افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

«
»

که بدلون غواړۍ، خپل ووټ پرځای وکاروۍ!

د غبرګولي په ۲۴ مه، د ټاکنو دوهم پړاو کې موږ افغانانو ته یوخوا د خپل برخلیک ټاکنېفرصتونه او د نیکمرغه سبا چانسونه مخې ته پراته دياو بلخوا په دې تړاو،په کور دننه او بهر بېلا بېلېننګونې او ګواښونههم، مخې ته غبرګ ولاړ دي.

په دې ورځ د تاریخ په هسکې څوکې او د هیواد برخلیک پر سخت پيچومي او ګږلیچيور خیژو.

د پيچومې پر وهلو او اوښتلو د مزل مقصود ته رسیږو، خو په شاتګ سره د لوی ګړنګ پر لور رغړېدل او لویدل دواړه،زموږ د راتلونکي برخلیک ونډه کېدای شي!

دا موږ افغانان یوو چې په دې ورځ،پخپله رایه خپله نیکمرغه راتلونکي ټاکو او یا په لږه بېغورۍ او بي پروایۍ او د خپلې رايي په بېځایه کارونه، ځان د نیستۍ ګړنګ ته ټېل وهو!

په ټاکنو کې د ګاونډیانو او نورو لیریو پرتو هیوادو لاسوهنه،که وي هم او شته هم، دوهم ځایګی لري او د افغانانو خپله پریکړه او رایه په هر حال ټاکونکي ګڼل کیږي.

که د غبرګولي په ۲۴ مه، ټاکنو کې ګډون او رایه، نوي او پرمختللي افغانستان ته رایه کېدای شي، خوبېځایه او بېفکره رایه د راتلونکي افغانستان د بربادۍ او تباهۍ لامل هم ګرځېدای شي!

په لومړی ځل،موږ افغانان په ۲۱ مه پيړۍ کېد نړۍ د ویښو ملتونو پشان، خپل راتلونکی برخلیک د خپل ووټ په مټ ټاکو، خوزموږ خپل غلط ووټ،  زموږ د سپکاوۍ او تاریخي ورکاوۍ موجب هم کېدای شي!

رحمان بابا څه ښه ویلي:

دلته دم او قدم دواړه په حساب دی

پل غلط ، له لیرې مه ږده بې حسابه

د غبرګولي ۲۴ مه، د افغانانو لپاره د لويې ازموینې ورځ ده!

له دې ورځې روسته، یا افغانستان د روڼ سبا او روښانه راتلونکې لار نیسي او یا به د تېر پیر او ماضي په تیاره او تورتم کې ښکېل او ایسارپاتې کیږي او د بل فرصت او چانس لپاره به افغانان یوهپيړۍ نور انتظار باسي!

د غبرګولي ۲۴ مه د رڼا او تیاري، ډيوې او تورتم ،ورځې او شپې ترمنځ د جلاتوب اوبیلتون ورځ ده. دا ورځ د حق او باطل، ریښتیا او درواغو، سولې او جګړې، ترمنځ د مقابلې ورځ ده. په دې ورځ به پرښته شیطان ته ماتې ورکوي!

خو په دې ورځ د افغانانو لږه بیغوري، هیواد د ۹۰ لسیزې غمجن ناورین ته ټېل وهلی شي. که افغانان په دې ورځ بیا په هغه چا پسې اقتدا وتړي چې د ۷۰ زره کابلیانو د ټولوژنې او د افغانستان پلازمېنې، کابل د پوره ړنګتیا او کنډوالې پړه او دروند پيټی پرغاړه وړي، ځانونه د مجرمینو سره په جرم کې شریکوي!

 په دې ورځ یوخواته د نوي، یو موټي او پرمختللي افغانستان پلویان د ټاکنو ډګر ته راوځي او بلخوا د لرغوني زماني او د جهالت دپیر نا اشنا موجودات، توره بان دیوان، سړیخواره او متحجر مغزونه چې له پخوا دې ورځې ته په کمین کې ناست دي، د نویو چلوټو لارې او ګودر لټوي. دلته به د جهادي ټیکدارانو، د خلکو دمال او سر مافیا، لوټمارو او کوتکمارو توطيېاو بل لور ته د هیواد دسپيڅلي زامنو، ځوانانو، د ساینس، پوهې او کمپیوټر نوی پښت، د ملت او هیواد په ژغورون کې لوڅې پوڅې او غورځې پرځې د روستۍ پایلې په موخه ارزول کیږي.

دلته به د مردارې ټپوسان، د تورتم خفاشان، د شبنامو او تیاروخپروونکيچې د شومه دم په تیاره کې په چلوټو بوختدي او بلخوا د برنامو او کارنامو استازي چې په رڼا ورځ د ولس په چوپړ کې لګیا دي، د ولس د  ووټ د ګټلو ازموینه ورکوي.

په دې ورځ هیوادپال، مختګپال او سوله پال یو صندق ته ووټونه اچوي او جګړه مار، شاتګپال او پردیپال به هڅه کوي چې ددوی صندقونه په درواغجنو، باطلو او جعلي رایو ډک شي!

په دې ورځ د افغانستان د بریا، پرتم او لویا مخکښاناو پل پلو د افغانستان د لویدو، پریوتو، پاشلو او خرڅلاو سوداګر یو بل سره مخامخ دي.

دلته به افغانان د سیمې ولسونو او نړیوالو سره د نږدیتوباو سیالتوب لار نیسې او یا به له سیمې او نړۍ څخه د شلېدون، ګوښتوب او پریوتون پر ګړنګونو سیخیږي او هیواد بهد سراښو ګاونډیو د شوموموخواو شوونیستي غوښتنو د پلیتوب  ډګر ګرځي.

د غبرګولي په ۲۴ مه به د بدلون او دوام ټیم چې د نویتوب، پرمختګ، سولې او د یوموټي افغانستان د بسیا ټیم دی، یوخوا او د اصلاحاتو او همپالنې ټیم به چې د جهادي سوداګرو، مافیا ، جګړه مارو او میرغضبو ټیم دی بلخوا یوله بل سره په ټاکنو کې سیالي کوي.

د بدلون او دوام ټیم مشري ډاکټر اشرف غني احمدزی چې یو لاس يی له فساد پاک او بل لاس يی د افغانانو په وینو ککړ نه دی، پر مخ وړي او د بل ټیم سرخیلې ډبل عبدالله کوي چې دواړه لاسونه، مغز او تن يي په فساد او د زرګونو بیګنا افغانانو په وینو ککړ دي!

په دې اړه احمد ضیا مسعود داسې قضاوت کوي« ټول هغه کسان چې په فساد ککړ ول او خصوصي بانکونه یې لوټلي دي، په یوه ټیم کې رایوځای شوي چې هغه د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دی. تاند»

په دې ورځ د افغانانو د نجات پرښتهد اشرف غني په بڼه او د افغانانو د پریوتون او ورکون لپاره عبدالله  د شیطان او قصاب په بڼه پا بسته ولاړ دی!

په دې ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني د روښانه راتلونکې استازی او د روڼ سبا ستوری دی او عبدالله بیا د تورې ماضي ساتونکی او د تیارو ملګری دی!

اشرف غني ته رایه یو موټي ، ودان او پرمختللي افغانستان ته رایه ده او عبدالله ته رایه د افغانستان سپکاوۍ، تباهۍ او پاشلو ته رایه ده!

بله هیڅ لیدلی نه شي په دامنځ کې

یا مغل له ملکه ورک یا افغان خوار

افغانان چې نور څه فکر کړي ناپوه دي

بې له ووټه خلاصی نشته په بل کار

یادونه: پورته بیتونه د بڼې په لږ تغییر سره د خوشحال بابا له کلام څخه اخیستل شوي دي

د ۲۰۱۴ کال د جون ۵ مه

سرلوڅ مرادزی