و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

در برابر جنایات ضد انسانی حلقه انسانیت ستیز طالبانیزم باید…

بصیر دهزاد  در هفته های اخیر افغانستان شاهد تشدید ارتکاب یک سلسله جرایم و…

از شمس النهار  و تجدد 

تا : نشريه «شريعت  » و تعصب کور ملا کراسی طالبانی  مصداق حال ما کلام شاعر…

 کاسیرر؛ فلسفه یعنی تئوری شناخت

آرام بختیاری تئوری شناخت جناب کاسیرر؛ متافیزیکی و لیبرالی است.   ارنست کاسیرر(1945-1874.م)،…

هجرت و تمدن؛ از زایش تمدن‌ها تا زایش بحران‌ ها

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دوگانه هجرت؛ دیروز امید، امروز اضطراب هجرت به‌عنوان…

طالبان؛ اسطوره شکست ناپذیر با پاشنه اشیل

نویسنده: مهرالدین مشید توهم اقتدار پایدار؛ از فروپاشی امپراتوری‌ها تا شکست طالبان ظهور…

قربانی یاری شو!

امین الله مفکر امینی    2026-02-05! قربانی یاری شو که قربانــــت شـــــــــود     بوقتی سختی…

«
»

لوږه او جګړه

ليکنه: حميدالله بسيا

لوږه، فساد، جنگونه او په نړۍ کې اقليمي تغییرات لامل شوي دي چې په نړۍ کې ډېر خلک د لوږې له بحران او مړينې سره مخ شي.  همدا اوس د نړۍ د نفوس ۱۱ فيصده د لوږې سره مخامخ دي او هره شپه له اته سوه ميليونه ډېر کسان وږي ويده کېږي او د (ايف اي او) سازمان د شمېرو له مخې که چېرته امريکا متحده ايالات د خپلې نظامي کلنۍ بوديجې يوازې دوه فيصده هم مصرف کړي په نړۍ کې  روانه د سوء تغذيې ستونزه چې هرکال ۱۷ ميليونه ماشومان په نړۍ کې سوء تغذيې نړۍ ته راځي تر ډېره حل کېږي او د ميليونونو ماشومانو ژوند ژغورلی کېدلای شي.  خو دا چې هېوادونه د خپلو ګټو په فکر کې دي او د وژونکو وسلو به جوړولو او پلورلو کې یې سترې ګټې نغښتې دي هيڅکله د انسان ژغورنې په برخه کې دومره قرباني نشي ورکولای او يوازې د جګړې د تودولو هڅې کوي او د همدې تودو جګړو څخه د ځان لپاره ګټه کوي.

څکه که له بلې خوا وګورو که چېرته انسانان په نس ماړه وي هغوی جګړو ته نه ځي، هغوی جګړو ته څوک د اجيرو عسکرو په توګه نشي نيولی او هغوی نه غواړي چې ځان د يو څو پيسو لپاره د مرګ خولې ته ورکړي او يا هم د ټپي کېدلو له امله خپل ټول عمر په نيم ژواندي حالت کې تېر کړي.

د نړۍ په سراسر کې د روانو جګړو لپاره په شکل د اشکالو له فقيرو او بيوزلو کسانو څخه استفاده کېږي او د جګړو لمبو د تودو ساتلو لپاره کرايه کېږي او هغوی هم د خپلې کورنۍ د ژوند او ښه راتلونکي او د ځان د بسياينې او ښه راتلونکي لپاره او د اقتصادي بحران څخه د راوتلو لپاره جګړو ته د مجبورې ورځې او يا هم (براين واش) او يا نورو… له لارې لېږل کېږي . ان د اوکراين په جګړې کې هم دهمدې شاته پاتې هېوادونو له وګړو استفاده کېږي ځکه چې د جګړې په اوږدېدلو کې  زبرځواکو  هېوادونو اقتصادي ګټې نغښتې دي، د نړۍ په سراسر کې د وسلوپلورولو بازار ګرم دی ، په ميلياردونو ډالرو وسلې هره مياشت استعمالېږي او په استعمال سره یې تقاضا ډېرېږي او په همدې سره د هېوادونو او نظامي کمپينو اقتصاد پراخېږي او لوړېږي، په هېوادونو کې د تبليغاتي دستګاوو لخوا ويره خپرېږي خصوصا په سکنډنياوي هېوادونو کې چې نورې وسلې له امريکا او د نړۍ له نورو هېوادونو وپېري ترڅو د راتلونکي له وېرې ځان وساتي او دا ټولې وېرې جعلي دي او يوازې ددې لپاره دي چې د وسلو لپاره بازارونه پيدا کړي ، او د جګړې د اوږدلو او پرمخ بيولو لپاره د بشري ځواک په توګه نادانه او فقير خلکو ته هم اړتيا ده چې د څو پيسو په مقابل کې یې اجير کړې او د جګړې لمبې پرې تودې وساتې او د اوکراين په جګړه کې له همدې طریقې څخه کار اخيستل کېږي

د منځني ختیځ او مرکزي اسیا اوسیدونکي په زیاتیدونکي ډول د اوکراین د جګړې  لپاره د پيسو په مقابل کې کرایه کیږي. د منځنۍ اسيايي جمهوريتونو ځوانان چې د اوکرآین په جګړه کې ښکېل دي د اوکرايني قوماندانانو د تېروتنو له امله په جګړو کې مري. په لسګونو د ورته قضيو راپورنه ورکړل شوي چې څه ډول استخدامېږي.  ان اروپايي هېوادونه په دې برخه کې ځانګړي پروګرامونه لري د مثال په توګه په اسپانيا کې د G.O.A. Tactical په نامه شرکت چې خلک د اوکراين جګړې ته په کرايه نيسي او د مياشتې تر ۳۲۰۰ يورو معاش ورکوي او تاسې کولای شئ چې په ګوګل کې یې سرچ کړئ او په اړه یې معلومات تر لاسه کړئ.  نو دا ټول هغه شواهد دي چې په جګړو کې او په ځانګړي ډول د اوکراين په جګړه کې د امريکا او برتانيا او نورو هېوادونو ګټې نغښتې دي او ترهغو به يې اوږدوي ترڅو یې چې ګټه وي او چې ګټې يې ختمې شي لکه افغانستان په نيمايي کې به په توره شپه کې ترې وځي او هرڅه به پرخپل ځاي پرېږدي.

فرانسیسکو گالوان Francisco Galván چې د G.O.A. Tactical  کمپنۍ مشر دی وايي چې موږ د اوکراين لپاره مزدور جنګيالي پيدا کوو، روزنه ورکوو او چې په روزنه کې بريالي شي د جګړې ميدانونو ته یې لېږو او پيسې ورکوو چې يوه اندازه پيسې د اوکراين د دفاع وزارت او يوه اندازه نور ورته د لويديځ هېوادونو لخوا ورکول کېږي. نوموړی وايي چې موږ او زموږ په شان نورې دا ډول کمپنۍ په نړۍ کې نورو هېوادونو د دفاع وزارتونو ته ځوان جنګيالي کرايه کوو او د پيسو په مقابل کې یې د جګړې ميدانونو ته لېږو.

د منځنۍ اسيا د قرغزستان د اوش ښار يوې جوړې په دې ورځو کې په رسنيو کې غوغا جوړه کړې ده  وايي: چې زوی یې  په مني د وټس اپ له لارې زنګ وواهه او ویې ویل چې ښه دنده موندلې ده. ، دا معلومه شوه چې هغه په اوکراین کې و، د اوکراین د وسله والو ځواکونو سره یې یو تړون لاسلیک کړی وو، تر څو له هغو سره په نظامي برخه کې کار وکړي  پلار یې چې د اوش په يوه لرې پرته سيمه کې اوسي وايي:  زما مېرمن او زه اندیښمن وو، مګر هغه ژمنه وکړه چې موږ ته به پیسې راولیږي. هغه وویل چې محفوظ دی او د توپخانې په برخه کې کار کوي چې تل د جګړې په دوهمه کرښه کې وي  او دوی لومړۍ لیکې ته نه لیږل کیږي. مور او پلار یې وايي چې موږ یوازې دوه ځله پیسې ترلاسه کړې، او بیا زما زوی وویل چې دوی ته نور معاش نه ورکول کیږي – قوماندانانو هرڅه اخيستي. زوی یې لوړپوړي قومندان ته شکایت وکړ او درې ورځې وروسته له تماس څخه ورک شو. دوه میاشتې تیرې شوې، مګر موږ لا هم د هغه د برخلیک په اړه څه نه پوهیږو. همکاران او ملګري یې وايي چې وروستی ځل چې دوی هغه د کورخوو په سیمه کې لیدلی و،  هغه نور توپچي نه و، هغه د الوتکو د برید لپاره ګومارل شوی و. معلومات دا وو چې د دوی پوستې د الوتکو لخوا بمبار شوې وې. مور او پلار یې وايي موږ حتی نه پوهیږو چې د خپل زوی جسد چیرته او څنګه ومومو.

هماغه پولنډیان، جرمنيان یا کاناډایان ښايي په جګړه کې له ګډون څخه ډډه وکړي ځکه دوی مرفع ژوند لري او د ژوند ستونزې یې حل دي او همدارنګه هیڅ شی هم له لاسه نه ورکوي. اوکرایني سرتیري لومړۍ لیکې ته لیږل کیږي، دوی هم په اسانه کور ته ستنېدی شي . خو خارجي سرتېري د تیښتې او سرپناه لپاره هیڅ ځای نلري، هیڅوک نشته چې د دوی لپاره ودریږي. قوماندانان یې دوی د دوهمې درجې اتباع ګڼي، پیسې او اسناد ترې اخلي او که راضي نه وي، تر ټولو خطرناکو سیمو ته یې لېږدوي.

د (ډي ډبليو) جرمني رسنۍ د خبر له مخې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین پوځ روحيه کمزورې شوې ده او همدارنګه ورته درانه زیانونه هم اوښتي او سیمې یې له لاسه ورکړي دي. سرتېري فکر کوي چې په يوه بې پايانه جګړه کې راښکېل شوي دي چې که همداسې روانه وي بې له وژنې او ورانۍ بله پايله نه لري. نو دا چې په کور دننه د بشري ځواک له کمبود سره مخ دی ،د استخدام مرکزونو ته چې په دوبي او نور منځني ختیځ او يا اروپا کې دي خپل پام اړولی دی . ځوانانو ته د ښو شرایطو او ښو معاشونو وعدې ورکول کیږي.

نو لنډه دا چې وژنې، قتل وراني او ويجاړي تل د بې وزلو، او غربت ځپلو په نصيب وي ولو که د نړۍ په هره برخه کې وي ځکه دوی د خوراک او ژوندي پاتې کېدو او خپلو ماشومانو د لوږې د اور د مړ کولو لپاره پيسو او کار ته اړتيا لري او نظامي برخو کې کار په کم وخت کې ډېر مالي عايد ترلاسه کول دي خو که ژوندی او روغ پاتې شو او که ووژل شو هرڅه لاړل.