په نړیوال سیاست کې د نفتو او ګازو رول
ليکنه: حميدالله بسيا
نفت او طبیعي ګاز یوازې د انرژۍ سرچینې نه دي، بلکې د نړۍ په سیاست کې هم مهم رول لري. د معاصرې نړۍ ډېری سیاسي اړیکې، ستراتیژیک تړونونه او ځینې نړیوالې شخړې د همدې انرژۍ سرچینو سره تړاو لري. هغه هېوادونه چې د نفتو او ګازو لویې زیرمې لري، په نړیوال سیاست کې زیات نفوذ او ځواک لري، ځکه انرژي د اقتصاد او صنعت د حرکت اساسي وسیله ده.
ډېر صنعتي هېوادونه د انرژۍ لپاره د نفتو او ګازو واردولو ته اړتیا لري، له همدې امله هڅه کوي له تولیدونکو هېوادونو سره نږدې اړیکې وساتي. د منځني ختیځ سیمه هم د همدې دلیل له امله د نړیوال سیاست مهمه برخه ګرځېدلې ده، ځکه د نړۍ د نفتو لویه برخه په همدې سیمه کې موندل کېږي. هر کله چې په دې سیمه کې سیاسي کړکېچ یا جګړه رامنځته کېږي، د انرژۍ نړیوال بازار او اقتصاد هم لکه نن سبا ورسره ژر اغېزمن کېږي.
نفت او ګاز د نړیوالو ائتلافونو او اقتصادي همکاریو په جوړولو کې هم مهم رول لري. هېوادونه د انرژۍ د امنیت لپاره تړونونه کوي، پایپ لاینونه جوړوي او ګډې پروژې پيلوي. خو له بلې خوا انرژي کله ناکله د سیاسي فشار د وسیلې په توګه هم کارول کېږي، ځکه ځینې هېوادونه د نفتو او ګازو د صادراتو له لارې پر نورو هېوادونو اقتصادي او سیاسي فشار واردولی شي.