جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

د سولې په اړه شتو اندېښنو ته ډونالډ ټرمپ څنګه ځواب ورکړ؟

په داسې حال کې چې په قطر کې د طالب او امريکايې استازو تر منځ د پنځم پړاو له خبرو وروسته دغې پروسې ته د افغان حکومت اندېښنې تر بل هر وخت زياتې شوي؛ آن دا چې تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار ښاغلي حمدالله محب پر زلمي خليلزاد تندې نيوکې وکړې او هغه يې د سولې خبرو تر شا د موقت حکومت په جوړولو تورن کړ؛ بلاخره ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغو اندېښنو ته ځواب ورکړ.

په تازه کې سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان د سولې هلوځلو ته لومړیتوب ورکړی او د ده ځانګړي استازي له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي خو د امریکا ولسمشر به د متحدو ایالتونو د تاریخ تر ټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو پر سر بده معامله ونه مني. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي، امریکا به د بشري حقونو- په ځانګړي ډول د ښځو حقونو په شمول د تېرو ۱۸ کلونو بریاوې قرباني نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب پر زلمي خليلزاد تندې نيوکې وکړې او نوموړی يې د سولې په روانو خبرو کې د افغان حکومت په څنډې ته کولو او طالبانو ته په مشروعيت ورکولو تورن کړ. له هغې وړاندې په خپله ولسمشر غني هم په بار بار غير مستقيم د طالبانو او زلمي خليلزاد تر منځ د روانو خبرو په اړه اندېښنه ښودلې وه. ولسمشر غني د قطر خبرو ته په اشارې ويلي و چې دايمي سوله غواړي او نه غواړي چې د داکټر نجيب الله د وخت تېروتنې بيا تکرار شي. همدارنګه تيره ورځ په بلخ کې د نوروز جشن د نمانځلو پر مهال يې هم يو ځل بيا يادونه وکړه چې دايمي سوله غواړي، نه داسې سوله چې ترې د وينې بوی راشي.

د طالب مرکچیانو او زلمي خليلزاد د خبرو په اړه نه يواځې افغان حکومت اندېښمن بريښي بلکې افغان سياسيون، مدنې ټولنې، د ښځو حقونو فعالان، بهرني هيوادونه چې په يو نه يو ډول د افغانستان په سياست کې ځان ښکېل بولي او آن په خپله د ناټو غړي هيوادونه هم اندېښمن ول.

مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالان له سولې وروسته په افغان حکومتي نظام کې د ښځو د ونډې او د ډیموکراسۍ د تطبيق د څرنګوالي له امله اندېښمن دي. د افغانستان په سياست کې ښکېل هيوادونه په ځانګړي ډول روسيه بيا د طالب سره په ګډه د راتلونکي افغان حکومتي نظام څخه اندېښمنه ده. دوی هڅه کوي چې له افغانستانه د امريکا په وتلو سره په راتلونکي نظام کې چې طالبان به يې هم يوه برخه وي؛ غوټ او قوي نفوذ ولري. روسيه غواړي چې د امريکا له وتلو دغه تشه په خپله روسان ډکه کړي.

افغان سياسيون په ځانګړې توګه هغوی چې د اوسني حکومت يوه برخه دي يا په تير کې برخه و؛ ځکه اندېښمن دي چې د طالب له راتګ وروسته به ممکن د دوی واک او ځواک د حکومت په چوکاټ کې راکم او طالبانو باندې به وويشل شي. دوی د خپلې سياسي بقا په اړه اندېښمن دي. خو په تازه کې د سپيني ماڼۍ يو چارواکي دغو ټولو اندېښنو ته ځواب ورکړ.

ټرمپ د افغان حکومت اندېښنې څنګه ځوابوي؟

دا چې د حمدالله محب د څرګندونو له امله په وروستيو کې د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکو کې د احتمالي کړکيچ مخنيوی وشي او د سولې روان بهير يا له طالبانو سره د امريکا خبرې ناکامې نه شي؛ د امريکا ولسمشر هڅه کوي چې په دې اړه بيرته د افغان حکومت او سياسيونو اندېښنې خلاصې کړي. د امريکا متحده ایالات غواړي افغان حکومت په ځانګړې اشرف غني ډاډمن کړي چې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ په خبرو کې هيڅ ډول داسې معامله نه کيږي چې هغه دې د افغان حکومت له ګټو سره په ټکر کې وي؛ وروستۍ څرګندونې يې وکړې.

د سیمي هيوادونو اندېښنو ته ځواب

همدا اوس زلمی خليلزاد د سيمي هيوادونو ته په سفر تللی او داسې اټکل کيږي چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، د چین په استازیتوب دینګ شیجون او د اروپایي ټولنې استازی رولاند کوبیا سره يې کتلي دي. دا هغه هيوادونه دي چې تر نورو ډير په قطر کې د امريکا او طالب استازو تر منځ د خبرو په اړه اندېښمن دي. اوس دغو هيوادونو ته په سفر کې زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د سولې روانو خبرو په اړه د دوی اندېښنو ته ځواب ووايي او په اړه يې ملاتړ خپل کړي.

پس په پای کې ويلی شو چې ان شاالله د سولې روانې خبرې سمې او په سيده لار روانې دي، فقط طالبان دې له افغان حکومت سره د مذاکراتو ميز ته حاضر شي، نور ان شالله چې د سولې په اړه سيمه ايزه او نړيواله اجماع رامنځته شوې ده. داسې هيلې هم شته چې د قطر په راتلونکې غونډه کې به د افغان حکومت استازي هم برخه ولري.

لیکنه : خوشحال آصفي