جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

پيشو د غوښې پهره داره

راحيل شريف د ترهګرۍ پر ضد د ايتلاف مشري کوي

وروسته له هغه چې د پاکستان، چين، امریکا او افغانستان تر منځ د افغان سولې اړوند څلور اړخيزې ناستې ناکامې او نيمګړې پاتې شوې؛ اوس د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د اسلامي هيوادونو تر منځ د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي هيوادونو ايتلاف جوړ شو. جالبه دا ده چې د دغه ايتلاف مشري هغه هيواد ته ورکړل شوې چې د ترهګرو ځاله بلل کيږي. د ترهګرۍ پر ضد د  اسلامي هيوادونو په ايتلاف کې چې افغانستان يې هم غړی دی؛ مشري يې د پاکستان پخوانی لوی درستيز راحل شريف کوي. هغه څوک چې له ملا فضلو وروسته د ترهګرو دويم معنوي پلار ياديږي.

د وروستيو راپورونو پر اساس د پاکستان د پوځ پخوانی مشر د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي هېوادونو د ګډ ایتلاف پوځ مشر وټاکل شو. جنرال راحیل شریف څو میاشتې وړاندې د پاکستان له پوځ څخه تقاعد شو او اوس به د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۹ اسلامي هېوادونو د ګډ پوځ د عملیاتو مشري کوي . د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي هېوادونو اېتلاف په ۲۰۱۵ کال کې رامنځ ته شو او اوس مهال یې د عملیاتو مرکزي نقطه یمن دی. په دغه ايتلاف کې په لومړي سر کې ۳۴ هيوادونه ول خو وروسته يې شمېر ۳۹ ته ورسيد. د اسلامي هيوادونو په دغه ايتلاف کې د افغانستان په ګډون مصر، قطر، متحده عربي امارات، ترکيه، ماليزيا، پاکستان او ځينې افريقايې هيودونه ګډون لري.

دا خو لکه د لمر په شان ښکاره حقيقت دی چې پاکستان د ترهګرو ځاله، چارواکي يې د ترهګرو روزونکي او د ملا فضلو او مولانا سميع الحق په شان ملايان يې د ترهګرو معنوي پلاران دي. ټوله نړۍ په دې پوهيږي چې پاکستان د افغانستان، سيمي او د نړۍ هيوادونو لپاره د سرطان په دانې بدل شوی دی، او په دې هم سترګې نشي پټيدلای چې د ترهګرو فعال روزنځايونه په پاکستان کې د آی ايس آی تر چتر لاندې شتون لري؛ خو پوښتنه دلته پيدا کيږي چې د ترهګري پر ضد د اسلامي هيوادونو د ګډ ايتلاف غړو هيوادونو ولې د پاکستان په اصلي څېرې سترګې پټې او پيشو يې د غوښې پهره داره کړه؟

آيا دغو ۳۹ اسلامي هيوادونو ته د پاکستان اصلي څېره نه ده معلومه او که دا د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون د پاکستان او د سيمي د هيوادونو په ګډه نوی جال دی چې د افغانستان لپاره يې ايښی دی؟

او افغانستان چې د دغه ايتلاف غړی دی؛ ولې د اسلامي هيوادونو دغې پريکړې په مقابل کې غبرګون نه ښايې؟

په تيرو لسيزو کې هيڅ ګاونډي هيواد د افغانستان سره ښه نيت نه دی درلودلی او تل يې د فرصت په ترلاسه کولو سره د افغان وژنې پروژه پلي کړې ده خو د پاکستان په نوم اخيستلو سره د هر افغان په ذهن کې له دغه هيواده يو تور تصوير جوړيږي. پاکستان د دې تر څنګ چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي؛ له پيدايښته تر ننه يې د افغان وژنې بيلابيلې پروژې پلې کړي دي. د مجاهدينو د ملاتړ په نوم ورانکارو څېرو ته د افغانستان د ورانۍ وسايل ورکړي دي، ملي مشران او هغوی چې د افغانستان د پرمختګ پلانونه يې درلودل؛ ترور کړي دي، د القاده په نوم د افغان وژنې پروژه يې تکميل کړه، د طالب پروژه يې ښه په بريا په مخ روانه کړې ده او اوس د داعش پروژه هم تر لاس لاندې لري.

سره د دې ټولو ناخوالو چې بيا هم راحيل شريف د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي هيوادو د ايتلاف مشر ټاکل کيږي نو نه يواځې دا چې ترهګري به ونه ځپل شي بلکې لا به هم ترهګرو ته زيات امتيازات راټول کړي. ځکه په دغه ايتلاف کې ټول هغه هيوادونه هم شامل دي چې وخت ناوخته يې په افغانستان کې د ترهګرو مالي او معنوي ملاتړ کړی دی. همداراز د دغه ايتلاف په جوړيدلو او بيا مشري د ترهګرو پلار راحيل شريف ته په لاس ورکولو اړوند د افغان حکومت چوپتيا او بابيزه ګڼل هم د پوښتنې وړ مساله ده. حکومت بايد د اسلامي هيوادونو د دغې پريکړې په غبرګون کې چې شريف يې د ياد ايتلاف مشر ټاکلی دی؛ له دغه ايتلاف سره پريکون اعلان کړي. که داسې ونه شي نو باور مو دی چې لکه د افغان سولې اړوند د څلور اړخيزو غونډو په څېر به د دغه ايتلاف غونډې هم فقط د وخت ضايع کول او ترهګرو پياوړي کول وي.