه کې یې چړې ښخې شوې. دی وايې «دغو خلکو (طالبانو) له مجاهدینو سره خیانت وکړ. دوی منافقان دي. زه نه پوهېږم چې الله تعالی به د دوی توبه څنګه قبوله کړي.» دغه طالب چارواکی چې له خبرو څخه یې قهر او غضب څرګندېږي، وایي،«د دغو طالبانو ضمیرونه خراب دي، منافقان دي، دا خلک شرم، حیا نه لري او مونږ یې جهاد ته ضرورت نه لرو.» په اخر کې هغو طالبانو ته چې له حکومتي چارواکو،‌ عسکرو او خلکو سره یې لیدلي دي د «خرکوسانو» خطاب کوي.

اوس اساسي پوښتنې دا دي چې ولې يو شمېر طالبان مشران د حکومت او طالبانو تر منځ په اوربند خفه دي، څه باعث شوي چې د پاکستان د امر لاندې طالبانو په نس کې يې درد پيدا کړی دی، او له اوربند کولو وروسته ولې هغه طالب مشران چې د آی ايس د غلامۍ کړۍ پر غاړه لري؛ وارخطا شوي دي؟

پاکستان اندېښمن دی چې شوی اوربند به د طالبانو جنګي ليکي کمزورې کړې

پاکستان وارخطا دی چې ګويا اوربند به طالبان د جنګ له ليکو زړه توري کړي، دا چې وسله وال طالبان د اتلس کالو جنګونو وروسته په ډاډه زړه راغلل او د خپلو کورنيو تر څنګ يې ښارونه وليدل، د اوربند له امله له دوی سره د خلکو مينه يې وليدله، د امنيتي ځواکونو محبت يې وليدلو، په ښارياتو کې مسجدونه وليدل، د خلکو اسلاميت يې وليدو او په دې پوه شول چې دلته خلک ټول مسلمانان دي او هغه څه چې دوی ته د پاکستاني ملايانو لخوا د افغان حکومت او ولس په اړه ويل کېدل؛ مطلق دروغ او غلط دي، نو يې زړه له جنګه تور او د سولې غوښتونکي شول. اوس په ټوله کې آی ايس وارخطا شوې چې او دا اندېښنه یې ورته پیدا کړې چې د دوی له ولکې خلاص طالبان به له سختدریځۍ لاس واخلي.

پاکستان په خپل رنګ کې کوټ وخوړ

دا خو ښکاره خبره ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په اوربند کې پاکستان هم خپل رول لوبولی دی ځکه د پاکستان له اجازې پرته طالب حتی له کوره د باندې نشي وتلی. که طالب خپلواک وای او د پاکستان له اجازې پرته يې اوربند کولی شوای نو د اوربند غوښتنه خو ترې د تېرو شپاړسو کلونو په جريان کې په بار بار د خلکو او حکومت لخوا شوې ده خو بار بار طالب وسله والو رد کړې ده. اوس چې طالب د حکومت د اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب ويلی دی نو پرته له شکه په کې پاکستان خپل رول لوبولی دی.پاکستان له يوې خوا د نړۍ له فشارونو سره مخ و او له بلې خوا وروسره افغانستان چندان ښې اړيکې نه ساتلې نو په داسې حالاتو کې پاکستان مجبور و چې د افغان حکومت د باور لپاره پر طالبانو فشار راوړي څو د اوربند غوښتنه يې ومني.

پاکستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په اوربند سره غوښتل ثابت کړي چې لا هم طالبان د دوی تر نفوذ لاندې دي او هر څه چې وغواړي پرې يې ترسره کولی شي. او دويم دا چې پاکستان غوښتل په دغې اوربند سره د خلکو هغه ادعاوو ته ځواب ورکړي چې ويل يې طالبان ډلې ډلې دي او زيات شمېر يې د پاکستان له کنټروله وتلې دي. ځکه طالبانو د پاکستان په اجازې اوربند شروع او د پاکستان په امر يې اوربند مات کړ.

خو په دغې اوربند سره پاکستان په خپل رنګ کې کوټ وخوړ. په دې مانا چې پاکستان په دغه اوربند سره له ګټې زيات زيان وکړ. زيان يې دا دی چې طالبان د روانې جګړې په ماهيت او د افغان حکومت په جوړښت پوه شول چې جګړه د بل چا د ګټو ده او افغان حکومت هم مسلمان دی او ولس يې هم مسلمان دی. اوس نو د طالبانو ډيری برخه هغوی چې د جنګ په ليکو کې عملاً ښکېل دي؛ نور له جګړې ستړي او له افغان حکومت سره د سولې غوښتونکي شوي دي. د دوی ډيری برخه چې ښارونو ته د اوربند په ورځو کې راغلي و، دوباره د جګړو ليکو ته نه دي تللي او نور نو نه غواړي چې په پردی جګړې کې قرباني ورکړي. پاکستان په همدې خاطر وارخطا دی او په اوربند باندې پښيماني ښيې.

لیکنه : خوشحال آصفي