د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین په ویاړ!
نن د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » چې د ادب په ډگر کې یوټکره لیکوال او خوږ ژبي شاعر، لیکوال او وتلای سیاسی، عیني څېړنو او فکر خاوند وه ، د مرګ د پنځمه کلیزه ده ، او په دی مناسبت د هغه دا لنډ ژوند لیک تاسو درنو لوستونکو او وطنوالو ته وړاندې کوم. له دوعا ګانو د دوی په حق او زمونږ ټولو تېرشوو مشرانو په حق کې ( ان شاء الله تعالی) له یاده مه باسئ.
| سمیع الدین « افـغاني » د مـــولانا استادداکتر محمد سعید « سعید افغاني » ځوی، د غــازي مـولوي عبدالمجید « صافی » لمسی او د مولوی سید امیر صیب کړوسی دی، چی په کـال « ۱۳۳۳» هجري شمسي د لغــمان ولایت د عـمرزیو د سيمې پـه خیراباد کلي کې ، زیږیدلی دی. سمیع الدین د لغمان ولايـت د حيدرخــانيو په دهـاتي ښوونځی او د مهترالمک ابتدايه ښوونځۍ کې یی لمړنۍ زده کــړې کړي، او بیا وروسته د پيرروښان د عالي ليسې د دولسم ټولګی څخه فارغ شوې دی. په کال « ۱۳۵۹ » هجري شمسي د لوړو او مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو لپاره بهر ته واستول شو. او په « ۱۳۶۴» هجري شمسي کال په کورنیو چارو وزارت کی په کار پیل کړ، او د« ډگروالۍ » تررتبې رسیدلی دی. |
سمیع الدین « افغاني » د پوهې، فرهنگ، شعر او د « پښتو و دری » ادب په ډگر کې یوټکره لیکوال او خوږ ژبي شاعر وه ، چې ځان ته یې شعري سبک او شعري روش درلود او د هغه په شعرونو اولیکنیوکې « هيلې، دردونه، مينه، ارمانونه او ټولنيز او بشري رنگ » لیدل کیږي.
افغاني صیب د سولې، هوساينې او نیکمرغۍ تږی وه. د وطن د زوريدلي انسان په دردونو اوښکې تويوي، د کرکې ، نفرت او توپير غوښتنې پر ځای د مينې او محبت اواز اوچت کړ . او په ښکاره ډول ثابت دی چه د ده شعر ، د ده نثر ، د ده لیکنه ، د ده خبری او د ده افکار د وطن، د سولی او د بشریت د خیر او سعادت په هکله دي او پدی لای کی « پښتو او دری » ژبوو ته ښکلا وربښلې ده.
سمیع الدین« افغاني »؛ شپاړس جلده « ۱۶جلده » شعري او نثري کتابونه او رسالی د خپل اوچت قلم له لارې په « پښتو او دري ــ فارسي » ژبو لیکلی چی لس جلده « ۱۰جلده » چاپ او شپږ جلده « ۶ جلده » ناچاپ دي. همداسی دهغه دیړ شمیر څیړنیزې علمي، ټولنيزې، سیاسي مقالې اولیکنې یې د هېواد په مختلف ورځپاڼو ، مجلو ، رسنیو او انترنیټي ویب پانو کې چاپ او خپرې شوې دي.
د افغاني صیب یو شمېر شعرونه د هېواد د وتـلو شاعرانو او لیکوالو په « علمي سیمـینارونو » او مشاعـروکې د کلمه، او یـو شمېر نوریې د هېواد د خوږ ژبو هنرمندانو په غږونوکې کمـپوز شوی
دي، لکه : « زه افغان يم ، پل دې بختور شه ، همت ، دا افغانستان دې ، بنجاره ماما ، ياره ستا په اننګو کې ، میروم لغمان جان ، د وطن په یاد، د برکلي گودر … » او ډیر نور چې زمونږ د هېوادوالو د پاملرنې وړ گرځېدلي دي.
چاپ شوي آثار:
ــ د وطن یادونه « د شعرونو لومړۍ ټولگه ». ــ پردیس خیالونه « د شعرونو دویمه ټولگه ». ــ زمونږ کلي او بانډې « نثر ». ــ داغلي زړونه « د شعرونو دریمه ټولگه ». ــ د خاپوړو کلی او بانډی . ــ شين خالۍ « ناول ». ــ پس از بازگشت « داستان کوتاه ». ــ نړېدلې جونگړې « د شعرونو څلورمه ټولگه ». ــ د سمیع الدین « افغاني » چاپ شوي اثار او کتابونه. ــ یاره ستا په اننګو کی « شعري کلیات ».
ناچاپه آثار:
ــ غوره شعرونه او نظمونه « د شعرونو دیوان » . ــ پڼځمه شعري ټولګه ــ د شین خالۍ ناول دویمه برخه ــ د دري ژبې اشعارو ټولګه ــ کمپوز شوي اشعارو ټولګه ــ زمونږ کلي او بانډې دویمه برخه
الحاج سمیع الدين « افغاني » په « پښتو ، دري ، روسی او الماني » ژبو تسلط درلود، واده يئ کړی او پېنځه اولاده هریو: « سمیر ، سیر، سکندر، سلما او ساحل » لري.
سمیع الدین « افغاني » په کال « ۲۰۱۹» میلادي کې د کعبې شریفې زیارت ته مشرف شوو او د حج مراسم یې ادا کړ.
سمیع الدین « افغاني » د اوږدې مودې ورپېښې ناروغۍ له کبله په « ۱۳۹۹هجري شمسي کال د مرغومی پر ۲ نیټه » مطابق « ۲۲ دیسمبر ۲۰۲۰ میلادي ـ کال » د هغه مهربان زړه د فعالیته ودرید او په روغتون کی په حق ورسید. إنا لله وإنا إليه راجعون
د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » جنازه په سبایی « ۲۳ دیسمبر ۲۰۲۰ میلادي ــ کال » د جرمني هیواد ، د مونشن گلاد باخ ښار اسلامي حضیره کې خاورو ته وسپارل شو. جنازې او دعایه کې یې ګن شمیر لیکوالانو، شاعرانو او دوستانو گډون کړاې وه.

اې الله سبحانه او تعالی!
ستا مقدس درگاه ته مي لاسونه وچت کړي. ته په خپل مهرباني او رحمت؛ ارواښاد سمیع الدين « افغاني » وبخښه ، اروایې ښاده او جنت فردوس يي په نصیب کړي.
امین یا رب العالمین
برهان الدین « سعیدی »
د حق د لارې د کلتوري مرکز سکرتریت