زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

لفظي بريدونه او خطرناک تورونه

په داسې حال کې چې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم تيره ورځ ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله عبدالله په حکومت کې په قوم پالنې تورن کړل او يو شمير نور تورونه يې هم پرې ولګول؛ ولسمشرۍ ماڼۍ د دوستم په څرګندونو غبرګون ښودلی دی او دا يې د هيواد له اوسنيو شرايطو او د يو لوړپوړي دولتي چارواکي په توګه د هغه له مقام سره په ټکر کې بللې دي. جنرال دوستم تيره ورځ د خپلو پلویانو په غونډه کې وویل چې ولسمشر د ده واک او صلاحیتونه اخیستي دي او دی نور د واک د تمرکز ملاتړ نه کوي. ده د ملي امنیت رييس ښاغلی ستانکزی د ځان خلاف په دسیسې، د رباني په قتل کې په لاس لرلو او له طالبانو سره په همکارۍ تورن کړی دی. نوموړي دا هم ویلي چې ولسمشر غني یوازې د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت د رييس معصوم ستانکزي او د خپل دفتر د رييس خبرو ته غوږ نیسي. اوس ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه تورونه د عدلي او قضايې ادارو له لوري هر اړخيزې څيړنې ته اړتيا لري څو د هغه صحت او نه صحت په ډاګه او د قوانينو په رڼا کې ورسره چلند وشي.

دا لومړی ځل نه دی چې لوړپوړي چارواکي يو پر بل ستر تورونه لګوي بلکې له دې وړاندې هم د ولسمشر او اجرايه رييس په ګډون نورو لوړپوړو چارواکو هم پر يو او بل لفظي بريدونه کړي دي. څه موده وړاندې اجرايه رييس ولسمشر په بې کفايتۍ تورن کړی و او ويلي و چې په دريو مياشتو کې يې یو ځل هم له دوه سره نه دي کتلي، بیا ولسمشر يې په غبرګون کې اجرايه رييس د اصلاحاتو په مخنيوي او د فاسدانو په ملاتړ تورن کړ. همدا راز په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي هم فرصت ته په کتو په ولسمشر او په ټول حکومت نيوکې  کړي دي. او اوس دا دی خبره آن د ولسمشر تر لومړي مرستيال راورسيده. د ده هم لومړی ځل نه دی چې پر ولسمشر نيوکې کوي بلکې له دوړاندې يې هم په ولسمشر تور پورې کړی و چې د نوموړي صلاحيتونه يې په خپل لاس کې اخيستي دي.

پوښتنه دا ده چې يو پر بل د مشرانو تورونه له کومه ځايه سرچينه اخلي، ولې لګول کيږي او پر ولس او نظام يې اغيز څه دی؟

تر ډیره دا تورونه له شخصي عقدو سرچينه اخلي، کله چې د يو چارواکي امتياز ته زړه وشي او يا وغواړي له مقابل لور ډير څه ترلاسه کړي او يا يې هم کوم پخوانی امتياز په خطر کې شي نو د دغې خطر د کمولو لپاره په مقابل لوري نيوکې کوي څو روحيه يې کمزورې او په ولس کې يې پر وړاندې غبرګون پيدا شي. دغه تورونه که څه هم چارواکو لپاره عادي ښکاري او د خپل رقيب د تضعيف نقطې په توګه يې کاروي خو په حقيقت کې دا د ولس په منځ کې د زهرو پاشل دي. دا ډول څرګندونې د ولس تر منځ نفاق تخم شيندي، د چارواکو دغه ډول غير مسولانه څرګندونې د ولس د پارچه کيدو سبب کيږي. دا ډول تورونه ولسونه په خپل نظام بې باوره کوي او له دولته فاصله اخلي.

يو پر بل د چارواکو تورونه او لفظي بريدونه په لوی لاس د دښمن تبر ته لاستی اچول دي. ټول پوهيږو چې دښمن مو تيار په کمين کې راته ناست دی او فقط د موکې په انتظار دی، دښمن که په مونږ کې د نوک ځای پيدا کوي نو سوک په کې ځايوي او هره لحظه زمونږ د بربادۍ لپاره پلانونه جوړوي. آيا دا تور لګوونکي په دې نه پوهیږي چې څرګندونې او تورونه يې يوازې دوی پورې منحصر نه دي بلکې مستقيماً له ولس سره هم اړيکه لري؟

د هيواد اوسنيو شرايطو ته په کتو د دوی له شخصي غرضه او تعصبه ډکې څرګندونې د ولس د ويشل کیدو سبب کيږي، په ولس کې قومي، ژپني، مذهبي او سمتي تعصب ته زمينه برابروي، د افغان ولس د تاريخي دښمن د شوم پلان په عملي کيدو کې مرسته کوي، او په لوی لاس هيواد د نفاق کندې ته ټيل وهي. فلهذا مونږ له ټولو چارواکو او سياسي څېرو غوښتنه کوو چې د دې خاورې د بچي په توګه، د دې ولس د يو غړي په توګه او د يو افغان په توګه دې په ولس کې د يووالي ستنې پياوړې کړي او نور دې د خپلو شخصي غرضونو په خاطر ولس په خطر کې نه اچوي، دوی دې نور د دښمن پلان نه عملي کوي او نور دې د ولس د بيلوالي پر ځای د يووالي لپاره کار وکړي. خپل شخصي ستونزې د ې د خبرو له لارې حل کړي او په دا ډول غیر مسولانه څرګندونو دې ولس د بدبختۍ پر لور نه بيايي.

لیکنه : خوشحال آصفي