جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

د روسيې سپين سترګي

مسکو په افغانستان کې نيابتي جګړه پر مخ وړي

د افغانستان لپاره د روسي ځانګړي استازي ضمير کابلوف په وروستيو کې په افغانستان کې د امريکايې پوځي اډو اړوند داسې څرګندونې کړي چې د امريکا او روسيې تر منځ د نيابتي جګړې بوی تري راځي. کابلوف ويلي چې سيمه او افغانستان کې د امريکا فعاليتونه د روسيې او سيمه ‌ييزو هېوادونو په زيان دي او امريکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان کې نهه پوځي اډې غواړي. دغه روسي ډيپلومات وايي، چې امريکا په تېرو پنځلسو کلونو کې افغان امنيتي ځواکونه پياوړي نه شوای کړی، د افغان حکومت اقتصاد لا هم اويا سلنه پر بهرنيو مرستو ولاړ دی او حکومتي جوړښت هم د خلکو ستونزو په کمولو کې پاتې راغلی دی. کابلوف ګواښ کړی، که افغانستان کې چټک اقتصادي، اداري او امنيتي اصلاحات را نه شي، افغانستان به خپل اوسنی جوړښت له لاسه ورکړي او کېدای شي په وړو وړو دولتو ووېشل شي.

په ورته مهال دغه روسی ډيپلوماټ وايي، چې افغانستان له امريکا سره هېڅ ډول مناسبت نه لري، چې امريکا دې دلته دايمي اډې ولري. امريکا چېرته او افغانستان چېرته؟ امريکا غواړي د دې اډو له لارې د سيمې هېوادونه کنټرول کړي. که موږ په مکسيکو او ور څېرمه هېوادونو کې اډې جوړې کړو، دا به امريکا لپاره د زغم وړ وي؟

دلته د ښاغلي ضمير کابلوف څرګندونې د وضاحت وړ دي، آيا افغانستان د روسيې اړوند ايالت دی چې واک يې ضمير کابلوف کوي او افغان حکومت بايد د روسيې په خوښه امريکايې ځواکونو ته اډې ورکړې؛ او که يو خپلواک هيواد دی او حق لري چې د هر هيواد سره ډيپلوماټيکې اړيکې ولري؟
روسيه هيڅکله دا حق نه لري چې د افغانستان په باب د ټولو ډيپلوماټيکو عرفونو خلاف غير مسولانه څرګندونې وکړي. مسکو خو د ډيپلوماټيک عرف پښتۍ هغه وخت ماتې کړې کله چې يې په افغانستان کې د افغانانو له دښمن وسله وال طالب سره اړيکې جوړې کړې او د هر راز پوځي همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ. اوس يې د افغانستان حکومتي نظام پسې مټې بډوهلي دي او د افغانانو د ذهنونو د مغشوش کولو لپاره فال ګوري او په راتلونکې کې د افغان دولت په وړو دولتونو د وېشل کېدو وړاندوينه کوي.

اوس په ټوله کې پوښتنه دلته پيدا کيږي چې مسکو څه شي دومره زړور کړ چې د افغانستان په چارو کې بربنډه لاسوهنه وکړي؟

دوه دليلونه لري. يو دا چې روسيې ته په تير کې د تیرو حکومتونو د سياست په محور کې هیڅ ځای نه دی ورکړل شوی او يا ډير کم ځای ورکړل شوی چې اوس غواړي د تيرو حکومتونو قصور اوباسي او د افغانستان په مساله کې له امريکا هم ډير داخله شي. یعنې په تير کې د افغان حکومتونو د ناسالم او ناکام بهرني سياست له امله چې روسيه په کې کنج ته شوې وه؛ اوس غواړي د افغانستان په سياست کې د خپل سياسي رقيب امریکا په خلاف زيات رول ولري.

بل دا چې د امريکا په سږ کال ولسمشريزو ټاکنو کې روسيې ته نيږدې شخص ډونالډ ټرمپ په ولسمشرۍ سره، په نړيوال سياست کې روسيې ته اوس دا فرصت په لاس ورغلی دی چې له امریکا سره خپل ښکر وجنګوي او د نړۍ په هره هغه سيمه کې چې امریکا ښکېله ده؛ روسيه يې په مقابل کې ودريږي او شتون يې وننګوي. په همدې اساس اوس روسيه په افغانستان کې د امريکا حضور د ننګولو لپاره د امريکا په سياست نيوکې کوي.

په ټوله کې اوس ويلای شو چې د افغانستان یو بل نسل به هم د جګړې د اور په لمبو کې سوځي او دا جګړه د امريکا او روسيې تر منځ نيابتي جګړه ده چې ډګر به يې افغانستان وي. يو کار چې افغان حکومت ته په کار دی چې ترسره يې کړي، هغه فعال سياست لوبول دي چې د امريکا او روسيې تر منځ په اړيکو کې تعادل برابر کړي. افغان حکومت بايد داسې سياست پر مخ بوځي چې نه سيخ وسوځي او نه کباب. يعنې حکومت بايد نه په امريکا او نه په روسيې بشپړه تکيه ولري بلکې د خپلو ګټو مطابق هم له روسيې او هم له امريکا سره اړيکې وپالي.

لیکنه : خوشحال آصفي