مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

«
»

په درنو دروند په سپکو سپک

دفرانسې وتلي اونامتوامپراتورناپیلیون بناپارت اودایټالیادمسیحي کاتولیکانودسترمذهبي مشرپاپ ترمینځ دملاقات اوکتنې لپاره دروم دلرغوني ښا رپه یوارت میدان کې چې په زرګونوزرګونوښاریان اوهرکلي کوونکوپه اوږدولیکوکې ولاړووله برمه اوپرتمه ډکه تابیا نیول شوي وه.

ناپلیون چې ټاکلي ډګرته په یوه مجلله څواسپه ګاډۍ کې روان وګاډیوان ته نغوته اوسپارښتنه وکړه چې پاپ ته نیږدې اسانو ته داسې خوزښت اوحرکت ورکړي چې دهغه په ټکان سره د ده ځانګړي شاپوخولۍ له ګاډۍ ولویږي ټاکلي ځای ته په رسیدوسره دناپلیون دلارښوونې سره سم ورته چاره ترسره اوخولۍ له ګاډۍ څخه ورغړیده  ناپلیون له ګاډۍ څخه لا راښکته شوی نه وو چې  پاپ په ګړندیوګامونودپاپ خولۍ راپورته اوپه ډیردرنښت اووجاهت سره ېې پخپلولاسونوکې دناپلیون حضورته وړاندې کړه ناپلیون د یوه غښتلي اوزړه ورامپراتورپه توګه په ځانګړي دبدبه اوغرورخولۍ په سراوبیاېې وروسته ناپلیون هغه ته دروغبړلاس ورکړله دغه دپلوماتیک جسورانه حرکت څخه دټولوهرکلي کوونکودناپلیون عظمت اوبرم له ورایه ولید اوپه مذهبي پاپ باندی دهغه صلابت اودرنښت په ډاګه شواوناپلیون په دي توګه دټولورومیانوپه ذهن کې پر مذهبي پاپ باندې دامپراتوروجاهت په زبات ورساوه.

په زړه پوري داچې ناپلیون یوسلوشل خولۍ درلودې چې یوه ېې تیره ورځ دنوومبرپه ۱۸نیټه ۲۰۱۴ کال په دوه میلیونه دوه لکه ډالره دیوه کوریاېې له خوا په فرانسه کې دیوه لیلام په ترځ کې وپیرل شوه.

د دویمې نړیوالې جګړې په یون کې دانګلستان نامتوصدراعظم اوسیاست پوه چرچیل دامریکا د     جمهور ریس رووزولت سره ملاقات درلود لیدنه کتنه د دوستی په فضا اودتودي ملګرتیاپه چاپیریال کې ترسره شوه دخبرو په پای کې یوچا له چرچیله وپوښتل خپله لیدنه کتنه څه ډول ارزوی؟ چرچیل په موسکا شوپه سیاست اودپلوماسۍ کې لاسبری وم خوله بده مرغه جمهور ریس روزوولت ترما ډیرمدرن اوشیک لباس اغوستی اوبیلانس متوازن نه وو.

اعلیحضرت غازي امان الله خان دخپل سلطنت په وروستیوکلونوکې اروپاېې هیوادونوته شپږمیاشتنی اوږدسفرترسره کړپه ګرده هیواونوکې ېې بې ساری تود هرکلی  وشو. دغه مبارزاتل ته په فرانسه کې ترتوده هرکلي سربیره هسې ویل کیږي چې دهغه داستراحت لپاره دناپلیون چپرکټ ځانګړی شوی واوپه جرمني کې دتودو ګڼودوستانه اومینه ناکوهرکلیوسربیره په خوراستروډالیوبدرګه شو.

غازي امان الله ته درنښت دافغانستان باتور،غیوراومیړني ملت ته د درناوی په مانا و.

دژورنالیزم پلارعلامه محمودطرزي چې داعلیحضرت امان الله خسرهم و پخپلوخاطراتوکې لیکي چې زه په یوه سمندرکې په یوه بیړۍ کې سپوروم ترڅنګ مې دیوه پاخه عمرسړی ناست ودسفرپه اوږدوکې ېې رانه وپوښتل چې دکوم ځای ېې؟ ورته ومې ویل دافغانستان یم سملاسې له ځایه پورته شواوپه ډیرومینه ناکوولوولوېې غیږه پرانیسته وېې ویل غواړم په افغاني درنه دود درسره روغبړوکړم.هغه یونامتوسیاح وهغه زمانه بلکې زمادبرمیال ملت درنښت په ځای کړاوزموږدلرغوني هیواد له تاریخه پوره خبرو.

دانګریزانولوړپوړوافسرانوڅرګند اعتراف کړی دی اوواېې چې موږبه وپتییله چې پخپلوزردوزي اوپوځي طلاېې ستوروپوښلل شویودریشیګانوافغاني مشران تراغیزلاندې راولوخوکله به چې له هغوی سره مخامخ شوود دوی هسکوشمله ورودرنودرنوپګړیواوخړودرنولوپټوموږتراغیزلاندې رآوستواوزموږزردوزیودریشیودنیغوشملواودرنوخړولوپټوسیالي نه شوای کولای.

له پورته لیکنو مې موخه دافغانستان داوسمهالي ولسمشراودافغانستان داتل ملت دمنتخب جمهور ریس ډاکترمحمداشرف غني دوروستي سفرپه اړه وچې هغه هم دپاکستاني بیلابیلوچارواکوپه پرله پسې بلنه هغه هیواد ته ترسره شوزه دسفردارزښت اوڅرنګوالي په هکله نه غږیږم خوسخت خواشینی یم چې دا افغانانودمشراوورسره سترپلاوي هرکلی دپاکستان یومتقاعدګنجی سری تاج عزیز   ترسره کوي. افغانان پرځای متل لري چې په سپکوسپک په درنودروند،اوپه دي څرګندسپکاوي کې دافغانستان دبهرنیوچارووزارت مسوولین هم ګرم بولم چې په داسې حساسوشیبوکې دبین الدول دپلوماتیکواصولوته بې پروادي .همدارازدیوه استاذ،متفکراواکاډمیک شخصیت په توګه اشرف غني ته باید په پوهنتون اویاکوم بل اکادمیک مرکزکې دغونډې تابیا نیولي وه نه دپوځي اوڅارګرې ادارې په قوماندانی کې چې له هغه څخه ځانګړي شیطاني موخي لري.

ترټولو سپکه داچې شیطان الله فضل الرحمان په داسې حال چې ډاکټراشرف غني لادپاکستان په سفروچې په پوره سپین سترګی اورذالت سره ېې دافغانستان په دننه کې خپلولاسپوڅوطالبانوته دجهاد فتوا ورکړه اودنوازشریرځانګړي امنیتي  او اقتصادی چاروسلاکار  سرتاج عزیز په ډاګه وویل چې دافغانستان طالبان زموږدوستان دي اوهغه دوښمن نه ګڼو او دوی به یی په وړاندی عملیات ونه کړي.

شیخ سعدي شیرازي علیه رحمه پرځای ویلي دي چې.

عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود            ګرچه به ادمی بزرګ شود

پاکستاني خبریال عبدالرشید ډنډورې پیل کړي چې ګنې اوسنی دملي یووالي حکومت ژرړنګیدونکی اوله منځه تلونکی دی.

هیله ده چې زموږ دهیواد مشران په رښتیني وحدت اودافغانستان په وړاندې دخپل تاریخي اوملي مسوولیت په درک سره دافغانانوماته اوویجاړه کیشتي دنجات اوژغورنې ساحل ته پرې باسي.

د ګران هیواد افغانستان د بشپړی سوکالی او زموږ د ولسونو د تاریخي دښمنانود نابودی په هیله!!

بسم الله اکبري هالنډ

۱۹،۱۱،۲۰۱۴.