نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

«
»

د معنوی ویاړونو ساتل د مادی شتمنیو په څیر اړین دی

نور محمد غفوری

ټولو ته معلومه ده چې کلتور او معنوی ویاړونه د ملت د جوړولو او ساتلو له غوره فکټورونو څخه شمیرل کیږي. د ملي ګټو د دفاع له پاره د معنوی ویاړونو ساتل هم د هېواد د جغرافیایی پولو او د ځمکې پرمخ او تر ځمکه لاندې شتمنیو په اندازه اهمیت لري. هر هیواد په دې ویاړي چې د تاریخ په اوږدو کې یې لوی پوهان، ښه نظرونه او اغیزمن اسبابونه بشری نړۍ ته وړاندی کړي دي.

دلته په سر کې د معنوي ملي ویاړونو د ساتلو یوه نمونه د درنو لوستونکو له پاره وړاندې کوم. د تیرې عیسوي پیړۍ په نوي یمو کلونو کې چې (هیلموت کول) د آلمان صدراعظم، د عیسوی دموکراتیک اتحاد ګوند مشر او د کمونیسم له سختو مخالفانو څخه و، د آلمان د کمونست ګوند یوه غړي پروفیسور ته یې پوره بودجه په لاس ورکړه چې د علمی کمونیسم د مؤسسینو (مارکس او انګلس) له مړینې سل کاله وروسته د هغوی خطي نسخی راټولې، ولولي او د ساتلو ترتیبات یې ونیسي. نوموړي دا د خپل هیواد ملي شتمني او ویاړونه وبلل. دا موږ ته راښئي چې د ملي ویاړونو ساتنه ګوندي، دینی، قومي او ژبنۍ پولې نه پیژني او ښایي چې سیاسي اختلافونه یې د نمانځلو په مخ کې خنډ نه شي.

د هیواد په پولو کې یو له بله بیل، د مختلفو نظرونو، عقیدو او ان د متضادو ګټو لرونکي ټولنیز ګروپونه  او اجتماعي- اقتصادي طبقې یوځای ژوند کوي، خو د بهرنیو دښمنانو په وړاندې د دوی ټولو ګټې سره شریکی او د خپلو ملي ارزښتونو، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سیاسي استقلال څخه دفاع کوي.

د تاریخ په اوږدو کې په هېوادنۍ، سیمه ایزه او نړیواله کچه هم د پرمختګ غوښتونکو، دموکراتیکو او د سولې او ټولنیز عدالت پلوو ځواکونو ترمنځ ګډ ویاړونه رامنځته شوي چې ساتل او پالل یې د همدې نظر د څښتنانو له پاره له ملي پولو بهر هم د اهمیت وړ دي.

د معنوي وياړونو نمانځل او په یوه او یا بل ډول یادونه، ځوانانو او نوي نسل ته رسول او نقلول د هغو د ژوندي ساتلو په خاطر کيږي. که ځوانان د هیواد له مهمو پیښو او د ملي مشاهیرو له نظرونو څخه خبر نه شي، ملي او سیاسي شعور یې نیمګړی پاته کیږي او دا امکان شته چې کلتوري ویاړونه د وخت په تیریدو سره مړاوي او هیر شي. د ملي، تاریخي، علمي او کلتوري ورځو او لوړو شخصیتونو نمانځنې ته پام نه کول، په اصل کې هیوادنیو معنوي شتمنیو ته بې توجهي ده. لکه څنګه چې د هیواد د پولو، الماسو، لعلو او جواهرو ساتل ضروري دي، همدا شان یې  د معنوي ویاړونو ساتل هم اړین دي. د جغرافیایي پولو او د هیوادنیو مالي او مادي شتمنیو له ساتلو څخه د معنوي شتمنیو ساتل ډیر احتیاط او پوره هوښیاري غواړي. د معنوي ویاړونو تجلیل او یادول د هغو د ژوندي ساتلو، په زړونو کې ځای ورکولو او خلکو ته د ورپیژندلو په پروسه کې ښه رول لوبوي.

د هر هیواد په د ننه کې بیا مختلف ټولنیز ګروپونه یو له بله بیلې او ان متضادی ګټې او غوښتنې لري چې د هغو د ترلاسه کولو له پاره په خپل منځ کې د ملي ګټو د پولو په چوکاټ کې سیالي او سیاسي مبارزه کوي. دا مبارزه معمولاً د معينو ټولنيزو ارزښتونو او ټاکلو قشرو او طبقو د ګټو څخه په ملى اډانه کى د دفاع او د سيمه ايزو او نړيوالو شرايطو سره سمه پر مخ وړل کيږي. په دموکراتیکو نظامونو کې ټولنیزې طبقې او قشرونه د خپلو ګټو د ساتلو له پاره په آزاده توګه سیاسي تشکیلات جوړوي. هر سیاسي ګوند د معینو ټولنیزو ګروپونو او ټاکلو اجتماعی طبقو له ګټو د دفاع په خاطر د ځینو معنوي ارزښتونو څخه دفاع او د نورو هغو فکرونو او نظریو په وړاندې مبارزه کوي چې د دوی له ګټو سره ضدیت او یا مخالفت ولري.

سیاسي ګوندونه یو له بله سره ګډې ګټې او ورته موخې هم لري. خو په هر هیواد کې ځینې داسی ګوندونه هم وي چې یو د بل په وړاندې د نه پخلا کیدونکو طبقو د ګټو استازولي کوي او تر عامو ملي ګټو پرته د فعالیت ګډ ټکي نه لري.

ګوندونه د مشخصو طبقو او قشرونو د ګټو په استازیتوب په ځینو حالاتو کې له نورو سره شریک کار، تفاهم او ائتلاف ته اړ کیږي. د مثال په ډول، که یو ګوند د بزګرې او بل د کارګرې طبقې د ګټو استازی وي، په ډیرو ځایو کې شریک هدفونه لري او د مؤلدو ځواکونو او زیار ایستونکو په ګټه سیاستونو کې ګډ مرامي ټکي لرلای شي. همدا ډول د فيوډالي اقشارو او سرمایداری ګټو ترمنځ په خاصو حالاتو کې ګډ هدفونه رامنځته کیدای شي. ددې مثال په وړاندې کولو سره دا څرګندیږي چې هر سیاسي ګوند له نورو سره د یوځای کارکولو او وحدت له پاره شرطونه لري. سیاسی ګوندونه ډیر ځله خپلو اساسي موخو ته د رسیدو او د سیاسي فعالیت د ګړندي کولو په خاطر یو له بله سره د یوځای کارکولو، مقطعي یووالي او د مؤقتي ائتلاف سیاست پر مخ وړي. په دې وخت کې هر یو له بل سره د ګډ فعالیت له پاره د شریکو موخو د پیداکولو هڅه کوي؛ خو هر ګوند پخپل سیاست او فعاليت کى داسى سرې کرښې هم لري چى د هغو څخه نه تيريږي او که ترې تيرشي، نو خپل ماهيت بايلي او د هغې طبقی او اړوندو قشرونو له ګټو سره جفا او خیانت کوي چې تر اوسه یې د هغوی په نامه او استازیتوب سیاسي فعالیتونه پر مخ وړي وي.

که د هیواد په خاصو حالاتو کې د ملي ګټو دفاع د ټولو ګوندونو اصلي هدف او ضرورت شي، هر یو د هغو د پلي کولو په پروسه کې تر هغې اندازې خپلو هدفونو او نظرونو ته پام کوي چې د عمومي ملي ګټو د ساتلو بهیر ته زیان ونه رسیږي. تجربو ښودلې ده چې پر داسې خاص وضعیت کې هم ډیر ځله محلي فیودالانو او کمپرادور بورژوازانو پخپلو شخصي او ګروپی ګټو تر اندازې زیات ټینګار کړی، خپلې ګروپي ګټې یې تر ملي ګټو لوړې بللې، ملی ګټو ته یې زیان رسولی او د هیواد خواریکښان او مظلومان یې دعامو ګټو د تهدید له لارې تر لازمې اندازې ډیر انعطاف او تیریدنې ته اړ او مجبور کړي دي.

زموږ د هیواد اوسنی حالت د پورته ادعا د ثبوت ښه دلیل دی. ټول یې وینو چې د شریکو ګټو لرونکې حاکمه کړۍ او شخصیتونه چې په مختلفو سیاسي لورو، قومونو، ژبو او مذهبونو پورې اړه لري او د نامشروع او یا مشروع لارو یې په اوسنۍ واکمنۍ او نیم ګړي نظام کې شخصي ګټې تر لاسه کړې دي؛ په داسې حال کې د ملي وحدت، ملي تفاهم، د سیاسي ځواکونو، قومونو او قبیلو د پیوستون دروغجنې چیغې وهي، چې پخپله یو ګام او یوه لویشت هم له شخصي، ګروپي او طبقاتي ګټو څخه نه تیریږي. د عامه او د خلکو د شخصي شتمنیو له چور او چپاول څخه لاس نه اخلي، په فساد ککړ دي او د دولتي چوکیو انحصار یې پخپلو منګلو کې ټینګ نیولی دی. په دې کې ډیر داسې کسان هم شته چې په ظاهره په یوه سیاسی ګوند پورې ځان تړلی بولي، خو عملا د بل لوري له پاره په فعالیت او تبلیغ اخته دی.

په دې ټول پوهیږي چې افغانان په اوسنۍ حساسه تاریخي شیبه کې ملي یووالي او تفاهم ته اړتیا لري، خو تر څنګ یې باید ورسره وویل شي چې اوسنۍ فاسده حاکمه کړۍ د ملت د نفاق او شقاق اساسي سبب دی. دا جوته خبره ده چې ډیر اوسني دولتي لوړپوړي چارواکي نه د ملي یووالي او تفاهم پلویان دي او نه ددې کار تر عهدې وتلای شي. (البته استثنا  به ور پکی وي). دوی په  زیاته اندازه د افغانستان د خلکو د وحدت او پرمختګ مخه نیولې او د نفاق اورونه یې بل کړي دي؛ اوبه خړوی او ماهیان پکی نیسي. د ژبو، قومونو، مذهبو، تنظیمونو او جنسیتونو ترمنځ د نفاق تخم شیندي، کرکه او تعصب خپروي، د کرکجنو او متعصبو افراطي کړیو په سرکې پخپله ځای نیسي او په ظاهره بیا د ملی وحدت او تفاهم ناری سورې وهي؛ خو په عمل کې قومونه، ژبني او دیني ګروپونه یو د بل په وړاندې جګړې ته کشوي.

ددې حالاتو له په نظر کې نیولو سره اړینه ده چې د ملي، دموکراتيکې او عدالت غوښتونکې مبارزې پلويان د خلکو د منل شوو ارزښتونو په دفاع او د زیارکښو کتلو د ګټو د ننګې له پاره فعال شي.  ولسونه او خلک په دې وپوهوي چې د کارګرانو، بزګرانو، کسبګرو، ښوونکو، دولتي ټیټ رتبه مامورینو، پوځیانو او نورو زیار ایستونکو زامن او لوڼې اصلي ملي، دموکرات، ترقي غوښتونکي، د عدالت او سولې پلوي ځواکونه جوړوي. ځکه چې د ملي ګټو په ساتلو کې د دوی شخصي، ګروپی او طبقاتي ګټې ښې ساتل کیږي؛ د دموکراسۍ په پراختیا کې ورته په دولتي او سیاسي چارو کې د ګډون امکان لاس ته ورځي؛ د هیواد په پرمختګ کې یې د ژوند سطحه لوړيږي؛ د عدالت په رامنځته کیدو کې یې حقوق ورکول کیږي او ټولنیز موقف او اعتبار یې لوړیږي او په سوله کې یې اولادونه له مرګ او معلولیته خلاصیږي. په داسې حال کې چې اوسنۍ حاکمه طبقه د آزادۍ، دموکراسۍ، سولې او ټولنیز عدالت په شرایطو کې د جګړو په دوران کې تر لاسه کړي امتیازونه له لاسه ورکوي او له دې کبله ورسره مخالفت کوي.

هغه شخصیتونه، سازمانونه او ګوندونه چې د کيڼو سیاسي ځواکونو تر نامه او پرده لاندې ولسونه ښۍ خواته مارش کوی، د شر او فساد سره د مبارزې تر بیرغ لاندې خلک اوسنیو حاکمو کړیو ته په ګونډو کوي، د خپلو نظرونو او د خلکو د ګټو اوغوښتنو د طرحه کولو پر ځای د دولتي واکمنانو او د خارجی ځواکونو د فرمان پلی کولو ته څک غوږونه ناست وي، د خپلو غړو او پلویانو تر منځ د سرښندنې، شجاعت او مبارزې د روحیې د لوړولو پر ځای د شرایطو سره د انطباق تر نامه لاندې د تسلیمۍ روحیه خپروي، د عملي مبارزې پر ځای د بې ګټو محفلونو جوړولو او د وخت عبث تیرولو ته ترجیح ورکوي، د مترقي او عدالت غوښتونکو مبارزینو د ویاړونو او سرښندنو له یادون څخه ځانونه ګوښه کوي او په قهرمانیو يې سترګې پټوي؛ له ورایه ښکاری چې د ملي، پرمختګ غوښتونکو، دموکراتو، سوله غوښتونکو او عدالت پلوو مبارزينو سیاسي مخکښ نه جوړوي، نه یې شي جوړولای، د بریا په لور یې نه بیایي او بریالیتوب ته یې نه شي رسولای.

ددې وخت دی چې ملي، دموکرات، مترقي او عدالت غوښتونکي سازمانونه په تړلو مجلسو کې د نفاق او شقاق د عواملو له یادولو او د خپل منځو تضادونو له تشدیدولو څخه ځانونه خلاص کړي. پر ځای یې خپلو ملي وياړونو ته احترام  وکړي، د هیواد د پرمختګ د لارې د قهرمانانو ورځې ونمانځي او د نړیوال پیوستون په لار کې زغرد ګامونه پورته کړي. د ملی یووالي تر نامه لاندې ظالمانو او مظلومانو، حاکمانو او محکومانو، قاتلانو او مقتولینو ته په یوه سترګه ونه ګوري، د مختلفو ټولنیزو کتګوریو ګټې يو له بله فرق او بیلې کړي او د استبداد پر ضد د عدالت غوښتونکو مظلومانو پلوي وکړي. د ارتجاعي ځواکونو په وړاندې د مترقي ځواکونو روحیه غښتلې کړي او د ویرې او مایوسۍ له سیوري یې را وباسي.