ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

«
»

د کابل ـ اسلام آباد تر منځ د باور فضا څنګه رامنځته کېدای شي؟

وروسته له هغې چې د کابل ـ اسلام آباد اړيکې يو ځل بيا ترينګلې شوې، اوس يو ځل بيا د اړیکو د عادي کولو لپاره د دواړو هيوادونو لخوا هڅې روانې دي. په همدې لړ کې پرون ورځ په کابل کې د همغږۍ او سولې لپاره د پاکستان او افغانستان تر منځ د کاري ګروپونو لومړنۍ غونډه ترسره شوه. د دواړو هيوادونو کارې ډلې وايې افغانستان او پاکستان له ترینګلو اړیکو وروسته، اوس د باور جوړونې نوي پړاو ته رسېدلي دي. ټاکل شوې چې دا کاري ډلې د کابل او اسلام اباد د عمل پلان په چوکاټ کې د همغږۍ او سولې پر ټينګښت کار وکړي.

که څه هم د دواړو هيوادونو کارې ډلې هيله مندې دي چې د کابل ـ اسلام آباد اړیکې اوس د باور جوړونې نوي پړاو ته رسېدلي دي خو اساسي پوښتنه دا ده چې رښتيا هم د عمل پلان کولی شي چې پر آسلام آباد د کابل باور ترلاسه کړي؟

له کابل سره د پاکستان نيت او پخوانيو ژمنو ته په کتو ځواب روښانه دی چې د عمل پلان غونډې نه شي کولی د کابل او اسلام آباد تر منځ د باور فضا رامنځته کړي. ځکه دا لومړی ځل نه دی چې د دواړو هيوادونو کاري ډلې کينې او د دواړو هيوادونو تر منځ د باور فضا رامنځته کولو او اړیکو ښه کولو لپاره هڅه کوي، بلکې له دې وړاندې هم په لسګونو ځلې ورته ناستې او سفرونه ترسره شوي چې هيڅ د پاو وړ نتيجه يې نه ده ورکړې.

پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې غولونکی سياست پر مخ وړی دی او افغان لوری يې يواځې په تکراري ژمنو غولولی دی. ښه بېلګه يې هغه هېواد ته د افغان حکومت لخوا په پاکستان کې د ترورېستانو د مرکزونو لېست سپارل يادولی شو څو پر وړاندې يې پاکستان اقدامات تر سره کړي، خو له بده مرغه چې د افغانستان دا غوښتنه تر اوسه همداسې د کاغذ پر مخ پاتې او پاکستان هيڅ غوږ هم پرې نه دی ګرولی.

همدا ډول هر کله چې پاکستان د نړيوالو په ځانګړې توګه د امريکا له فشار سره مخ شوی دی نو سياستمدارانو يې په خپل مداري سياست سره د امريکا له فشارونو ځان خلاص کړی دی. پاکستان د افغانستان په جنګ کې ګټې لري او تر هغې به د افغانستان په اړه خپل سياست کې بدلون رانه ولي څو پورې چې په نړيواله کچه تر فشار لاندې نه وي راغلی.

کابل څنګه په اسلام اباد باور کولی شي؟

دوې لارې شته چې کولی شي په عملې کېدو سره يې د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور فضا رامنځته شي.

لومړی: پاکستان بايد په عمل کې ثابته کړي چې د ترهګرو ملاتړ نه کوي او ورته پناه ځايونه نه ورکوي. پاکستان کولی شي چې عملاً هغه طالبانو ته چې د هغوی په خاوره کې شتون لري ګواښ وکړي چې يا دې د افغانستان له حکومت سره سولې مذاکراتو ته حاضر شي او که چيري حاضر نشي نو پر ضد به يې پاکستان او امريکا ګډ نظامي عمليات ترسره کوي. که چيرې پاکستان له دغې کاره انکار وکړي نو بيا په دې منځ کې امريکا کولی شي چې خپل قاطع دريځ روښانه کړي. امریکا کولی شي چې پاکستان اړ کړي څو له خپلې خاورې تروريستان وشړي او يا کم تر کمه ملاتړ يې ونه کړي.

دویم: امريکا د افغانستان او پاکستان تر منځ د اعتماد جوړولو په هکله خپل رول ادا کړي، داسې چې له پاکستانه په جدیت وغواړي چې طالبان دې د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکراتو ته د حاضرولو پر ځای له خپلې خاورې وشړي يا دې سرکرده مشران ورته لاس تړلي امريکا يا افغان حکومت ته وسپاري. او د پاکستان اوسني وضعيت ته په کتو دا احتمال زيات دی چې دغه هيواد دې د افغانستان په اړه په خپل سياست کې بدلون راولي.

ځکه پاکستان له يوې خوا د FATF سازمان په خړ ليست کې شامل او له بلې خوا په کې روانه اونۍ ټاکنې ترسره کيږي نو دا مهال تر هر بل وخت ډېر اړ دی څو له امريکا سره اړيکې ښې کړي. امريکا کولی شي چې د پاکستان له همدې مجبوريته په ګټه اخيستلو پاکستان وګواښي چې که چيري د ترهګرو ملاتړ بس نه کړي نو له خړ ليست وروسته به مستقيماً تور لېست ته شامليږي. که چيري امريکا وغواړي نو کولی شي چې د پاکستان لکۍ سيده او لارې ته برابر کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي