پس از پنج سال؛ آغاز شمارش معکوس برای پایان یک…

نویسنده: مهرالدین مشید پنج سال پس از بازگشت طالبان به قدرت،…

جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

«
»

ملي مشارکت، یوه اړتیا ده !

د هیواد د ویاړلي متفکر، ملي او نړیوال  شخصیت اشرف غني او د هغه د هیوادپال ټیم د ملي مشارکت تګلارچې له ټاکنو مخکې  چمتو شوې، پلیتوب يي کولای شي، نه یوازې له ملي محورڅخه د افغانستان د اوښتون نورې هڅې شنډې کړېبلکې له دې محور څخه دعبدالله او د هغه د ټیم پشان ډېرو نورو ښويدلو سیاستوالو لپاره هم، ملي لیکې ته د بېرته راستنېدو او د سیاسي ځانوژنې په مخنیوي کې له دوی سره مرسته وکړي!

د ۲۰۱۴ کال د جولای په اتمه، د لويی جرګې خیمه کې عبدالله او د هغه د ټاکنیز ټیم لوړپوړې چارواکي د مرکزي حکومت پر وړاندې، د موازې حکومت په اعلان د ملي خیانت په کچه د یوې سترې تاریخي اشتبا او سیاسي ځانوژنې سره مخ شول.

په دې ورځ عبدالله او ډلې يی چې مخکې يي ټاکنو ته د ژمنې اوددیموکراسۍ پېښې کولې، د خپلو ژمنو په وړاندې کودتا وکړه او لکه عراق کې د داعش خونړۍ ډله، پاکستان کې لشکر طیبه او جنګوي ډله او یا نړۍ کې د نورو ترهګرو پشان يي تاوتریخوالي، اړودوړ او شخړې ته مخه کړه او خپله اصلي څېره يي افغانانو او نړیوالو ته یوځل بیا بربنډه کړه!

په داسې حالاتو کې چې عبدالله او دهغه ټیم، د ټاکنو د ابتدايی پایلو د اعلان په وړاندې اړودوړ او بغاوت پیل کړ، د هیواد د انتخابي ولسمشر انځور يی څېری او خپل هغه يی د برحال ولسمشر د ځایناستې پتوګه وځړاوه؛ هیواد ته د ټاکنو له لارې، د نوې راتلونکې او ټوکېدونکې دیموکراسۍ پر ضد يي ماشیندارې، ټوپک او توپ ته لاس کړ؛د ټاکنیزو موخو لپاره يي د هیواد ملي او سراسري ګټې او ارزښتونهتر پښو لاندې کړل او د هیواد تاریخ او هویت ته يي یوځل بیا شا کړه،خو په ورته وخت کې اشرف غني او ټیم يي خپل پلویان او افغانان صبر او زغم ته هڅول؛ قانوني او د ټاکنو له لارې د واک لیږد ته ژمن پاتې شو او له دې سره سره يی خپل سیال او یاغي ټیم ته د ملي مشارکت حکومت کې د ګډون بلنه ورکړه!

په داسې توپاني حالاتو کې چې یو لوري د ټاکنو د سپکاوۍ، د افغانانو د تېرییسلو او بېلارۍ او هیواد کې د ګډوډۍ هڅه کوله؛ بل لورې د ټاکنو له لارې د واک لیږد ، د افغانانو د د روستیو لاسته راوړنو د ساتنې او د هیواد د ژغورون لپاره مټې رابډ وهلې.

بلاخره د یونس قانوني د خبرو په توپیر چې وايي افغانانو له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه ، د عبدالله ټیم د ټاکنو په افغاني کمیسیونونو په پوره بې باورۍ، نړیوالو ته مراجعه وکړه او د نړیوالو په مرسته يي په ټاکنو کې خپلې ماتې ته پرتوګ واغوست.

خو بیا هم ښه شول له بل پلان شوي ناورین څخه افغانان په ګډه ژوندي او بریالي راووتل او نن بې له توپېره بریا د ټولو افغانانو په برخه ده! ژمی تېر شو او د سکرو توروالی د دیوالونو پر مخ پاتې شو!

قلم پر ټوپک ؛ زغم، پوهه او تدبیر پر کودتا او د ملي مشارکت تګلار په هیواد کې د پاشلتیا او څو واکمنیو پر توطیه بریالۍ شوه!

یو شمېر افغانان داسې انګیري چې ټاکنو کې د ماتې پټولو او په راتلونکې واکمنۍ کې د غوړې ونډې لپاره، دا هسي د نظارشورا د څو لنډه غرو جوړه شوې ډرامه وه چې دولت او د بدلون او دوام ټیم ورته ډېر زغم او حوصله وکړه او دومره زغم او ګذشت پکار نه وو!

که دوی څو ورځې پخپل حال پريښودل شوی وای، باد يي وتل او سرځوړې به خپلو کورونو ته بیرته ستنېدل.

خو زیات افغانان په دې اند دي چېدولتي واک باید په سوله یزو ټاکنو ترلاسه شي او نه ښاييټاکنو کې د هیڅ افغان کچۍ ګوته هم وینې شي!

بلخوا یو شمېر افغانان په دې اند دي چې که ټاکنو کېد بدلون او دوام ټیم بریالی شي،پکار نه دی چې راتلونکې حکومت کې د مات شوي ټیم غړو او یا ټیم ته د ملي مشارکت په نوم، په دولتي واک کې برخه ورکړي. په دې اړه ښاغلی اشرف غني او ټیم يي په وار وار ویلي چې دوی د ملي مشارکت په حکومت کې بې له توپېره د ټولو افغانانو ګډون ته ژمن دي. دا ټیم وايی چې ټاکنو کې په بریالیتوب سره به تګلار او کړنلار ددې ټیم وی، خو که د مات شوي ټیم غړي او یا ټیم د دوی د تګلار او کړنلار په پلې کولو کې برخه اخلي، دا ټیم ورته په حکومت کې د ملي مشارکت په مفهوم برخه ورکوي.

د بدلون او دوام ټیم، تل په حکومتي واک کې د ملي مشارکت خبره او ژمنه کړېده. دا ټیم ملي مشارکت ، د ایتلافي واکمنۍ  په مفهوم نه پيژني او نه يي وړاندې کوي او نه غواړي چې ایتلافي او یا د تېر پشان سهامي حکومت ته د ملي مشارکت نوم ورکړي. کومه ژمنه او خبره چې دا ټیم پرې تل ټینګارکوي هغه ددې ټیم تګلار او کړنلار ده چې پلیتابه لپاره يي د ټولو افغانانو ګډون او مرستې ته اړتیا ده.

په ټاکنو کې له بریا روسته، له کوم ځانګړي کورني او بهرني فشار پرته، د ټولنې د عیني اړتیا پر بنسټ همد بدلون او دوام ټیم د خپلې علمي او عملي تګلار د پلیتابه لپاره، د ملي مشارکت حکومت جوړښت په پام کې لري.

د جګړه ځپلې افغانستان بیا رغونه او وداني د یوه ټیم له وسې وتلی خبره ده او دا وداني د ټولو افغانانو په ګډ کار پورې تړلې ده ، خو اداره او مدیریت به يي په ټاکنو کې ګټونکی ټيم پرغاړه اخلي.

د پکتیکا د ارګون په غمیزه کې چې ښاغلی اشرف غني د غمجنو کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره ورغلی وو، خلکو ته په وینا کې هغه بیا هم، په دې خبره ټینګار وکړ چې ټاکنو کې د بریالیتوب په مهال به د ملي مشارکت حکومت ته ژمن وي. ښاغلي غني هلته همخپلو خبرو کې ایتلافي حکومت او د سهامي شرکت واکمني په کلکو ټکو رد کړه. دا ټیم وايي له ټاکنو روسته خپله اداره به په هغو ارونو جوړوي چې د هیواد اساسي قانون يي وړاندوینه کړې.

اوس خبره دا ده، ایا د عبدالله او د هغه د ډلې روستي ګواښونه او اړودوړ، باید په ګواښونو او زور حل شوی وايي او نورو هم ددې لنډه غرو پشان ناقانونه چارو ته مخه کړی وايی ، که نورې لارې هم شتون لري؟

که ورته غبرګون ښودل شوی وای اوزور کارول شوی وای، بیا د شرګډو او هیوادپالو توپير په څه شي کېدای شو، ایا بیا هیوادپالو ته د ورته تریخ او زیږعمل ګوته، نه نیول کېده؟

که ټاکنو کې د خپلې ماتې د پټولو او ځانته د وړو پزې په ایښودلو سره عبدالله او ډله يي غواړي په دولتي واک کې یوه برخه ترلاسه کړي او اړو دوړ او بچه ترسانک يی یوازې ددې موخې لپاره وو، ایاعبدالله ته د ملي مشارکت حکومت کې یوه برخه چې هغې سره د وینو تویولو او هیواد کې د اړودوړمخه ډب شي او هم عبدالله ته د وړو پزه کېښودل شي، ښه پریکړه نه ده؟

که چیري د عبدالله ټیم د بدلون او دوام ټیم د تګلار د پليتابه لپاره او ددې ټیم د ادارې او مدیریت په چوکاټ کې، ریښتیا غواړي له دې ټیم سره ګډ کار وکړي، د عبدالله ټیم داسې همکارۍ ته د هیواد اړتیا شته.

د ملي مشارکت حکومت کېافغانان څه له لاسه نه ورکوي بلکې افغانستان له بېلا بېلو توطیو ژغورل کیږي، د ملي مشارکت حکومت سره نړۍ هم ملتیا لري!

د ۲۰۱۴ کال د جولای ۲۰ مه

سرلوڅ مرادزی