نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

«
»

اصلاحات که سياسي رشوت؟

په خره سپريدل یو شرم، ښکته کيدل بل شرم

د سياسي، سليقوي او حزبي ګمارنو تازه بیلګه

تيره ورځ د ګډ حکومت ولسمشر غني د کورنېو چارو پخواني وزير، نور الحق علومي استعفا منلې او د يو فرمان پر اساس يې تاج محمد جاهد د کورنېو چارو وزارت ته نومولى دى. ښاغلى جاهد وړاندې په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان و. همداشان علومي اوس په هالينډ کې د افغانستان د سفير په توگه ټاکل شوى دى. د غه راز جنرال عبدالرحمان رحمان د کورنېو چارو د وزارت امنيتي معين ټاکل شوى دى. اوس به د کورنېو چارو نومول شوى وزير او نومول شوى څارنوال له ولسي جرگې څخه د باور رايې ترلاسه کولو ته وړاندې کېږي.

په داسې حال کې چې له استعفا وروسته علومي په ټولنيزه ميډيا فیسبوک باندې له وزارته د لاس په سر کیدو په دلايلو کې؛ ولسمشر ته په خطاب کې ويلي چې په تېر شوي يوه کال کې هغه ملاتړ چې د حکومت د مشرتابه له لوري بايد ورسره شوى وى، نه دى احساس کړى؛ خو د علومي استعفا او پر ځای يي يو دولسم پاس او مسلکي زده کړه نه درلودونکي کس ګمارلو او ددې تر څنګ يو پوځي کارکوونکی (علومي) د ډيپلوماسۍ ډګر ته داخلولو ګڼې پوښتنې زيږولي دي.

لومړی لويه پوښته دا ده؛ په داسې حال کې چې د پنځوس پنځوس سلنې ونډې پر اساس خو د کورنيو چارو وزارت څوکۍ د ګډ حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله ته رسيدلې وه او علومي هم د عبدالله له لوري ټاکل شوی و چې ولسمشر غني هم ورسره پرې موافق و او له پارلمانه يي هم ۱۳۱ تاييد رايي اخيستې وې؛ طبيعي ده چې  پارلمان به يي مسلکي توب اصل او تجربه په پام کې نيولې وي ځکه يي خو پرې د وزير په توګه باور وکړ؛ نو اوس ولې له يو کال خدمت کولو وروسته يي استعفا منل کيږي؟
آيا د ياد وزارت وړتيا يي نه درلوده؟ که وړتيا يي نه درلوده نو بیا ولې يي له پارلمانه د تاييد رايه ترلاسه کوله؟
آيا پارلمان خو د کومې معاملې پر اساس نوموړي ته د تاييد رايه نه وه ورکړې؟
دا هغه پوښتنې دي چې تر اوسه لا نه دي ځواب شوي.

بله مهمه موضوع بيا د يو ډيپلومات په توګه د يو پوځي کدر ګمارل دي. علومي اوس په هالينډ کې د افغانستان د سفير په توگه ټاکل شوى دى. داسې ويل کيږي چې علومي د عبدالله د پرله پسې فشار له امله استعفا ته اړ شوی دی او بيا د خوښ ساتلو په موخه په هالينډ کې د سفير په توګه ګمارل شوی دی. پوښتنه دا ده که ولسمشر او اجرايه رياست په کورنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په موخه د علومي استعفا منلې وي نو دا څنګه اصلاحات دي چې يو پوځي کارکوونکی دې د ډيپلومات په توګه وګمارل شي؟

اصلاً دا ټول سليقوي ګمارنې دي چې د حکومت په راس کې ترسره کيږي. همدا اوس چې کورنيو چارو وزارت ته د تاج محمد جاهد په نوم څوک نومول شوی دی؛ داسې شخص دی چې مسلکي نه دی، بريالۍ کاري مخينه نه لري، لوړې زده کړې نه لري خو دا چې ولې د کورنيو چارو وزارت ته نومول شوی؟ تر شاه يي د عبدالله عبدالله پشتيوانه ده. جاهد عبدالله عبدالله ته وفاداره نيږدې کس دی. همداشان هغه څوک چې د جنرال عبدالرحمان رحمان په نامه د کورنېو چارو د وزارت امنيتي معين ټاکل شوى دى؛ نوموړی هم د ولسمشر غني نيږدې وفاداره کس بلل کيږي.

نو له پورته جوړښته په ډاګه کيږي چې ګمارنه د وړتيا، تجربې او مسلک له مخې نه بلکه د سليقې له مخې شوې چې پر اساس يي عبدالله خپل وفاداره اشخاص او غني خپل وفاداره اشخاص په لويو پوستونو ځای پر ځای کړي دي.

لیکنه : خوشحال آصفي