نوروز نبودت

- بیژن باران چه کنم با این همه گل و…

عرفان در مغز

دکتر بیژن باران     لامارک 200 سال پیش گفت: به پذیرش…

نماد های تاریخی- ملی و نقش آن در حفظ هویت…

نور محمد غفوری اشیاء، تصاویر، نشان‌ها، مفاهیم، یا شخصیت‌هایی که نمایانگر…

در دنیای دیجیتالی امروز، انسان‌ها به مراتب آسیب پذیرتر شده…

دیوارها موش دارند و موش‌ها گوش! این مثل یا زبانزد عام…

خالق تروریستهای اسلامی؛ الله است یا امریکا؟

افشاگری جسورانه از ژرفای حقیقت سلیمان کبیر نوری بخش نخست  درین جا می…

چگونه این بار حقانی ها روی آنتن رسانه ها قرار…

نویسنده: مهرالدین مشید از یک خلیفه ی انتحاری تا "امید تغییر"…

شب یلدا 

شب یلدا شبی شور و سرور است  شب تجلیل از مدت…

سجده ی عشق!

امین الله مفکر امینی      2024-21-12! بیا کــــه دل ز تنهایــی به کفیدن…

فلسفه کانت؛ تئوری انقلاب فرانسه شد

Immanuel Kant (1724-1804) آرام بختیاری  نیاز انسان عقلگرا به فلسفه انتقادی. کانت (1804-1724.م)،…

حال: زمانست یا هستی؟

بیت: غم فردا، کز غصه دیروز ریزد به هجوم انرژی، کشف زمان…

درختی سرشار از روح حماسی  و جلوه های معبودایی

نویسنده: مهرالدین مشید تک "درخت توت" و دغدغه های شکوهمند خاطره…

کهن میلاد خورشید 

رسول پویان  شـب یلـدا بـه دور صندلی بـسـیار زیبا بود  نشـاط و…

مبانی میتودیک طرح و تدوین اساسنامهٔ سازمانهای مدنی

نور محمد غفوری شاید همه خوانندگان محترم روش تحریر و طُرق…

انحصار طلبی ملا هبت الله، کشته شدن حقانی و سرنوشت…

نویسنده: مهرالدین مشید ختلاف های درونی طالبان و کش و قوس…

ریحان می شود

قاضی پشتون باسل حرف  نیکو مرکسان را  قوت  جان میشود قوت جسم…

کهن جنگ تمدن 

رسول پویان  نفـس در سـینۀ فـردا گـره افتاده بازش کن  بـرای خــاطــر…

ترجمه‌ی شعرهایی از بانو روژ حلبچه‌ای

هر گاه که باران،  آسمان چشمانم را در بر می‌گیرد. آن، تکه…

سلام محمد

استاد "سلام محمد" (به کُردی: سەلام موحەمەد) شاعر کُرد، زاده‌ی…

آغاز یک توطیه ی جنایت بار و کوچ اجباری پنجشیریان

ویسنده: مهرالدین مشید امروز روستای دشتک پنجشیر و فردا هم دشتک…

آغوش مادر وطن!

امین الله مفکر امینی       2024-08-12! مــرا مادر وطن ومردمش بس گرامیســـت هرکه مادروطن…

«
»

د پښتو ادب او فرهنګ د روښانه او ځلانده ستوري،  ارواښاد مفتاح ساپي د مړینې تریخ او دردوونکی خبر

عکس ‏‎Abdul Qader Masoud‎‏

زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې

که چیرې د علم، ادب، هنراو شعر غوړیدلي، ویاړلي او رنګین تاریخ ته په غور سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاترو پوهانو، څیړونکو، عالمانو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د خپلې لوړې پوهې، ژورو خیالونو او فکرونو په وسیله د علم، کلتور، ادب او هنر رنګینه نړۍ، روښانه او ځلانده ساتلی ده .

ارواښاد مفتاح الدین ساپی له هغو علمي او ادبي سټو څخه وُ،  چې زموږ د پښتو ادب د پرمختګ او پراختیا په برخه کې یې د خپلو علمي، کلتوري او فرهنګي اثارو له  لارې ګټوره او اغیزناکه ونډه اخیستې ده .

ښاغلی مفتاح الدین ساپي د خدای بخښلي اباخان زوی دی، چې پر(۱۳۱۵) لمریز کال د کنړ ولایت په مزار دره کې په یو درنه کورنۍ کې  زیږیدلی دی .

ده خپلې زده کړې په کونړ، کابل  او امریکې کې پای ته رسولې دي ، او له خپلو لوړو زده کړو وروسته په بیلابیلو دولتي دندو کې بوخت وُ .

ارواښاد مفتاح الدین ساپی   علمي، ملي، با احساسه، سپیڅلی، او منلی لیکوال، خوږ   ژبې شاعر، تکړه ژباړونکی، غښتلی، پوخ داستان لیکونکی او  ډرامه لیکونکې وُ .

ده دیوشمیرغربي شاعرانو اولیکوالو اثار په  پښتو ژبه ژباړلي او خپاره کړي دي . د ده ادبي او فرهنګي سټه  نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې په بهر کې هم پیژندل شوې ده . دی  په انګریزي ژبه هم شعرونه او لیکنې لري .

لنډه دا چې زموږ په جګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدلي هیوادکې  ده په خپلو ګټورو او اغیزمنو اثاروکې د لوټمارو، تالنګرو، ظالمانو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې،  د رنځیدلو او ځوریدلو هیوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه، سلګې او زګیروي ، اتلولي او میړانه او همداسې د افغانانو په منځ  کې د یو شمیر نورو زړه بوږنوونکو پیښو تصویرونه چې د بشریت په تاریخ کې ساری نه لري په ډیرو ښکلو فکرونو، خیالونو، تصویرونو او سیمبولونو کې په ډیره ظریفانه  بڼه داسې انځور کړي دي ، چې په لوستلو یې د هر لوستونکي په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې، ولولې، انساني، اخلاقي عواطف او احساسات راپاروي .

ارواښاد مفتاح الدین ساپی  یو دروند، با احساسه ، پاک او سپیڅلې انسان وُ. د نیکو  اوصافو او عالي اخلاقو خاوند شخصیت وُ. د خپلو ملګرو او دوستانو سره  صمیمي، مهربان، رښتینې او خواخوږې وُ. د خپل وطن او هیوا دوالو سره، د  ادب پالو، هنر پالو او فرهنګ پالو انسانانو سره یې ځانګړې مینه لرله .  د آزادۍ، خپلواکۍ او دموکراسۍ سره، د پښتون او پښتونولي سره، د انسان او انساني کرامت سره  يې ژوره مینه او اخلاص درلود .

زه نه یوازې چې په دې ستر ویر او غم کې ځان  شریک بولم، ارواښاد مفتاح الدین ته د لوی خدای څخه د فردوس جنت ،  درنې کورنۍ، مینه والو، یارانو ، دوستانو او ملګرو ته یې تسلیت، زغم او صبر غواړم .

په درنښت : انجنیر عیدالقادرمسعود