تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

 افغانستان؛ در بن‌بست اعتماد و آینده ناپیدا

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ میان بی‌اعتمادی و بن‌بست سیاسی افغانستان در یکی…

شایسته‌سالاری؛ بنیان عدالت اجتماعی و پیش‌شرط حکمرانی کارآمد

 نور محمد غفوری عدالت اجتماعی، به‌عنوان یکی از بنیادی‌ترین ارزش‌های دولت…

رسول حمزتف شاعر شوروی و مردم داغستان

مترجم:  رسول حمزتف از مهم‌ترین شاعران داغستان و یکی از چهره‌های…

                                      نسل فراسو

 نویسنده: مهرالدین مشید نسلی که پیوندهای انسانی را بر مرزبندی‌های قومی…

سیاست ماجراجویانه و هزینه‌ای که ملت‌ها می‌پردازند

 نور محمد غفوری  تاریخ بشر بارها ثابت کرده است که ملت‌ها…

آمانج جبار

آقای "آمانج جبار" (به کردی: ئامانج جەبار) شاعر معاصر کرد،…

افغانستان؛ بن‌بست مشروعیت و بازی قدرت‌ها

 نویسنده: مهرالدین مشید           فغانستان؛ از انزوای سیاسی تا بحران اجتماعی و…

«
»

پر شوروي له بري وروسته؛ بريا که بربادي؟

د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان مسلمان، مجاهد او خپلواکي غوښتونکي ملت په خپل اسلامي، افغاني، انساني او فکري ځواک سره د شرق او غرب هر ښکېلاګر ځپلی، مات کړی او نيم ژواندی ېې له هېواد څخه ويستلی. پدغه لاره کې د افغانستان ټولو خلکو په يوه غږ او يوه بېرغ لاندې مادي، معنوي او فزيکي سرښندنې ورکړي دي، او هېواد يې لدې نيواکګرو څخه خلاص کړی دی. خو يو تريخ واقعيت دا هم دی چې لدې سپيڅلي جهاد څخه يو شمېر خلکو بده ګټه واخيسته، د اسلام په نوم يې داسې کارونه وکړل چې زموږ د ولس سپېڅلې مبارزې او مجاهدې ته يې هم زيان ورسوو چې هيڅ وخت به ېې نه الله ج وبښي او نه دا اتل ولس. په دوی کې داسې د افغانستان د تباهی څېرې د جهاد ټيکه داران ، د واک ، څوکۍ ، او اقتدار وږي او وطن پلورونکي و؛ او اوس هم شتون لري چې دجهاد په نوم او جامه په هېواد کې کور په کور ننوتل، وژنې ، ورانونې په ناموسونو تیری او د هېواد د ملي شمتنيو چور او پر پاکستان پلورلو ته يي ملا وتړله.

اصلاً که د جهاد ريښتونې معنا او تعريف ته وکتل شي نو جهاد هغه سپیڅلې کلمه ده ، چې یواځې د الله جل جلاله د رضا په خاطر ، د هغه د دین د دفاع لپاره ؛ له کفري دښمن څخه د خپل هیواد او ولس د ساتنې په خاطر جنګيدلو او په هر ډول شرایطو کې د حق وینا کولو ته وایې. خو له بده مرغه دلته په جهاد او شهادت سیاسي سوداګري کیږي، له جهاد او شهادت څخه د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو لپاره د ابزار او وسیلي په توګه کار اخیستل کیږي. دلته جهاد په خلکو خرڅيږي او د مجاهد په نامه له سهامي دولته خپله ونډه غوښتل کيږي. دوی که د هر شخصي، ګوندي، سمتي او قومي امتیاز لپاره جنګيدلي؛ ورته مجاهد نشو ويلای. که یو څوک د شخصي ګټو، قومیت پاللو، ژب پاللو، سمت پاللو، خپل شهرت، سیاسي امتیاز، او یا بل کوم هدف لپاره جنګیږي ، د هغه جنک او هلو ځلو ته جهاد نشو ویلای.

دا سمه ده چې افغانستان ته د شوري اتحاد د سرو لښکرو راتګ د افغانانو په لرغوني تاریخ کې یو تور او له کړاوونو ډک باب دی. د افغان مجاهدينو په لاس د شوروي د سرو لښکرو ماته يو ستر بری دی خو هغه زيان چې له دغې بري وروسته افغانستان د مجاهدينو د خپلمنځي، ګوندي او سمتي جنګونو له امله وليد؛ هم بايد پرې سترګې پټې نه شي. د مجاهدينو له بري سره، نا امنيو بل رنګ غوره كړ، په هېواد كې كورني جنګونه پېل، اقتصادي پرمختګونه په ټپه ودرېدل او خلک له سختو اقتصادي ستونزوسره مخ شول. د شوروي پر سور لښکر له بري وروسته؛ مجاهدينو په کابل کې د واک پر سر خونړۍ خپلمنځي جګړې پېل کړې. که څه هم له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو له وتلو پوره ۳۰ کاله تېریږي، خو لا هم د خلکو په ذهنونو کې دهغه وخت او راوروسته د کورنیو جګړو خاطرې پاتې دي. د روسانو له ماتولو وروسته کابل د څو ډلو ترمنځ د جګړې پرمیدان بدل شوو هغه وژنې، چې په دغو جګړو کې وشوې د افغانستان په تاریخ کې بې سارې بلل کیږي.

د روسانو تر وتلو وروسته د مجاهدینو ترمنځ خپلمنځي اختلافات ددې لامل شول چې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شول، کورونه یې وران شول او زرګونه کسان له هېواده وتو ته اړ شول. یوازې په کابل کې په زرهاوو هېوادوال مو شهيدان شول، په سلهاوو معلولان، يتيمان، کونډې، بورې او بې سرپرسته شول. له همدې ورځې راهيسي تر ننه په هېواد كې امنيت نه يوازې دا چې ټينګ نه شو، بلكې له يوې ورځې نه بلې ته مخ په خرابېدو دى او د مجاهدينو د واكمنى په پنځه كلنه دوره كې د واک د ترلاسه كولو په سر، تنظيمي جنګونو هم په لسګونو زره خلک ووژل.

هغوی چې ګوتې يي د ټوپک د ماشې په کش کولو روږدې وې اوس هم د دوی د فطرتي غوښتنو پر اساس د خلکو په وژنه او زورونه لګيا دي. ځينې يي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په حکومت کې په لويو پوسټونو وګمارل شول. دوی پخوا هم خلکو ته تجربه ورکړې وه او د حامد کرزي په واکمنۍ کې هم په ښه توګه ولس ته معلوم شول. اوس چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ په ګډ حکومت کې دوی تر يوه حده څنګ ته شوي دي نو اوس وخت ناوخت په ملي ورځو او یا هم ځانګړو وختونو کې سر راپورته کوي او په اوسني ګډحکومت کې پر خپلې کمرنګې ونډې نيوکې کوي. دوی چې د څوکۍ پر خوند روږدي شوي دي نو د جهاد له سپيڅلې نامې څخه په ګټې اخيستې د څوکۍ او امتياز د ترلاسه کولو خوبونه ويني. خو ډاډه ويلای شو چې دوی ولس ته امتحان ورکړی دی او نور به ولس ورته د بيا تجربې وخت ورنکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي