قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

«
»

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د افغانانو په وينو سره دي

عبدالصمد ازهر                                                                                                ۲۲/۰۲/۲۰۲۶

داسې ښکاري سعودي عربستان چې له پاکستان سره ستراتژيک تړون لري او پخپله هم د سپينې ماڼۍ لاسپوڅی دی ونه شو کولی پر طالبانو د ډيورند کرښه او د پاکستان نورې ناروا غوښتنې ومني؛ نو د لوی سرکار په سرخوځولو يې پاکستاني نظامي ځواک ته د يرغل شين څراغ روښانه کړ. 

د سعوديانو پلاوي څو ځلي د مرکې او منځګړيتوب په نامه راغلل او تر همدې يرغل دمخه هم په غير متعارف ډول د دوی لوړ پوړی نظامي پلاوی په کابل کې و. زه يې لرې نه ګڼم چې دې پلاوي به ګوتڅنډنه کړي وي چې که نه يې منې نو دروايې خله.

د پاکستان نظامی ستر واکدار عاصم منیر او صدر اعظم شهباز شریف (چې ترامپ ته يې د غوړه مالۍ بويونه ټولې نړۍ ته رسېدلي دي) د پرېکړې له مخې، د دوی هوايي ځواک پرون  یکشنبه په تياره سهار وختي، زمونږ د هيواد ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې اوه ځايونه بمباري کړل او د ماشومانو او ښځو په ګډون يې ۱۸ ملکي بې ګناه کسان شهيدان کړل. د پخوانيو بمباريو په څېر، اوس هم نه شي کولای خپله ادعا چې ګواکې ټي ټي پي غړي يې په نښه کړي دي اثبات کړي.

د انکار ځای نه دی چې پاکستان د هند په رقابت کې ځان ته ستر نظامي او اټومي ځواک رامنځ ته کړی دی او دې خوا ته طالب واکداران د تحريمونو او تعذيراتو  او همدا رنګه د هوايي او هوايي دفاع د تشلاسۍ له امله د منظمې جګړې برابر توان نه لري. خو هېروو يې نه چې يواځې نظامی زور د بري تر لاسه کولو له پاره کافي نه دی. 

  • د پاکستان اقتصاد پاشلی او د سعودي په ملاتړ يې تر اوسه د افلاس اعلان نه دی شوی.
  •  له ۲۵۰ تر ۳۰۰ مليارډه ډالره پوروړی دی؛ 
  • امنيت يې له کلونو راهيسې ګډوډ دی؛ 
  • د بلوڅو خپلواکي غوښتنې مبارزه له لسيزو راهيسې روانه ده او اوس يې ځواک دومره غښتلې شوې دی چې پنجاب يې وارخطاذ کړی دی. 
  • د ګوادر پروژه، د چین او پاکستان د يوې لارې يو کمربند پروژه او په بلوچستان کې پر ارزښتناکو کانونو او کميابو خاورو پانګه اچولو پروژې  له ناکامۍ سره مخ دي؛
  •  د پاکستاني طالبانو جوړښت هم د لسيزو تاريخ لري او لږ څه وروسته د افغاني طالبانو له منځ ته راتګ نه زېږېدلی دی.
  •  پښتون  او بلوڅ ولس د استخباراتی وژنو، تښتونو او کورنيو ته ځواب نه ويلو له امله سخت ناراضه دي؛ 
  • سنديان هم سندیش غواړي.

تر دې چې ورتېر شو: 

  • د دين او مذهب هغه وسله چې تر اويا کلونو زيات د دوی په لاس کې وه، اوس د افغان طالبانو له بريا سره د دوی له لاسه وتلې ده. 
  • د تاريخ په شهادت د يرغلګرو په ضد د افغانانو عنعنوي يو موټی درېدل، بل مهم فکټور دی چې په بې تاريخه له ستونزو ډک پاکستان کې شتون نه لري. 

دا دواړه هغه درنې وسلې دي چې اټومي قدرتونه يې په ګونډو کړي دي. دوی بايد شکرګزاره اوسي چې د عمومي پاڅون او جهاد اعلان نه دی ورکړ شوی، که نه سابه به يې ور په مالګه کړي او اوسنی پاکستان به بيا نه وي.

ارمان مې په دې راځي چې افغان طالبان خپلو کمزورو ټکو ته د فکري تحجر له کبله پام نه کوي. دوی د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، د متحده ملتونو منشور او نورو منل شويو سندونو، ارزښتونو او د حاکميت له پاره د حقوقي قانوني بنسټ رغولو سره غير شرعي دښمني لري. دا دښمني قرآني نه ده، د خليفه او ځانونو په ګټه د عباسي ملايانو «اجتهاد» دی چې د نور اجتهاد مخه يې هم ډپ کړې ده. دغه رنګ موضع لرل، هر هيواد او هر دولت له هغه حق نه محروموي کوم چې بايد په نړيوالې ټولنې کې يې ولري. داسې نظام په نړيواله کڅه خپل آواز نه لري او دښمن کولی شي خپلې ټولې نارواوې د روا په جامه کې بر نړۍ ومني.

په کلکه وايم که زما همدې وروستي پاراګراف ته پاملرنه وشي، هېڅ شی به ونه بايلل شي او هر څه به تر لاسه شي.

و ما علينا الاالبلاغ!

۲۲/۰۲/۲۰۲۶

۰۳/۱۲/ ۱۳۴۴